<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-17 21:05:56    
د افغانستان د عامې روغتيا له وزير سره مركه

cri

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي د اپرېل په شپاړسمه نېټه له چين څخه د يوې رسمي ليدنې په ترڅ كې بېجېنګ ته راورسېد. نوموړي د چين د روغتيا د وزير په بلنه چين ته راغلى دى. ده د چين له نړيوالې راډيو سره په يوه مركه كې وويل چې دى به د خپلې څلور ورځنۍ ليدنې په ترڅ كې د چين د روغتيا پر وزير سر بېره د سوداګرۍ له مرستيال وزير او دغه راز نورو لوړ پوړيو چينې چارواكيو سره خبرې اترې وكړي او په افغانستان كې به د يو شمېر روغتيايي پروژو د پيل په اړه د چينايانو پر همكارۍ وغږېږي. ښاغلي فاطمي خپلې خبرې داسې پيل كړې:

ډاكټر فاطمي: ((بسم الله الرحمن الرحيم، زه ډېر زيات خوشاله يم چې د چين د خلكو له جمهوريت نه ليدنه كتنه كوم، او بيا همدارنګه د خوشالۍ ځاى دا دى چې الحمد لله اوس موږ په بېجېنګ كې يو ډېر تكړه او ځوان او په همدې وخت كې يو ډېر پوخ ديپلومات لرو چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازيتوب كوي، او هغه جناب حكيمي صاحب دى چې دلته د افغانستان د اسلامي جمهوريت او په خپله د محترم ولسمشر حامد كرزي صاحب استازيتوب كوي، او ستاسو څخه هم مننه كوم چې ماته مو ښه راغلاست ووايه، ستاسو لپاره هم د الله پاك نه د ډېرو برياليتوبونو هيله كوم چې خپل پروګرامونه په ښه ډول پر مخ بوزئ او باور لرم چې همداسې به موفق او بريالي وئ او په راتلونكي كې به زيات برياليتوبونه ستاسې په برخه وي.

ستاسې د لومړۍ پوښتنې په ځواب كې بايد ووايم چې د چين د خلكو له جمهوريت څخه زما د ليدنې مقصد دا دى چې د دواړو هېوادونو تر منځ هغه عمومي ټولنيز

اقتصادي اړيكي نور هم ټينګ شي، په تېره بيا د روغتيا په برخه كې، نو زه هيله من يم چې هغه ليدنې كتنې چې زه دلته لرم او ملاقاتونه (كتنې) چې تنظيم شوي دې په تېره بيا محترم سفير حكيمي صاحب په هغه كې ډېر زيات زيار ايستلى دى، نو زه هيله مند يم چې ډېر ګټور وي، او د افغانستان د خلكو د روغتيا او د ژوند په ښه والي كې ګټور او مثبت ثبت شي)).

ښاغلى فاطمي به له چين څخه د خپلې ليدنې په ترڅ كې پر جګ پوړيو چينايي چارواكيو سربېر له يو شمېر طبي ادارو څخه هم ليدنه وكړي. ده په دې اړه وويل:

ډاكتر فاطمي: ((څه شى چې ډېر زيات مهم دى لومړى، د يو شمېر مسئولو چارواكيو سره ليدنه كتنه ده چې د دوى تر منځ به د چين روغتيا له محترم وزير ګورم، دغه راز د چين د سوداګرۍ له مرستيال وزير سره كتنه لرم، همدارنګه د چين د خلكو د جمهوريت د خوراكونو او درملونو د ادارې له كمشنر سره هم ګورم، چې دغه درې كتنې زه فكر كوم د افغانستان لپاره به ډېرې زياتې مهمې او ګټورې وي، په همدې وخت كې بايد د چين له خصوصي سكتور سره هم چې د فارمسۍ او درملونو په برخه كې له افغانستان سره علاقه لري، يو دوه مركزونه به ګورم، چې يو د چين د طبي علومو د اكاډمۍ چې د فارمسۍ او طب په برخه كې د څېړنو يو مركز دى او بل د بېجېنګ د شانګهاى د فارمسۍ له مركز نه ليدنه ده)).

چين پر اقتصاد او تكنولوژۍ سربېره په بېلابېلو ساحو كې ګړندى پرمختګ كوي. په وروستيو كلونو كې په طبي ساحه كې هم د افغانستان او چين تر منځ تګ راتګ او همكاري شوې ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزير داسې وويل:

