د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د اپريل په دوولسمه نېټه وويل د دغه هېواد د شمال لويديځ په جنوبی وزيريستان سيمه کې نژدی دری سوه تنه بهرني وسله وال کسان له ځايی قبايلی اوسېدونکو سره د وسله والو نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ولسمشر مشرف نوموړې څرګندونې په اسلام اباد کې د دفاع چارواکيو په يو نړيوال سيمينار کې وکړې. هغه د ځايی قبايلی اوسېدونکو د نوموړي عمل ستاينه وکړه. ده زياته کړه چې د پاکستان پوځ د ځايی اوسيدونکو په بلنه د دغو وسله والو نښتو په ترڅ کې له دوی سره مرسته کړې ده.