<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-16 17:21:26    
د چين په کليوالو سيمو کې پولی اصلاحات

cri

ګرانو اوريدونکيو .په کليوالو سيمو کې پولی اصلاحات د چين د پولی اصلاحاتو يوه مهمه برخه ده .په وروستيو کلونو کې د چين د پولی چارو د څارنې او ادارې څانګې کليوالو سيمو ته د بانکی چارو د پولی موسسو د ننوتلو اړونده تګلاره تنظيم کړې او د دغو سيمو په پولی موسسو کې يې د بېلا بېلو خواوو د پانګونې هڅونه کړې چې له مخې يې اته سوه مليونه بزګران شتمن شی .دغه راز داسی نوی پولی سازمانونه چې د کليوالو سيمو له ځانګړيتوب سره سمون لري ،هم په پر له پسی توګه رامنځته شوي دي .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو سازمانونو په باب معلومات وړاندی کړو .

د تېرۍ پيړۍ د نهمې لسيزې له منځنۍ مودې وروسته د چين بېلا بېلو بانکونو د پورونو له احتمالی خطرونو څخه د انديښنې له امله ګام په ګام له کليوالو سيمو څخه وتلي چې له امله يې په دغو سيمو کې د پورونو ور کولو خدمتونه له ستونزو سره مخامخ شوي و،خو اوس دغه حالت بدل شوی دی .

د روان کال د مارچ په لومړی ورځ د چين د سی چوان او جي لين په ولايتونو کې دری نوې مالی موسسې يعنی د کليو او علاقه داريو بانکونه رامنځته شوي چې د اقتصادی پرمختګ د اړتياوو د پوره کولو په موخه کليوالو سيمو ته ځانګړی پولی خدمتونه کوي .د جي لين ولايت د دونګ فونګ سيمې د چنګ شن کلی د دغه بانک عمومی مدير دينګ شيو بو خبريال ته وويل چې زمونږ بانک د بزګرانو لپاره په توليدی بهير کې د پورونو ورکولو لپاره جوړ شوی چې له امله به يې بزګران ژر تر ژره

شتمن شی او د نويو سوسياليستی کليو د أبادۍ او سمسورتيا لپاره به خدمتونه برابر شی .

په کليو او علاقه داريو کې د دغه بانک په شان يوه بله مالي موسسه يعنی د لږې اندازې پورونو شرکتونه هم د چين په بېلا بېلو ځايونو کې جوړيږي چې په کليوالو سيمو کې د اوسيدونکيو او تصديو لپاره خدمتونه وکړي .خبريال د چين د شان شی ولايت د پينګ يو په ولسوالۍ کې په دی اړه معلومات تر لاسه کړل چې اوس ګڼ شمېر بزګران له دغو شرکتونو څخه پورونه اخلي .بزګر وانګ ځوانګ چين خبريال ته وويل له دغه ډول شرکت څخه يې پنځوس زره يوانه پور اخيستی چې له امله يې د چرګانو روزلو فارم جوړولو لپاره لازمې پيسې پوره شوې دي .په کليوالو سيمو کې د پخوانۍ پولی موسسې په پرتله دغه ډول شرکت بزګرانو ته د پور ورکولو اسانتياوې برابرې کړې دي .

ويل کيږي چې د دغو کليوالو بانکونو او پولی شرکتونو د رامنځته کيدو له امله په کليوالو سيمو کې د پور برابرولو د سرچينو مسئله تر يوې اندازې پوري حل شوې ده .نو شونتيا شته چې د چين د پوستی زېرمو بانک چې لږه موده مخکې د چين د پوستی شبکې پربنسټ جوړ شوی ،بزګرانو ته د پولی چارو خدمتي سويه لوړه کړي. د معلوماتو له مخې د چين دغه بانک په ٧٠ سلنه کليوالو سيمو کې شپږديرش زره څانګې جوړې کړيدي . د ياد شوي بانک عمومی مدير ليو ان دونګ وويل زموږ بانک به د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت لپاره کوشش وکړي چې په ټول هېواد کې يوه بشپړه خدمتی شبکه جوړه شی .

د کارپوهانو په اند حکومت بايد د چين په کليوالو سيمو کې د پولی چارو د خدمتی

سويې د لوړوالی لپاره اړنده امتيازی تګلاره پلی کړي چې لا زياتې فرعی څانګې په کليوالو سيمو کې پرانستل شی . په دې هکله دچين د بانکي چارو د څارنې او ادارې کمېټې مشر ښاغلي ليو مين کان وويل د چين حکومت به په پرله پسې ډول د بانکي چارو د څارنې او ادارې کړنلاره تنظيم کړي او په کليوالو سيمو کې د پولي چارو د پرمختيا ملاتړ وکړي . ده وويل اوس د چين په کليوالو سيمو کې پولي څانګې کمې او د کار و بار ساحې يي تنګې دي ، دغه راز خدمتي سويه يي هم ټيټه ده . نو اړوندې تګلارې بايد تنظيم شی او خدمتي سويه لوړه شی چې د کار و بار ساحې پراخې شي .