د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربه حق په تر لاسه کولو سره بېجينک له نړۍ سره ژمنه وکړه چی د دغو لوبو د تياريانو په ترڅ کی خپل چاپېريال ښه کړي. د دغې ژمنې د تر سره کولو لپاره بېجينګ په ځانګړی توګه د ٢٠٠٨ کال د چاپېريال ابادۍ د لارښوونې اداره جوړه کړه او عمده دنده د اولمپيک د دغو لوبو د تياريانو په ترڅ کی د بېجينګ ښار د منظره لرونکی ځايونو د ابادۍ، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې او د چاپېريال تنظيمولو لارښوونې دی.
د دغې ادارې د دفتر د مشر لو های جون په وينا په ٢٠٠٦ کال کی بېجينګ بنسټيز کارونه تر سره کړی او ٢٠٠٧ کال د دغو کارونو د بشپړولو لپاره يو حساس کال دی. د چاپېريال د ابادۍ موخه د اولمپيک لوبو ته خدمتونه کول دي. هغه وويل په وروستيو دوو کلونو کی د چاپېريال ابادۍ په برخه کی بېجينګ د ليدو وړ برياليتونونه تر لاسه کړی دی. خو اوس هم په دغه ساحه کی ډېرې ستونزې شته. نو په ښه توګه د چاپېريال ابادۍ تر سره کول د اولمپيک لوبو لپاره يو اړين شرط او د بېجينګ د وګړيو هيله او اړتيا هم ده.
مخکی په بېجينګ کی يو شمېر وروسته پاتی اوسيدونکی سيمې موجودې وې چې پکی ناقانونی ودانه ډېرې ليدل کيږی او د بېجينګ ښار پر چاپېريال او ترانسپورت باندی يی زياتی منفی اغېزې هم درلودې. په ٢٠٠٦ کال کی بېجينګ پنځه پنځوس دغه شان سيمې تنظيم کړی او ډېر ښه برياليتوبونه يی تر لاسه کړی دی. د بېلګی په توګه
د شمال په جنوب کی په دوهم حلقوی سړک کی يوه دغه شان سيمه د يو پرانستی باغ په توګه رغول شوې او د وګړيو د بدنې روزنې لپاره يوه ښه ځای ګرځېدلی دی. په دغه سيمه کی پخوانی اوسېدونکي د ښه ژوندانه د تجهيزاتو لرونکيو نويو سيمو ته ليږدول شوی دي.
ښاغلي لو وويل دا چی دغه شان ډېرې سيمې د هو تونګ په نامه کوڅو کی پرتې وې چی د بېجينګ عنعنوی ځانګړيتوب يې درلود، نو په ٢٠٠٦ کال کی بېجينګ د دغو سيمو د تنظيمولو په ترڅ کی د چاپېريال د ښه والی تر څنګ د هو تونګ عنعنوی کلتوری ځانګړيتوب ساتنې ته هم په درنه سترګه وکتل. دغه عمل يی د کارپوهانو ستاينه تر لاسه کړه.
د ښاغلي لو په وينا په ٢٠٠٧ کال کی د چاپېريال د ښه والي عمده کارونه دا دي چی د عمده وو سړکونو په تيره بيا د اولمپيک لوبو د لوبغاليو په شاوخوا کی چاپېريال ښه کړي. پر دې سربيره ناقانونه جوړې شوې ودانۍ ويجاړې کړی، د نويو ناقانونه ودانيو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړي او شنه کارونه پياوړی کړي.
د بېجينګ د چاپېريال جوړونکی به په ٢٠٠٧ کال کی د اولمپيک او بېجينګ د ځانګړيتوبونو په يو ځای کولو سره د منظره لرونکی ځايونو د جوړونې پلان وټاکی. ښاغلي لو له ټولو ښاريانو او ټولنيزو ډلو څخه غوښتنه وکړه چی په فعاله توګه د ښار ابادۍ او د چاپېريال په ښه والي کی ګډون وکړي او د دغې موخې د تر سره کولو لپاره ګډ کوششونه وکړي چی بېجينګ د يو ښه ژوندانه چاپېريال لرونکی ښار وګرځي.