د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د کانادا راډيو د اپريل په ١١ نېټه وويل : د دغه هېواد دوه تنه سرتيری په همدې ورځ د قندهار په شاوخوا کی له بريد سره د مخامخ کيدو له امله ووژل شول او نور درې تنه ټپيان شول٠
نوموړی راډيو په افغانستان کی د کانادايی ځواکونو د قوماندان مرستيال ميکی سيسفورډ په وينا وويل : د همدې ورځې په ماښام د کانادا يو پوځی موټر د قندهار ښار په لويديځ ٣٨ کيلومترۍ کی له يو بمی بريد سره مخامخ شو٠
اوس په افغانستان کی د کانادا څه نا څه دوه زره او پنځه سوه سرتيري ميشته دی٠ له ٢٠٠٢ کال راهيسی د دغه هېواد دری پنځوس تنه سرتيري د افغانستان په جنوب کی د بريدونو په ترڅ کی وژل شوی دي٠