<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-11 18:19:37    
د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د سيلانۍ لپاره د کوچنيانو لارښوونکيو ټاکنه

cri

ښايی چې په راتلونکی کې به د شينګجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې چينی او بهرنی سيلانيان د کوچنيانو له خوا د سيلانۍ لارښوونې معلومات واوري . ځکه اوس د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلی او له وطن سره د کوچنيانو د مينی زياتوالي او د دندې پر غاړه اخيستلو احساساتو په اړه د روزنې په موخه د زرو سرو نکټايانو تړونکيو کوچنيانو د سيلانيانو لارښوونکو په توګه د ټاکنې ټولنيز فعاليت تر سره کيږي چې د چين د پرمختلليو ماشومانو په ډله کې شامل دی . دغه فعاليت څو ورځې مخکې په اورومچي ښار کې په رسمی توګه پيل شو چې د بېلا بېلو قومونو پنځه زره تنه ماشومانو په فعاله توګه په کې ګډون وکړ .

د دغه فعالت يو تر سره کوونکی او د شينجيانګ د سولی د سيلانۍ څانګې مشر وانګ پينګ په دې اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې څو ورځې مخکې د زرو تنو سرو نکټايانو تړونکيو کوچنيو سيلانيانی لارښوونکو په توګه د ټاکنې ټولنيز فعاليت پيل شو او وروسته په لومړنۍ توګه له هغو ثبت شويو ماشومانو څخه غوره ماشومان وټاکل شول چې عمرونه يې له اته کلونو څخه تر څوارلسو کلونو پوری وو . د راتلونکيو دريو مياشتو د هرې اونۍ په پای او رخصتۍ کې به دغه ټاکل شوي ماشومان د سيلانۍ په هکله اړونده روزنه ومني او د سيلانۍ د لارښوونې په اړه د معلوماتو ، د شينجيانګ د کلتور او جغرافيی ، د هراړخيز حيثيت او توان په برخو کې زده کړه وکړي . په پای کې به په ازموينو کې بريالي شوی ماشومان چې سرې

نکټايانې يې تړلی وي ، د سيلانۍ د لارښوونکيو په توګه اجازه ليکونه تر لاسه کړي او په ځينو منظره لرونکيو ځايونو کې به خپله دنده پر غاړه ولري . ډېره غوره ماشومان به شيجيانګ او د هېواد په دننه کې نورو ځايونو ته سفر وکړي چې د دغه فعاليت د انتظامی کمېټی له خوا به پيسی ورکول شي . دغه فعاليت استعداد ښودلو او د رول لوبولو لپاره ماشومانو ته ښه فرصت برابروي .

خوډېر د تاسف وړ خبره دا ده چې د بېلا بېلو قومونو د پنځه زره ماشومانو تر منځ زيات شمېر غوره ماشومان چې استعداد لری ، د عمر د نابرابری له امله نه دی ټاکل شوی . د اورومچي د دېرشمې لومړنۍ ښوونځی زده کوونکي وانګ چي وي په دغه فعاليت کې د ګډون په هکله ډير خوښ دی او ويې ويل چې پخوا يې بايد د هری اونۍ په پای کې د حسابونو او پيانو په روزنه کې برخه اخيستې وی او په راتلونکی کې به په طبيعت کې لوبه وکړي .

له دې څخه څرګنديږي چې ماشومان غواړی په بهر کې لوبه وکړي او له ټولنې سره تماس ونيسي . د اورومچی يو ښاروال وانګ هوی وويل پخوا يې زوی په رخصتيو کې تل د روزنې په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون کاوه . د سيلانيانو لارښوونکو په ډلې کې د سرو نکټايانو تړونکيو کوچنيانو ګډون کول ماشومانو ته له ټولنې او طبيعت سره د تماس په هکله يو فرصت برابروي .

زيات شمېر ښاروالان هيله لری چې ټولنه ماشومانو ته نور زيات فرصتونه برابر کړي چې دوی له ډېرو زياتو روزنو او زده کړو څخه وژغوري او خپله ټولنه او طبيعت له نژدی وګوري .