<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-13 18:15:18    
د نړۍ لوي او مشهور نمايش نامه ليکوال ويليام شاکس بير

cri

ويليام شاکس بير د انګلستان په ادبي تاريخ کې لومړي لوي شاعر او نمايش نامه ليکوال او په اوولسمه پيړۍ کې د اروپا د ادبياتو او هنر د احيا کولو په موده کې يو مشهور ليکوال هم و ٠

شاکس بير د ١٥٦٤کال د اپريل په ٢٣ نيټه د انګليستان د واويک ايالت د ستراتف په علاقه داري کې وزيږيد ، او په ١٦ کلنۍ کې هغه له کور څخه ولاړ او په کار يې پيل وکړ٠ هغه په دکان کې د شاګرد په توګه کارکړې و او هم په کليو کې په ابتدايي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کاروکړ٠ ، په ١٥٨٦ کال کې شاکس بير لندن ته ولاړ او په لندن کې د خپل يوه وطنوال سره مخامخ شو، دنوموړي وطنوال په سپارښتنه شاکس بير په يوه تياتري هئيت کې شامل شو او په تياتر کې يې مختلف کارونه وکړل ، وروسته له هغه شاکس بير د هنرمند ، نمايش نامه ليکوال او د يوه شرکت سهام لرونکي وشو ٠

شاکس بير په ١٨ کلنۍ کې د نجلۍ هاسوي سره واده وکړه ، ددوي ترمنځ د عشق په باب يوه کيسه هم وه چې وايي د يوه کال په دوبي کې شاکس بير په ځمکه کې کارکاوه ، خو د لمر د ګرمي له امله هغه بې حسه شو ، د شاکس بير سپی چي ورسره و د سړک پر خوا وغپل چې په همدې وخت کې نجلۍ هاسوي له دې ځای څخه تيريده ، هغې د سپي د عو عو اواز واوريد ، نو سمدستي يې د شاکسبيرپه لورې منډه وکړه او هغه يې خپل کور ته يووړ او بيا يې شاکسبير ته اوبه وروڅښلې او هم يې شاکسبير ته پکې وواهه ٠ کله چې شاکسبير له بې حسې څخه راويښ شو زړه يې د نجلۍ هاسوي د مننې د احساساتو څخه ډک شو، د هغه وخت نه وروسته په بله ورځ شاکس بيار په

جهيل کې ساعت تيري کوله ، په دې ځاي کې شاکسبير بيا د نجلۍ هاسوي سره مخامخ شو، دواړو په بيړۍ کې په ډيرې خوښۍ سره خبرې کولې ، ناڅاپه سخت باد ولګيد ، په دې باد کې د شاکس بيار کوچنۍ بيړۍ سرچپه شوه او شاکسبير هم له بيړۍ څخه اوبو ته ولويد، په دې وخت کې هاسوي فورأ د شاکسبيرد ژغورلو دپاره خپل ځان په جهيل کې اوبو ته وغوزاوه او شاکس بيار يې له اوبو څخه غاړې ته ورساوه ، د نوموړي پيښې نه وروسته شاکسبير د نجلۍ هاسوي سره ډيره ژوره مينه او عشق راپيدا وکړ، څرنګه چې نجلۍ هاسوي د شاکسبير څخه مشره وه ، د شکسبير سره د واده کولو څو غوښتنې يې ردې کړې ٠ خو په پاي کې د شاکسبير د ټينګار له امله شاکسبير د نجلۍ هاسوي سره د ١٥٨٢ کال د نوامبر په مياشت کې نکاح وکړ ٠

شاکسبير په خپل ټول عمر کې ٣٧ نمايش نامې او ١٥٤ شعرونه وليکل ،په همدې موده کې شاکسبير د عصر د روح په نامه ياديده او اثار يې په څه دپاسه اويا خارجي ژبو ژباړل شول ، تر اوسه پوري په نړۍ کې هيڅ ليکوال هم نشته چې اغيزه يې د شاکسبير تر اغيزې پراخه او ژوره وه ٠

د شاکسبير په ټولو اثارو کې د تراژدي ډرامونو ډير مهم مقام نيولی دی چې په دې جمله کې يې څلور ډرامې ډيرې مهمې او مشهورې دي او نومونه يې هامليت ، اسيلو ، پاچا لير او مکبيت دي ، نوموړي څلور ډرامې په نړۍ کې د تراژدي د ډرامو په قطار کې ډيرې مشهورې دي ،د هامليت په نامه ډرام تر ټولو نه غوره او وتلی ډرام دی ، کله چې دهامليت په نامه نمايش نامه له چاپه ووتله سمدستي د خلکو لخوا يې تود هرکلي وشو ، په ١٩٤٨ کال کې د برتانيې مشهور لوبغاړي نلاولونس اليفو

ددې ډرامې څخه فلم جوړ کړ او ننداره چيانو ورسره ډيره مينه وښودله ، په همدې کال کې نوموړي فلم د اوسکار جايزه ترلاسه کړه او په دې فلم کې د وتلي نمايش له امله لوبغاړي لاولنس اوليفور د فلم د پاچا لقب ترلاسه کړ او دې فلم نه يوازي د فلم لوبغاړي ته بلکې ليکوال شاکسبير ته افتخار او شهرت رسولی دی ٠

د ١٦١٢ کال په شاوخوا کې شاکسبير د لندن څخه خپل اجداي کور سترافت علاقه داري ته بيرته ولاړ او د ١٦١٦ کال د اپريل په ٢٣ نيټه د ناروغۍ له امله شاسبير له دنيا څخه سترګې پټې کړې ٠ د مړينې نه وروسته د شاکسبير په پلرني ځای کې د شاکسبير په نامه مرکز او د ډرامو فيستوال جوړشول ، پرته له دې څخه د نړۍ په زياتو ځايونو کې همدا شان فيستوالونه هم جوړشوي دي ، لکه د فرانسې لوي او مشهور ليکوال ويکتور هوګو وويل د شاکسبير د زيږيدو په اثر په نړۍ کې هنر ، ساينس ، فلسفې او ټولنې نويوالی موندلی دی ٠