<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-18 16:56:56    
په بيجينګ کې د سيو شوي بازار نوي بڼه

cri

د چين د بيجينګ په ښار کې د چانګ ان لوي سړک په ختيځه خواکې د سيو شوي په نوم د جامو يو لوي بازار شته چې د چين ځانګړتيا لرونکو ښکلو وريښمينو جامو پکې د ډيرو بهرنيانو زياته علاقه او مينه راجلبه کړې ده ٠ دغه بازار د تيرې پيړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې د وريښمو جامو د خرڅلاو په هکله ډير شهورت درلود ٠ پخوا د دغه بازار اوږدوالي يوازي دوه يا دري سوه متره و ٠ له دي امله چې دغه بازار په بيجينګ کې هغو سيمو ته نژدي دي چې د ډيرو بهرنيو هيوادونو لوي سفارتونه او نور اړوند بهرني سازمانونه پکې دي ، نو ډير هغه بهرنيان چې بيجينګ ته راځي ، غواړي له دغه بازار څخه ليدنه وکړي ، پکې سيل وکړي او څه شيان واخلي ٠ نو د بهرنيانو په زياتيدو سره دغه بازار ورو ورو شهرت موندلي دي ٠

پخوا په دغه بازار کې ځينو سوداګرانو په ټيټ ارزښت د کاپي شويو جعلي مشهور مارک لرونکو جامو د پلور له پاره بهرنيان راجلبول ٠ خو وروسته په دغه بازار کې د رسمي او رښتيني مارک لرونکو توليداتو او د خلکو د حقوقو د ساتلو له پاره د پلټنې او څارنې کارونه پياوړي شول چې له مخې يي سوداګران په دي ښه پوه شو چې د کاپي شويو جعلي مارک لرونکو جامو خرڅول د پوهي د ملکيت پر حقوقو باندې تيري کوونکي عمل او هم د قانون مخالف عمل دي ٠ دري کاله مخکې په پراخ ډول دغه بازار په بيا جوړولو پيل وشو او تر اوسه پوري يي اووه پوړيزه لويه

ودانۍ جوړه شوې ده چې څه د پاسه زر سوداګران پکې سوداګرۍ کوي ٠ ښاغلي هوا شه جون د دغه بازار

يو زوړ سوداګر دي ٠ پخوا دده په دکان کې جعلي مارک لرونکي جامي پلورل کيدې ، خو اوس په نوي ودانۍ کې هغه د ځينو ځانګړو او رسمي مارک لرونکو جامو په خرڅولو پيل کړي ٠ هغه وويل چې پخوا مي جعلي مارک لرونکي جامي خرڅولي ، خو اوس دغه لاره بدله شوې ده ، له دې وروسته به جعلي ډول جامي نه خرڅوم ٠

له بيلا بيلو جامو څخه پرته په دغه بازار کې د ارزښناکو ډبرو ، ملغلرو او د چين ځانګړتيا لرونکي او دوديز هنري شيانو دوکانونه هم ډير ليدل کيږي او له بيلا بيلو هيوادونو څخه د راغلو زياتو بهرنيانو پاملرنه يي راجلب کړې ده ٠ ښاغلي جيم مايکو چې له کانادا څخه بيجينګ ته راغلي او بيجينګ ته د شل ورځني سفر په ترڅ کې دوه ځله د سيو شوي بازار ته تللي دي ، خبريال ته وويل چې په دغه باراز کې چانه وهل ډير په زړه پوري کار دي ٠ دلته سوداګران ډير مهربانه دي او د سوداګريزو شيانو کيفيت هم ښه دي ٠ ما او زما ميرمن ډير شيان اخيستي دي ٠

د سيو شوي بازار د ادارې اړوندې څانګې د ديرش مليونو يوانو په لګولو سره د پوهي ملکيت حق د ساتنې له پاره يو صندوق جوړ کړي او سوداګران هڅوي چې کورني توليدات او هغه رسمي مارک لرونکي او مشهور توليدات وپلوري چې د پلورلو ځانګړي حق يي ترلاسه کړي دي ٠ تر اوسه پوري په دغه بازار کې ډيرو سوداګرانو د برخه ايزو يا ټولو ځانګړو توليداتو د پلورلو حق تر لاسه کړي دي ٠

د سيو شوي بازار له دغه سوداګريز بدلون څخه څرګنديږي چې چين په کوشش سره د پوهي ملکيت حق ساتنې کارونه پياوړي کړي دي ٠ همداشان دغه لوي بدلونونه

د اروپايي ټولنې د سوداګريزې ټولنې د پوهي ملکيت د کميټې د مشر پاول رانجارد د زياتې پاملرنې سبب هم شوي دي ، لږه موده د مخه هغه په ځانګړي ډول د سيو شوي له بازار څخه ليدنه وکړه او د دغه بازار څلويښتو سوداګرانو ته يي د پوهي ملکيت حق ساتنې په هکله د ممتاز سوداګر په توګه د وياړ جايزه ورکړه٠ هغه په ستاينې سره وويل چې په ډيره خوشحالۍ سره مو په خپلو سترګووليدل چې دسيو شوي په بازار کې د پوهي ملکيت حق ساتنې په هکله د ځينو مسئلو د حل له پاره ډير کوششونه ترسره شوي دي ٠ لکه په دغه بازار کې د پوهي مالکيت حق د ساتنې له پاره ځانګړي صندوق جوړ شوي او نوموړو ممتازو سوداګرانو ته د دکان کرايه لګښتونو د کمولو يا معافولو امتيازات ورکړي شوي دي ٠ هغه وويل چې مونږ هيله من يو چې د سيو شوي بازار په چين کې کاپي شويو او جعلي توليداتو د پلور د مخنيوي په هکله يو ښه مثال وګرځي ٠