<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-13 19:56:07    
په يي وو کې افغان سوداګر

cri

د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکيو د رانژدې کيدو له امله لا زيات افغانان د سيلانۍ ، زده کړې ، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره چين ته راځي . يي وو ښار چې د چين د جه جيانګ ولايت په مرکزي سيمه کې پروت دی ، په وروستيو کلونو کې د وړوکيو توليداتو د معاملې له امله په نړۍ کې ډير شهرت موندلی او مخ په زياتيدونکي بهرني سوداګران يي راجلب کړي دي چې يوه برخه يي افغان سوداګران دي . د پروګرام په دې کړۍ کې به يو افغان سوداګر حاج ګران سخی تاسو ته دروپيژنم

حاج ګران سخي سږ کال څلويښت کلن دی او له لغمان ولايت څخه راغلی دی ، ده وويل له دوه زره او دوهم کال مخکې يي د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په مرکز اورومچي ښار کې يو شرکت جوړ کړ او ورپسې يي په يي وو کې د اې ايس ايس په نامه يوه بله تصدۍ پرانيستله . د پښتو خپرونې همکارې غاټول د يي وو په يو بازار کې له ښاغلی سخی سره کتلی او له ده سره يي يوه لنډه کړې ده . ده وويل د کار و بار د زياتولي له امله مې په يي وو کې يو سوداګريز شرکت جوړ کړ ، د خوښۍ ځای دی چې زما کار و بار له افغانستان څخه پرته نورو هيوادونو مثلا روسيې او اوکراين ته هم پراخ شوی دی

د اوو کلونو پرمختګ په رڼا کې د اې ايس ايس شرکت د بريښنايي توکيو او د ژوند د اړتياوړ شيانو د معاملو په ساحه کې زياتې ګټورې تجربې راغونډې کړې او کار و بار يي له يي وو څخه نورو هيوادونو او سيمو ته پراخ شوی دی . د ښاغلي ګران سخي په وينا دده د شرکت غښتليتوب او پياوړتيا د

بهرنيو سوداګرانو لپاره د چين حکومت لخوا له پلی شوی امتيازې تګلارې سره نژدی تړاو لری .

د چين حکومت زموږ لپاره زياتې امتيازې تګلارې جوړې کړي او پر وخت يي زموږ د ستونزو او مشکلاتو د ليري کولو لپاره مرستې برابرې کړيدي .

د معلوماتو له مخې پر دغو امتيازي تګلارو برسيره د يي وو ښاروالۍ هم د بهرنيو سوداګرانو کار و بار ته د يوې ښې زمينې برابرولو لپاره ډول ډول تاسيسات بشپړکړي دي ، د مثال په توګه لوی نړيوال سوداګريز بازار ، اسلامی رستورانتونه ، د دوو ژبو په کارولو سره ځانګړي ښوونځي او دغه راز جوماتونه يي جوړ کړي چې له امله يې د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه زيات بهرني سوداګران دغه ښار ته راغلي دي په تيره بيا زيات شمير عربان ، پاکستانيان او افغانان راجلب شويدي . له دوی څخه زياتو کسانو په يي وو کې فابريکې جوړې کړي او د دايمی استوګنې لپاره يي کورونه اخيستي دي . ښاغلي ګران سخی نه يوازی د نړيوالې سوداګرۍ په ودانۍ کې خپل دفتر اخيستی ، بلکې خپله ښځه او د ښځې ورور ، زامن او کشر ورور يي هم يي وو ته بيولې دي . نن ورځ ددوی کورنی په دغه ښار کې په خوشحالۍ سره ژوند کوي . په چين کې د خپل ژوند د يادونې په وخت کې ښاغلي ګران سخي وويل اوس زما کور په يي وو کې دی ، زامن می د دوو ژبو په ښوونځي کې د چيني او انګليسي ژبو زده کړه کوي ، په ښوونځي کې چيني زده کوونکي په صميمانه توګه دوی ته لاو وای وايي چې په چيني ژبه د بهرنيانو لپاره د احترام وړ نوم دی . خو په لومړي وخت کې می زامن پرې نه پوهېدل چې په پايله کې يي له چيني همټولګيو سره لانجه رامنځته شوه. د يي وو وګړي ډير ميلمه پال خلک دي ، نه يوازی د ژوند په برخه کې ، بلکې د سوداګرۍ په ساحه کې زموږ سره ډيره مرسته کوي چې دا له يي وو سره زما د مينې رښتينی لامل دی .

پيغله چن يوه ژباړونکې ده او اصلی ټاټوبی يي وو دی . دې له زياتو بهرنيو سوداګرانو سره د ملګريتوب اړيکې ټينګې کړي دي . د ښاغلي ګران سخی د يادونې په مهال پيغلې چن وويل . د يوې ژباړونکې په توګه نه يوازی د بهرنيو سوداګرانو لپاره د ترجمې خدمت کوم ، بلکې د ژوند په هره ساحه کې د ژبو توپيرونو له امله د رامنځته شويو ستونزو د حل لپاره له دوی سره مرسته هم کوم چې له امله يي زمونږ منځ دوستي ټينګه شوېده . ښاغلي سخی او دده د کورنۍ ټول غړي ډير ميلمه پال دي او له دوی سره د چلن له امله ډېره خوشحاله يم .

د يي وو د سوداګريزو لارو په دواړو غاړو کې چيني او اسلامي رستورانتونه او مغازې يو د بل تر څنګ ولاړې دي او کله نا کله ښکلي عربی يا پاکستاني سندرې اورېدل کيږي . له بېلا بېلو هيوادونو څخه راغلي سوداګران او يا سيلانيان ځي او راځي . هلته د خبريالې سترګو يو نړيوال سوداګريز ښار ليدل کيږي .