<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-15 20:08:10    
د انسان د عمر د کنترول عوامل څه دی؟

cri

د عالمانو په نظر په تيوريکی توګه د انسان عمر يو سلو شلو کالو ، د کشپ عمر يو سلو پنځوسو کالو او د سپی عمر شلو کالو ته رسيدای شی چی د بېلا بېلو ژويو د عمر توپير د جنين له خوا پريکړه کېږی ٠ اوس عالمانو له ځينو ډولونو ژويو او نباتاتو څخه هغه جنين پيدا کړيدي چی ځينی يی د عمر د اوږدوالی او ځينی يی د عمر د لنډوالی سره اړيکی لری٠ د عالمانو د نوی څېړنی نتيجه دا ده چی د متابوليزم ګړنديتوب د عمر د اوږدوالی لپاره ګټه لری چی متابوليزم په وجود کی د غذايی موادو د هضمولو او د انرژۍ د جوړولو د سرعت مانا لری٠ د بريتانيا عالمانو د ٤٢ موږکانو د ازموينی له لاری دا نتيجه لاس ته راوړي ده چی د هغو موږکانو عمر چی د متابوليزم بهير يی چټک دی، د هغو موږکانو نه دری چنده اوږدېږی چی د متابوليزم بهير يی ورو ورو دی٠ دغه کشف د پخوانی تيوری لپاره يو ننګ دی ځکه چی پخوانی نظر يی دا وی چی هغه ژوندی موجودات چی د متابوليزم بهير يی چټک دی، لنډ عمر لری٠ مثﻵ د فيل عمر د نورو هغو ژويو نه لنډ دی چی وجود يی د فيل نه کوچنی دی٠ اوس عالمان غواړی چی دغه تيوری د انسان لپاره استعمال کړی څو چی د متابوليزم د بهير د چټکولو له لاری د انسان عمر اوږد شی٠

د زياتو عالمانو په نظر د هغو کسانو عمر چی کم خوری ، اوږدېږی ٠ د امريکا په يوه پوهنتون کی دا أزموينه سر ته ورسيدله چی ددی أزموينی له مخی د هغه موږک عمر چی د نيم لوږی په حال کی دی، د موړ موږک نه يو چنده اوږد دی٠ د څېړنی له مخی د ګدايانو روغتيا د بډايانو نه ښه ده، علت يی دا دی چی دوی عمومأ د نيم

لوږی په حال کی دی، کم انتی بيوتيک خوری او په کولمو کی د هاضمی لپاره ګټور ميګروبونه ډېر دی چی دغه ټول د روغتيا لپاره ډېره ګټه لری٠

أيا په نړۍ کی د عمر د اوږدوالی درمل شته که نه ؟ البته د نه مړه کيدو حياتی اکسير نشته، خو هغه دارو درملونه پيدا کيږی چی تر يوی اندازی پوری د انسان د وجود ضعيفوالی ځنډوی او عمر يی اوږدېږی٠ بر سيره پر دی د انسان په عمر باندی د هورمون اغيزه هم د توجه وړ ده٠ د انسان لپاره د ودې د هورمون ترشح د عمر د اوږدوالی سره سم کميږی چی په نتيجه کی وزن يی دروند کيږي، کلسترول يی بدليږي، د ناروغيو په مقابل کی د مصؤنيت قوت ضعيف کيږی حتی د زړه په ناروغی اخته کيږی يا له نورو تکليفونو سره مخامخ کيږی٠