ډاكټر فاطمي: ((په عمومي توګه د چين د خلكو جمهوريت د افغانستان له اسلامي

جمهوريت سره ورسته له هغه چې د طالبانو نظام سقوط وكړ په بېلابېلو برخواو ساحو كې ډېره همكاري كړې ده، خو له بده مرغه د روغتيا په ساحه كې تر اوسه پورې زيات فعاليتونه نه دي شوي، خو ډېره مهمه پروژه چې د چين د خلكو جمهوريت يې په اړه تېر كال د افغانستان له حكومت سره موافقه ليك لاسليك كړ، او بيا يې عملي بڼه غوره كړه هغه د (جمهوريت) د درې سوه او پنځوس بستريز روغتون د بنسټ ډبرې ايښودلو مراسم و چې د افغانستان محترم ولسمشر حامد كرزي هم په كې ګډون وكړ، او دغه ډېر عصري روغتون چې په لسو پوړونو كې جوړېږي په افغانستان كې به له ډېرو عصري او پرمختلليو روغتونو څخه وي او ټول روغتيايي خدمتونه به وړاندې كوي، او په ځينو برخو كې به تخصصي خدمتونه وړاندې كوي، ما چې تازه له دغه روغتون څخه ليدنه وكړه، د بنسټيزې برخې كار يې چې له لومړي پوړ څخه عبارت دى په ښه توګه پر مخ روان دى او د خلاصېدو په حال كې دى، خو له يو نيم كال څخه تر دوو كلونو پورې وخت غواړي چې د غه لس پوړيز عصري روغتون بشپړ شي، او د ودانۍ يا جوړښت لګښتونه يې يوازې پنځه لس مليون امريكايي ډالره دي، او طبي تجهيزات او روغتيايي تجهيزات او عصري تكنولوژي چې په كې برابرېږي هغه هم ښايي په پنځه مليون ډالرو تمام شي، نو داسې يو روغتون دى چې ښايي وروستى لګښت يا پانګه يې شل مليون امريكايي ډالرو ته ورسېږي. دا د روغتيا په برخه كې چين د خلكو د جمهوريت ډېره لويه مرسته ده، خو كافي نه ده، دليل يې دا دى چې له دريو لسيزو جګړو، ناراميو او ورانيو وروسته د افغانستان ټول ټولنيز او اقتصادي جوړښت ويجاړ شوى دى او په تاسف سره بايد ووايم چې زموږ د ملي روغتايي سيستم زياته برخه ورانه شوې ده، كله

چې ټول ټولنيز سيستم ويجاړ شي، نو روغتيايي سيستم چې د ټولنيز سيستم يوه برخه ده، ډېره زياته صدمه يې ليدلې ده، ډېر كار ته اړتيا لري، سره له دې چې د تېرو كلونو په پرتله په افغانستان كې روغتيايي وضعه اوس ډېره ښه شوې ده، كله چې د طالبانو رژيم سقوط كاوه، او محترم كرزى صاحب د افغانستان د منځمهالې ادارې مشر شو، موږ ښايي د هغې شمېرنې له مخې چې له ماسره ده په هېواد كې درې سوه روغتيايي مركزونه او روغتونونه درلودل، خو اوس الحمد لله په هېواد كې له يو زر او دوه سوه څخه زيات روغتيايي مركزونه لرو، او نژدې په اته زره كليو كې روغتيايي پوستې لرو چې په هره يوه كې يوه نارينه او يوه ښځه كار كوي، پخوا كله چې د طالبانو رژيم سقوط وكړ موږ له ميندو سره د مرستې لپاره څه ځانګړي امكانات نه درلودل، له بشري پلوه مو قابلې نه درلودلې ښځينه نرسانې مو نه درلودلې، روغتيايي تاسيسات مو نه درلودل، د ولادي اونسائي يا د زېږدنې د تامين لپاره مو څه نه درلودل، خو اوس الحمد لله، په هغه وخت كې كه په ټول هېواد كې له دوه سوه نه تر دوه نيم سوه قابلې وې نن دغه شمېر دوه زره او څلور سوه ته رسېدلى دى، خو تر 1389 كال پورې بايدد قابلو شمېر اته زره ته ورسېږي، كله چې اته زره ته رسېږي، نو د هېواد اړتياوې به لرې كوي، په دې معنا چې هره مور به دا حق مومي چې د يوې ماهرې او تكړه قابلې له خوا له هغې سره مرسته وشي او د ولادي ستونزو له كبله زموږ ميندې نامرادې نه شي، ځكه افغانستان له سيراليون وروسته چې يو افرقايي هېواد دى، د ميندو د مړيني ډېر لوړ انډول لري، خو موږ كوشش كوو چې له ډېر بېلابېلو ستراتيژيو څخه ګټه واخلو چې د ميندو مړينه او د ماشومانو مړينې انډول كم كړو، له ستراتيژيو څخه يوه هم ښځينه كاركوونكو په

تېره بيا د قابلو روزنه ده چې په ډېر ښه ډول سره روانه ده همدارنګه د ښځينه ډاكټرانو، ښځينه نرسانو، ښځينه فني كاركوونكو روزل ديو ځكه ځينې خلك دې ته حاضر نه دي چې د يو نارينه فني كاركوونكي له خوا د يوې ښحې وينه واخيستل شي، نو كوشش كوو چې څو ستراتيژۍ سره يو ځاى كړو او كوشش وكړو چې د ميندو مړينه كمه كړو)).

درنو اورېدونكيو تاسې د چين له نړيوالې راډيو سره د افغانستان د عامې روغتيا د وزير سيد محمد امين فاطمي د ځانګړې مركې لومړۍ برخه واورېده، دوهمه برخه به يې په راتلونكې خپرونه كې واورئ. نېكمرغه او خوشاله اوسئ!