
لږه موده دمخه د بيجينګ د مساژ په روغتون کې د ځوانو مساژکوونکو د منلو رسمی مراسم ترسره شول چې دغه روغتون په چين کې د مساژ يعنی چاپی کولوتر ټولو لوی روغتون دی . په مراسمو کې پنځو ړندو تجربه لرونکو چاپی کوونکو ډاکټرانو لس ځوان ډکتران چې شپږ تنه يي ړانده دي ، د خپلو شاګردانو په توګه وپيژندل او د چاپی کولو په هکله هغه کسيټونه يي ورکړل چې د زياتو کلونو لخوا راغونډې شوی تجربې پکې ثبت شويدي .
له پنځو زړو ړندو چاپی کوونکو ډاکترانو څخه ډير مشر ډاګتر يو اويا کلن او کشر ډاکتر هم دوه شپيته کلن سپين ږيري دي . ځوان ډاکتران د اته ويشتو کلونو په شاوخوا کې دي .
ډاکتر شه ژوي هوا چې اوه شپيته کلن دی او په يادو شويو مراسمو کې يي دوه شاګران منلي ، د چاپی کولو له لاری يي د ناروغانو د درملنې او تحصيلاتو په ساحه کې زياتې تجربې راغونډې کړيدي په تيره بيا د ملا مهرو د ناروغۍ درملنې په هکله ډير شهرت لری او د چاپی کولو زيات طبی کتابونه يي چاپ کړيدي . دی څو څو ځله په نورو هيوادونو او سيمو کې تحصيلي لکچرونه پرانستلي او زيات ناروغان يي جوړ کړيدي . په مراسمو کې ډاکتر شه د نورو زړو ډاکترانو په استازيتوب هيله څرګنده کړه او و يي ويل موږ غواړو خپلې ټولې تجربې ځوانانو ته ورکړو چې دوی ژر تر ژر وده وکړی او زموږ څخه پرمخ لاړ شی .
په چين کې د چاپی کولو له لارې د ناروغيو درملنه دوه زره کلن تاريخ لری او د ملا ، غاړې او اوږو په شمول د هډوکو او عضلو ناروغيو د درملنې په برخه کې ډير ښه اثر
لری . د اوږدې مودې له پرمختګ سره سم اوس د چاپی کولو طبی تخنيک د داخلی ، جراحۍ ، ښځو او ماشومانو په شمول څانګو کې د سل ناروغيو د علاج او درملنې لپاره کارول کيږي .
د بيجينګ د مساژ روغتون په نولس سوه او اته پنځوسم کال کې جوړ شو او په لومړي وخت کې يوازی اوه تنه ډاکترانو پکي کار کاوه . د پنځوسو کلونو له پرمختګ سره سم د ډاکترانو شمير يي دوه سوه تنو ته ورسيد چې ړانده ډاکتران يي په سلو کې څلويښت برخه نيسي . ميرمن جين جين جې څلويښت کلنه ده ، په دفتر کې د زياتو کلونو کارونو وروسته د غاړې په ناروغۍ اخته شوه او د ملګرې په معرفی دغه روغتون ته لاړه . دی وويل دا زما دريمه درملنه ده او د درملنې له امله زما غاړه ښه شوې ده . په دې روغتون کې ډاکتران ډير تجربه دار دي او د ناروغانو لپاره جدي او مسئولانه رويه غوره کوي .
د ټولنيز بدلون او د ژوند ګام له چټکتيا سره سم د ملا او غاړې د مهرونو په ناروغۍ اخته کسان زياتيږي ، له دې امله چې دغه ناروغان غواړی د دارودرملو نه پرته د علاج طريقه غوره کړی ، نو د چاپی کولو درملنه د زياتو ناروغانو لخوا منل کيږي .
د بيجينګ د مساژ روغتون مشر ښاغلي لاي وي وويل چې د ډول ډول لاملونو له امله چاپی کوونکي ډاکتران د کميدو په حال کې دي او نوموړي مراسم د زړو ډاکترانو د غوره تجربو په ميراث اخيستل دي . دی وويل دغه غوره ډاکتران ډيرې تجربې لری او زموږ د روغتون لپاره يوه خزانه ده ، خو دوی سپين ږيری شوي او صحت يي هم ورو ورو کمزور دی ، نو موږ پوه شو چې بايد ددوی غنی تجربې په ميراث واخلو څو چې د چاپی کولو تخنيک د پرمختيا لپاره ستر خدمتونه ترسره شي .
د روزنې پلان له مخې شاګردان به له زړو ډاکتران څخه درې کاله زده کړه وکړي . ډاکتر ما يو جونګ چې شپږديرش کلن ړوند دی ، د درويشت کلنۍ په وخت کې يي د چان چون پوهنتون د چاپی کولو له څانګې څخه فارغ شو او بيا د بيجينګ د مساژ روغتون لخوا وګمارل شو . ډاکتر ما د ډاکتر شه ژوي هوا د شاګرد په توګه وياړی او خبريال ته يي وويل استاذ لاس په لاس ما ته د چاپی کولو تخنيک راکوی او د ستونزو په وړاندی په مستقيم ډول له اوستاذ څخه پوښتنه کولی شم ، نو زياتې تجربې می تر لاسه کړيدي . له روغتون څخه مننه کوم چې زموږ لپاره د زده کړې دومره ښه فرصت برابروي ،هيله ده چې له زړو ډاکترانو څخه ښه زده کړه وکړو .
د روغتون مشر لای وي خبريال ته وويل چې روغتون د يو مليون يوانو په لګښت او د دوو کلونو په موده کې د ځوانو ډاکترانو د زده کړې لپاره د پنځو نامتو ډاکترانو پنځوس کلنی تجربې په کسيت ثبت کړی دی .