<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-11 21:42:40    
ټوله ټولنه بايد کليوالو کارګرانو ته پاملرنه وکړي

cri

له ډيرو کلونو په تيره بيا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کيدو راهيسي کليوالو کارګرانو د خپلو هيليو او خوب خيال د تر سره کولو له پاره ډير کوششونه او د ښارونو د ابادولو له پاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠ د ټولنې د يوې ځانګړي ډلې په توګه د دوي په ژوند او کارونو کې مخامخ شوي بېلا بېلې مسئلې څنګه حل کيږي ؟ د ټولې ټولنې له پاره د پاملرنې وړ مسئلې ګڼل کيږي ٠ د چين د ملي ولسي کانګرس استازي ښاغلي وانګ يوان چن پخوا هم يو کليوال کاګر و ، خو وروسته د خپلو کوششونو له لارې اوس په خپلو چارو کې يي ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ٠ هغه وويل چې هرکال زه د ملي ولسي کانګرش نوبتي غونډې ته د کليوالو کارګرانو دګټو د تامينولو په هکله وړانديزوته کوي ، زه خبر شوم چې دغو کليوالو کارګرانو ته څه اړتيا لري ، ددغې لويې ډلې له پاره دي ته اړتيا لري چې اړوندې څانګې او مسؤلين د ژوند او کار په هکله د دوي د ستونزې د ليري کولو له پاره مرستې برابرې کړي ٠ زما په أند د ولسي کانګرس د يو استازي په توګه دا مسؤليت لرم ٠

له ډيرو کلونو راهيسي د معاش، د کار امنيت ، د ټولنيز تامينولو ، دکار د روزنې ، د اولادونو د ښوونې او د اوسيدو په ګډون داسې مسئلې چې د کليوالو کارګرانو له ژوند سره مستقيمې اړيکې لري ، تل د ټولنې د پاملرنې وړ مسئلې ګڼل کيږي ٠ په ٢٠٠٦ کال کې دکليوالو کارګرانو د اړوندو مسئلو د حل په باب د چين د دولتي شورا اړوند سند خپور شو چې له امله يي د دوه سوه مليونه کليوالو کارګرانو ته

هيلې او خوښۍ رسولي دي ٠ له ٢٠٠٦ کال راهيسي د چين د شان تونګ .، لياو نين ، حه بي ، حه نان او شان سي په ګډون په ډيرو ولايتونو او ښارونو کې په وار سره د کليوالو کارګرانو د معاش د تامينولو نظام جوړ شوي او د دغه نظام سره سم اړوندې تصدۍ بايد د ټاکل شوي انډول له مخې دپروژۍ له عمومي لګښتونوڅخه يوه برخه لګښتونه د ګليوالو کارګرانو د معاشونو په توګه زيرمه کړي چې له مخې يي د کليوالو کارګرانو د معاش د کمولو يا د نه ورکولو مسئله په بنسټيز ډول حل شوې ده ٠ د حه نان ولايت يو کليوال کارګر خبريال ته وويل چې اوس حالت ډير ښه شوي دي ، له څو کلونو مخکې زمونږ معاش ځنډيدلي و، په دي وروستيو کلونو کې دولت زمونږ د معاش مسئلې ته ډيره پاملرنه کوي او اوس مونږ انديښنه نه لرو چې معاش تر لاسه نه شي ٠

د پام وړ بله مسئله دا ده چې اوس د کليوالو کارګرانو د ناروغۍ ، په کار کې دټپ او د زوړتيا د ژوند د بيمې داسي مسئلې تر اوسه پوري په ښه ډول نه دي حل شوي ٠ په دي هکله ښاغلي وانګ يوان چن وويل چې د کليوالو کارګرانو له پاره تر ټولو نه لويې ستونزې دا دي چې د دوي معاش لږ دي ، د ناروغۍ علاج کافي پيسي نه لري او د زړوتيا د ژوند د تامينولو په بيمه کې شامل نه دي ٠ خو دوي په ښارونو کې د ښاري ابادۍ له پاره خپل ځوانيتوب وقف کړي ، نو په زړو وخت کې د دوي ژوند بايد تامين شي چې دغه مسئله د حکومت د ډيرې پاملرنې مسئله ګرځيدلې ده ٠ بر سيره پر دي د کليوالو کارګرانو له پاره د کلتوري کچې لوړوالي هم يوه مهيمه مسئله ګڼل کيږي ٠ تير کال د چين دکارګرو عمومي ټولنې په فارغ وخت کې

دکليوالو کارګرانو د ژوند د غني کولو او د دوي د کار د مهارتونو د لوړوالي له پاره د څه د پاسه لس مليونو يوانو په لګولو سره په ټول هيواد کې د فلم د ښودلو دوه سوه ټيمونه او د اړوندې روزنې په هکله يو ديرش ښوونځي جوړ کړي دي ٠ دغه راز په ډيرو ښارونو کې د بېلا بېلو کچو د کارګرو ټولنې هم کوشش کړي چې د کليوالو کارګرانو د قانوني حقوقواو ګټو د ساتلو او د دوي د ژوند او کارونو له پاره ښه چاپيريال او شرائط برابريږي ٠ ښاغلي وانګ يوان چن وويل چې د کارګرانو د قانوني حقوقو او ګټو ساتنه د کارګرو د ټولنې حتمي دنده ده ٠ مونږ چمتو يو چې په بيجينګ کې څو مليونه کليوال کارګران په برخه ايزډول تر اړوندې روزنې لاندې رواستل شي ٠ کليوال کارګران د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کيدو ، د صنعت کيدو او د ښاري کيدو په بهير کې رامنځته شوي يوه لويه کارکوونکي ډله ده او د ښارونو د سمسورتيا،د کليو پرمختيا او د هيواد د عصري ابادۍ له پاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