سږ کال د چين او جاپان ترمنځ د سياسی اړيکو د عادی کېدو له ٣٥ کاليزې سره برابر دی او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري چارو او سپورتی لوبو د تبادلې کال په توګه ټاکل شوی دی. په دې هکله به په چين او جاپان کې يو لړ اړوند فعاليتونه تر سره شي چې له مخې يې د دواړو هېوادونو خلکو ترمنځ راکړه ورکړه او پوهاوی پياوړی شي.
د چين د کلتور وزارت له نورو هېوادونو سره اړيکو ادارې مشر ځانګ ای پينګ څرګنده کړه چې د چين حکومت ياد شوی فعاليت ته په درنه سترګه ګوري. ده وويل:
تېر کال د جاپان صدراعظم شينزو ابی له چين څخه ليدنه وکړه او د چين له صدراعظم ون جيا باو سره يې ياد شوی فعاليت وټاکه. ورپسی د چين د کلتور وزير سيون جيا ځېنګ په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوه چې موخه يې د دغه فعاليت له لارې د چين او جاپان وګړو ترمنځ پوهاوی،دوستی او تبادلې پياوړتيا ده.
جاپان هم دغه فعاليت ته په درنه سترګه ګوري او د تېر کال په ديسمبر کې يې په دې اړه يوه کمېټه جوړه کړه.د دغې کمېټې مرستيال اکيرا کونو وويل
د دغه فعاليت موخه دا ده چې د جاپان او وګړو په اړه د چين خلکو ته د نوې بڼې معلومات ورکړل شي او د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د تبادلې او پوهاوي د پياوړتيا لپاره د جاپان ډېرو وګړو ته د چينی کلتور په اړه معلومات ورکړل شي.
دغې کمېټې د تېر کال له ديسمبر څخه د روان کال تر جنوری پوری د جاپان حکومت
په ډېرو انټرنېټ پاڼو کې د دغه فعاليت د نښې او شعار غوښتنه کړی چې په پای کې د جاپان له کيوتو څخه د ميوکی کاګايا له خوا طرحه شوی نښه او د چين له هو بې ولايت څخه د هوانګ شين ګوه له خوا برابر شوی شعار يعنی د زړو انتظار او د نويو راتلونکی بريالی شوی دی.
د روان کال د اپرېل په ٥ نېټه د جاپان مشهوره لوبغاړي او سندر غاړي نوريکو ساکاي او د پينګ پونګ لوبغاړي ای فوکوهارا په جلا جلا توګه د جاپان د کلتور او سپورتی لوبو د ځانګړيو استازيو په توګه وټاکل شول. ای فوکوهارا وويل
هره کله چې په چين کې د پينګ پونګ لوبه کوم، زما کچه لوړېږي.هيله لرم چې په راتلونکی کې د پينګ پونګ لوبې له لارې ډېر نور چينی ملګری وپېژنم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګتيا کې د يو پل رول ولوبوم.
د چين د کلتور وزارت د نورو هېوادونو اړيکو د ادارې مشر ځانګ ای پينګ د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل
-د نا مادي کلتوری ميراثونو په موضوع د دغه فعاليت د پرانيستونکو مراسمو ننداره به د اپرېل په ١٢ نېټه تر سره شي او د چين صدراعظم ون جيا باو او د جاپان صدراعظم شينزو ابی به پکې ګډون وکړي.
اکيرا کونو وويل ياد شوی فعاليتونه به هرومرو د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوی او دوستی د ژورتيا لپاره ګټور وي.