د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهوری سندرغاړی شان شيو ژونګ له خوا ويل شوی د چين د بېلا بېلو قومونو للو وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د چين د هان قوم للو واورو٠
( سندره ١ )
د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کی للو شته چی د خوږ او بزمی غږ له لاری پکی ماشوم ته د مور مينه څرګندېږی٠ د بېلا بېلو ځايونو للو خپله ځانګړتيا لری او د چين د بېلا بېلو قومونو او سيمو للو هم خپل ځانګړی ډولونه لری٠
شان شيو ژونګ د چين مشهوره سندرغاړی ده چی د ډېر شمېر فلمونو سندری يی ويلی دی٠ د هغی له خوا ويل شوی ولسی سندری د رښتينو احساساتو له لاری اوريدونکی راجلبوی٠ اوس به مونږ په ګډه د شان شيو ژونګ له خوا ويل شوی د مغولی قوم للو واورو٠ په دغه سندره کی د ماشوم لپاره د مور برکت څرګندېږی٠
( سندره ٢ )
د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د جوانګ قوم للو واورو٠ د جوانګ قوم خلک د چين په جنوب لويديځه سيمه کی ژوند کوی ٠دوی په سندرو ويلو او نڅا کی ډېر ټکره دی چی تقريبأ هر کس يی غرنۍ سندری وايی٠ د جوانګ قوم للو خوندوره او ارام ده چی په دی کی هم ماشوم ته د مور ژوره مينه هم څرګندېږی٠
( سندره ٣ )