د سين هوااژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د اپريل په ديارلسمه نيټه په کابل کې د يوی مطبوعاتی اعلاميی په خپرولو سره وويل د دغه هېواد حکومتی پوځ او ائتلافی ځواکونو د روانې مياشتی په دوولسمه نيټه په جنوب کې پر طالبانو باندی سخت بريد وکړ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه پنځه دېرش تنه وسله وال کسان ووژل شول .
د اعلاميې له مخې په هغه وخت کې د افغانستان حکومتی پوځ او ائتلافی ځواکونو د هلمند ولايت په يوه سيمه کې د طالبانو له وسله والو څو ډلو سره نښتې وکړې چې جګړې د پنځه ساعتونو لپاره دوام درلود .