<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-14 19:22:22    
چين به لازيات ښاری ډاکتران کليوالو سيمو ته وليږي

cri

د چين د روغتيايی چاور وزير ګاو چانګ په وروستيو ورځو کې وويل چين به له نن څخه لازيات ښاری ډاکتران کليوالو سيمو ته وليږي چې په ښارونو او کليوالو سيمو کې د طبی سرچينو د نابرابرۍ حالت بدل شی او په کليوالو سيمو کې د طبی خدمتونو سويه لوړه شی .

د چين په سلو کې ٨٠ طبی سرچينې په ښارونو کې موجودې دي او يوازی په سلو کې ٢٠ يې په کليوالو سيمو کې پاتی دي .د وروسته پاتې طبی شرايطو د بدلون لپاره چين پلان لري چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې به په کليوالو سيمو کې د روغتيايی تاسيساتو د أبادۍ لپاره ٣٠ مليارډ يوانه ولګوي . له ٢٠٠٥ کال راهيسی د چين د روغتيايی چارو څانګو هم د طبی خدمتونو او فنی روزنې لپاره لس زره تنه ښاری ډاکتران کليوالو سيمو ته ليږلي دي .

د کليوالو ډاکترانو پر روزنې سربيره د چين حکومت په ټاکلی وخت کې د وړيا روغتونونو ډاکتران کليوالو سيمو ته ليږلي دي .د چين د روغتيايی چارو وزير ګاو چانګ د دغه حالت د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.......) حکومت د منځنيو او لويديځو سيمو د ٥١٨ ښارونو د لويو او منځنيو روغتونونو لس زره ډاکتران د ولسواليو روغتونونو ،د چينې درملنې روغتونونو او ١٣٠٠ کليوالو روغتونونو ته ليږلي دي چې له امله يې دوه مليونه تنه بزګرانو تری ګټې تر لاسه کړې او دغه راز پنځه لکه او شپېته زره سيمه ايز ډاکتران روزل شوي او د طبی تخنيک سويه لوړه شوې ده .

په همدی وخت کې د ښاری ډاکترانو د مرستې له امله د کليوالو ډاکترانو فنی سويه هم لوړه شوې ده . ښاری روغتونونو د طبی خدمتونو پر تر سره کولو او فنی روزنې سربيره د کليوالو روغتونونو د ادارې توان د لوړوالي ،د مقرراتو او نظامونو د بشپړتيا او د خدمتی عملياتو د معياري کيدو لپاره هڅه کړې ده چې له امله يې نه يوازی د چين په کليوالو سيمو کې د طبی موسسو خدمتی توان لوړ شوی او هم په درملنه کې د بزګرانو ستونزې کمې شوې دي .

د چين حکومت د طبی خدمتونو د برابرولو په برخه کې کليوالو سيمو ته د ښاری ډاکترانو د استولو د هڅونې ترڅنګ دغو ډاکترانو ته امتيازی تګلارې پلی کړې دي او د حکومت د ماليې څانګو هم ور ته اقتصادی مرستې برابرې کړې دي .د چين د ماليې مرستيال وانګ جو ن وويل په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کلونو کې د چين مرکزی حکومت د ماليې څانګو په جلا جلا توګه د دغو ډاکترانو د ليږلو او ورته د معاشونو د ور کولو لپاره په ترتيب سره ١٣٥ مليونه يوانه او ٢٧٠ مليونه يوانه لګولي دي .د سمه ايزو حکومتونو دماليې څانګو هم مرستندويه پيسی برابرې کړې دي .له نن څخه به د مرکزی حکومت د ماليې څانګې د کليوالو سيمو له روغتيايې چارو سره د مرستې لپاره د لس زرو تنه ډاکترانو د ليږلو پلان پلی کولو ته دوام ور کړي او د دی لپاره به لازياتې پيسې ولګوي .

د چين د روغتيايی چارو وزير ګاو چانګ وويل له دوو کلونو راهيسی کليوالو سيمو ته د ښاری ډاکترانود ليږلو کارونو ښې پايلې تر لاسه کړې دي چې له مخې يې د چين د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ د طبی پرمختګ د نابرابرۍ مسئله حل شوې ده .