د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشی پان کی مون د اپريل په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دی په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې د يو لړ وسله والو پېښو په اړه ډير انديښمن دی او د دغه هېواد له حکومت څخه يی غوښتنه وکړه چې د کورنی حالت د ثبات لپاره کوښښ وکړي.
سرمنشی پان کی مو په همدې ورځ د افغانستان له حکومت او د نړيوالو مرستندويه ځواکونو په شمول له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په اغېزمنو تدبيرونو سره د افغانستان حالت ثابت کړي چې د انسانی حقونو د احترام يو چاپيريال رامنځته شی.