<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-16 17:03:52    
د شينجيانګ شاعره او انځورګره ميرمن جويا

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د چين د شينجيانګ يوه مشهوره انځورګره او شاعره دروپيژنو، دغه شاعره جويا نومېږی٠

ميرمن جويا په شينجيانګ کی د مغول قوم يوه انځورګره ده٠ هغې له ١٩٩٢ کال څخه د شينجيانګ د پوهنې پوهنځی په هنری ټولګی کی د انځور کښلو په زده کړه پيل وکړ ، اووه کلونه وروسته يې د شينجيانګ د ښوونکيو روزنې د پوهنتون په علمی سالون کی په بريالی توګه د انځورونو ځانګړی نندارتون ترسره کړ او د جويا د لاسليکنې په نامه يې د نثرونو يوه مجموعه هم چاپ کړه٠ جويا د پيغليتوب پر وخت په يو منځنی ښوونځی کی د چينی ژب پوهنې ښوونکې وه، له واده وروسته يې د بېلا بېلو لاملونو له مخې له دغې دندې استعفا وکړه او د کور ميرمنې په توګه يې د لسو کلونو لپاره ژوند تير کړ٠ په دغو لسو کلونو کی هغې د انځور کښلو او شعر ليکلو په زده کړې پيل وکړ او حتی د اوميدوارۍ په موده کی به يې هره ورځ د څو ساعتونو لپاره تمرينونه کول او د خپل ماشوم له نيم کلنۍ وروسته به يې هغه په غېږ کې نيوه او دې به شعرونه ليکل او انځورونه به يې کښل٠ هغې غوښتل چې د انځورونو او شعرونو په وسيله خپل ښکلی احساسات څرګند کړی٠ دې وويل :  ٌ هر څوک د ناپاکو احساساتو په لرلو سره ښکلی انځور نشی کښلای ، که غوره اخلاق او پاکه روحيه ولری، نو هغه به زمونږ له دنيا ، خپل ځان او نورو وګړيو سره مينه ولری ٠ زما په أند عزت د انځور بنسټ دی، انځورونه د انځورګرانو د اخلاقو څرګندونه ده٠ ٌ

ميرمن جويا په ١٩٩٢ کال کی د کانکور ازموينې له لای د شينجيانګ د پوهنې پوهنځی د هنرونو په ټولګی کی داخله شوه او په دوو کلونو کی يې د زده کړو او کوششونو له امله د انځورونو کښلو مهارت ډير لوړ شو٠ په ١٩٩٨ کال کی هغې د شينجيانګ د ښوونکيو روزلو په پوهنتون کی د انځورونو يو ځانګړی نندارتون پرانيست٠ د دغه پوهنتون د نقاشيو پوهنځی پروفيسر وان شی چن وويل :  ٌ ما د هغې زيات انځورونه وکتل او د دې زيات شعرونه مې ولوستل ، زما په أند ميرمن جويا له انځورګرانو څخه يوه راغلې شاعره او له شاعرانو څخه يوه راغلی انځورګره ده ، ځکه چې هغې په دغو دوو برخو کی غوره برياليتوبونه ترلاسه کړې دي٠ هغه يوه ذاتی او استعاداد لرونکې انځورګره ده٠ کله چې د دې انځورونه ګورم ، د ښاپېريو ټاټوبي ته چې ننوځم ٠ هغه په روانه ژبه طبيعی ګلان، واښه او ونې له وګړيو سره يو ځای کوی او په طبيعی شيانو کی وګړی ترسيموی٠ ويل کيږی چې د دې له انځورونو څخه د انسانانو او طبيعت ترمنځ اړيکی په ډير ښه توګه څرګنديږی٠ ٌ

د اصلی پلان له مخی، د ميرمن جويا د انځورونو ځانګړی نندارتون بايد د پنځو ورځو لپاره دوام کړی وی، خو په نتيجه کی د نورو پنځو ورځو لپاره وځنډيد٠ هره ورځ څه نا څه پنځه سوو نندارچيانو دغه نندارتون کاته او حتی زيات نندارچيان د نندارتون د کتلو لپاره له ډيرو ليری ځايونو څخه د وروموچی ښار ته تلل٠ په تيره بيا د شينجيانګ پوهنتون ښوونکو څو څو ځله زده کوونکي هڅول چې دغه نندارتون وګوری او د انځورونو مفکوری محتويات احساس کړی٠ نقاشې جويا خبريال ته وويل :  ٌ زه له ښکلا سره ډيره مينه لرم او د زړه له کومی غواړم چې د خپلو انځورونو په وسيله زمونږ د ژوند او طبيعت ډير ښکلی شيان څرګند کړم٠ هر کله چې وخت لرم ، په چوپتيا سره انځورونه کاږم او شعرونه ليکم چې له دې څخه د خوشحالۍ او خوږوالی خوند اخلم ٠ ٌ

دا چې ميرمن جويا د شعرونو او انځورونو د ژورې روحيې او ښکلی نيت د څرګندولو لپاره هڅه کوی، د نندارچيانو او کتونکو لخوا ستايل شوې ده او په دې ترڅ کې هغې پخپله هم په ژوند کی له زياتو کارونو او شيانو څخه ډير ښه احساسات موندلی دي٠ څرنګه چې هغه په خپلو انځورونو او شعرونو کی د انسانانو او طبيعت همغږی ژوند د يوې دايمی مسئلې په توګه ترسيموی، نو د شينجيانګ د شاعرانو او انځورګرانو ټولنه ور ته پراخه او بی سارې پاملرنه کوی٠ د شينجيانګ مشهور ليکوال چن مو وويل :  ٌ د ميرمن جويا شعرونه او نثرونه د ښکلی او پاکې روحيې او لوړو اخلاقو څرګندونه ده، زه د هغې له أثارو سره ډيره مينه لرم ٠ هان دوه کلونه مخکی می د دې د ادبی أثارو د چاپولو په هکله پلان درلود٠ هيله لرم چې لا زيات وګړی د دې له نثرونو او شعرونو څخه خوند واخلی٠ ٌ

د شينجيانګ د خاورې ټولې طبيعی منظرې او د انسانانو غوره اخلاق ګام په ګام د ميرمن جويا په انځورونو او شعرونو کی نغښتل شوی دی او د دې دغو أثارو هم ورځ په ورځ لا زيات کتونکي او لوستونکي راجلب کړي دي٠

ګرانو اوريدونکيو، شينجيانګ ته د کتنی نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د شينجيانګ هنرمنده جويا په عمده توګه په کومو کومو کارونو بوخته ده؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی د دغې پوښتنې سم جواب راولېږئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلور تنو سم ځواب ورکوونکيو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو، ستاسی د برياليتوب په هيله ! روع او خوشحاله اوسئ !