<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-12 18:30:18    
د جيانګ شي په ولايت کې د ليو کن لرغونی کلی

cri

چين ته د سفر پروګرام په ننۍ کړۍ کې به د کارپوهانو په اند د چين د لومړني لرغوني کلي په هکله معلومات واوري

د ليو کنګ کلی چې د چين د منځني ولايت جيانګ شي د فو جو ښار د له ان په ولسوالۍ کي پروت دی ، په لسمه پيړۍ کې جوړ شوی او تر اوسه پوري زر کلن تاريخ لری . دغه کلی نژدی څلور مربع کيلومتره پراخوالی لری او پنځه سوه ودانۍ پکي ولاړې دي چې په بيلا بيلو تاريخي دورو کې جوړې شويدي . د کليوالو په وينا د کلي په منځ کې له ختيځ څخه تر لويديځ پوري په اوږدو يوه او په سور اوه کوڅې پرتې دي او نورې کوچنې کوڅې هم شته . د کوڅې په سر او پاي کې د څارنې جګ برجونه ولاړ دي .

د کلي په لويديځ کې د جوان يون په نامه يوه لرګينه ودانی لېدل کېږي چې اته سوه کاله دمخه د سونګ امپراطوري لړۍ په ملي ازموينه کې د لومړي ګټونکي لپاره جوړه شوې وه . د دونګ شيوي شن په نامه نومی يو بزګر په کې څلويښت کاله مخکې اوسيده او لا تر اوسه هم ددې ودانۍ په لومړي پوړ کې لاسي شيان پلوري . دونګ شيوي شن له ديارلس کلنۍ څخه د لاسي شيانو په جوړولو پيل کړی او د لس ګونو کلونو زده کړې له برکته داسي خولۍ جوړوي چې په پخوا زمانه کې به يوازې د ملي ازموينې لومړي ګټونکي په سروله . دغه ډول ځانګړی خولۍ د يوې اونۍ په ترڅ کې اوبدل کيږي او بيه يي دوه سوه يوانه ده . البته سيلانيانو ته د عکس اخيستلو لپاره هر وخت تياره وي . بزګر دونګ وويل د جوان يون خولۍ په ځانګړي ډول د

سيلانيانو لپاره د عکس اخيستلو يعني په سفر کې د يوې ښې خاطرې لپاره

جوړيږي ځکه چې دغه ډول خولۍ يوازی زمونږ په کلي کي موندل کيږي . سيلانيان په تيره بيا د چين له تايوان او هانکانګ څخه راغلي سيلانيان دغه ډول خولۍ ډيرې خوښوي .

د کلي ټولې کوڅې په ډبرو پوښل شوې او په دواړو خواوو کې يې کتار په کتار جګې جګې لرغونې ودانۍ ولاړې دي او د ودانيو دپاسه د اور خپراوي د مخنيوي لپاره جګ جوړ شوي ديوالونه تر سترګو کيږي چې دا ډول ديوال يوازې په جنوبي چين کې ليدل کيږي . د کلي يوه بله ځانګړتيا دا ده چې شخصي ښوونځي په کې ډير دي چې شحېږې حتی اوه ديرشو ته رسيدلي دی . دا په لرغونې زمانه کې ښوونې ته د دې کلي د وګړيو له خوا د ډيرارزښت يوه نښه هم وه . د دغو ښوونځيو تر منځ د وو ګيوي په نامه ښوونځی ډير مشهور دی او د تاريخي سندونو له مخې له دي ښوونځي څخه فارغ شوي پنځه زده کوونکي په درباري ازموينه کې شامل شوي وو ، نو دغه ښوونځی د وو ګيوي په نامه ونومول شو چې وو په چيني ژبه د پنځو او ګيوي د اتل معنی لری . يوه چيني اصطلاح ده چې وايي پنځه اتلولۍ ته رسيږي په بله وينا د پنځو ساحو اتلولي د ګټلو معنی لری ، دغه اصطلاح له همدغه ښوونځي څخه راغلي ده . رښتينی حقيقت دا و چې په نولس سوه او څلور ديرشم کال کې د دغه کلي له يوې کورنۍ څخه پنځه تنه په يوه ازموينه کې بريالي شول .

د ليو کن په کلي کې د دونګ نومي کورنۍ نيکه ګانو د يادګار يو معبد شته چې شپږ ديرش کاله دمخه جوړ شوی او اوه زره مربع متره پراخوالی لري . خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې دغه معبد په نولس سوه او اوه ويشتم کال کې وسوځيد او تر اوسه

پوري يې يوازي پنځه جګ ډبرين ستنې او د معبد په وړاندي دوه ډبرين زمري پاتي دي .

که د دونګ کورنۍ وپيژنئ ، کيداي شي چې د دې کورنۍ د نسب لړۍ وګورۍ ځکه د ليو که کلي په مسطحه نقشه کې، د ساختماني ودانيو د ترتيباتو نقشه ، د کلي د مشهورو څېرو نومونه او د خطاطۍ اثار پکي ليدل کيږي . کليوال دونګ جي مين وويل د نسب دغه لړۍ زمونږ د کلي تاريخ دی او کيداي شي چې نيکه ګانو کله سترې کارنامې ترسره کړې وي ، دوي زمونږ فخر او وياړ دی او د نسب د دغې لړۍ ساتنه زمونږ د کورنۍ لپاره د يووالي رول لری .

محترمو اوريدونکو ، د ليو که په کلي کې پر لرغونو ودانيو او کوڅو برسيره د کليوالو ژوند هم له لرغونو دودونو څخه ډک دی . خبريال وليدل چې په کلي کې څلورو سپين سرو د شپيتو لرغونو سکو په وسيله لوبه کوله چې دغه لوبه زر کاله دمخه د دغه کلي د جوړيدو په لومړيو وختونو کې اختراع شوې وه . دغه راز د ليو که په کلي کې له لوبيا څخه جوړ شوي خواړه او يو ډول مالګين کب هم ډير شهرت لری .