<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-17 15:35:57    
د چين د اولمپيک د سپورتي لوبو د کميټې په اړه لنډ معلومات

cri

د چين د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټه په چين کې د اولمپيک سپورتي لوبو د پرمختګ د پياوړتيا په موخه يو سپورتي سازمان دی . عمده مسؤليت يی په چين کې په پراخه توګه د اولمپيک سپورتي لوبو د دودولو پياوړتيا او د اولمپيک د نړيوال سازمان له خوا د اولمپيک په دوبنيو او ژمنيو سپورتي لوبو کې د ګډون لپاره د چيني لوبډلې جوړول دي. بر سيره پردی ، دغه سازمان د چين سپورتي لوبډلو ته لګښت او سامان الات برابروي او له نورو دولتی سپورتي سازمانونو سره د بېلا بېلو ډولو لوبو په جوړولو کې مرسته کوي .

د چين اړوند سپورتي سازمان د ١٩١٠ کال په اکتوبر کې جوړ شو او په ١٩٢٢ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې لخوا ومنل شو . په ١٩٥٦ کال کې د اولمپيک د شپاړسمې دورې د سپورتي لوبو په وخت کې د اولمپيک په نړيواله کميټه کې په نړۍ کې د چين په نامه د دوه هېوادونو د شته والي په اړه د ځينو مسؤلينو له نظرونو سره د مخالفت لپاره د چين لوبډلې په دغه دوری لوبو کې ګډون ونه کړ او د چين د اولمپيک سپورتي لوبو کميټې د ١٩٥٨ کال په اګست کې اعلان وکړ چې د اولمپيک له نړيوالې کميټې سره اړيکې پری کړې . د بېلا بېلو ستونزو په ليری کولو سره ، د ١٩٧٩ کال د نومبر په شپږويشتمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کميټې د ټولو غړيو د رايو سره سم ، په دغه کميټې کې د چين د اولمپيک سپورتي لوبو د کمېټې قانوني حق يو ځل بيا ومنل شو . د دې ترڅنګ د

تايبې د اولمپيک سپورتي لوبو کميټه د چين د يو ځايی ارګان يا د چين د تايبی د اولمپيک سپورتي لوبو کميټې په توګه د اولمپيک په نړيواله کميټه کې پاته شوی ده.

د بېجينګ د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې سپورتي لوبو د تشکيلاتی کميټې په اړه لنډ معلومات

د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه د ٢٠٠١ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه جوړه شوه او د بېجينګ حکومت ، د چين د دولتی سپورتي ادارې او د مرکزي حکومت د اړوندو څانګو چارواکي او د اولمپيک چارو پوهان،د غوره لوبغاړيو استازي او د پوهنې ، ساينس او تکنالوژۍ او کلتور ساحو استازي پکې شامل دی .

اوس په دغه کميټه کې د سکرتری او اداري څانګې ، د عمده پلان جوړولو څانګې ، د نړيوالو اړيکو څانګې،سپورتي څانګې،تبليغاتی څانګې د پروژې څانګې،د چاپيريال ساتنې څانګې،د بازار جوړولو څانګې،د تکنالوژۍ څانګې،د قانوني چارو څانګې، لوبو ته د خدمتونو څانګې او د څارنې څانګې په ګډون څوارلسمې څانګې او مطبوعاتی مرکز شته دي. په راتلونکې کې به د اولمپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتی چارو له پرمختګ سره سم دغه کميټه ګام په ګام پراخه شی او تر ٢٠٠٨ کاله پوری به پکې څه دپاسه ديرش څانګې شاملې وي .