<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-18 17:12:14    
د زېږونې د روغتيا په هکله د روزنې لپاره د چين د ځوانانو شبکه

cri

په چين کې د دويز کلتور او عادت له امله جنسی مسئله تل يوه شرمناکه مسئله ده ، نو په چين کې په تيره بيا په ډېرو وروسته پاتې سيمو کې ځوانان د جنس او د زيږېدو د روغتيا په هکله پوهع لد معلومات نه لری چې دا په چين کې د ايدز په ناروغی د اخته شويو ځوانانو د زياتېدو يو مهم لامل دی . د ځوانانو تر منځ د زيږدونې او جنس په اړه د روغتيا پوهنې د خپرولو لپاره اوس د ځوانانو له خوا يوه ډله جوړه شوې چې ځوانانو ته د خدمتونو دنده په غاړه لری او تر اوسع يې د هيواد په بېلا بېلو ځايونو کې فعاليتونه تر سره کړي دي .

د چين د ځوانانو شبکې ډله په ٢٠٠٤ کال کې د چين د کورنۍ لارښوونې ټولنې او د م م د نفوسو صندوق په ملاتړ په رسمی توګه جوړه شوه چې ټول غړي يې له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي ځوانان دي . د چين په شمال کې د شان سي ولايت له يانګ چيوان ښار څخه راغلي ځوان ښاغلي لي های مين د دغې ډلې يو غړی دی . ده وويل د دغې ډلې د جوړولو موخه ډېره ښکاره ده چې د چين په بېلا بېلو ځايونو په تيره بيا په بی وزلو سيمو کې ځوانانو ته د جنس او زيږونې د روغتيا پوهنه مروج کړي او په دغه برخه کې د مسئلو او ستونزو حل و فصل لپاره له دوی سره مرسته وکړي . خو په پيل کې د ده د ټاټوبی د يانګ چيوان په ښار کې د جنس او زيږونې د مسئلی تبليغات شرمجن کار و چې زيات شمير کسانو ته د منلو وړ نه وو . د دغې ډلې غړي په تېرو دوو کلونو کې د تبليغاتی موادو د خپرولو او د روزنې تر سره کولو په کارونو بوخت وو او په پای کې د چين د ځوانانو شبک په دغې ښار کې د وګړيو پاملرنه تر لاسه کړه چې زيات شمېر ځوانان د دغې ډلی له خوا د لارښوونې فعاليتونو له لاری د ودې په

بهير کې د جنس او زيږونې روغتيا په هکله پوه شوي او تر يوې اندازې پورې د دوی پوښتنې حل شوی دي . ښاغلي لي های مين هيله لري چې خپل کوشش له لاری لا نور زيات ځوانان د جنس او زيږونې د روغتيا په هکله پوهه او معلومات ترلاسه کړي او ښه وده وکړي .

د چين په ختيځ د ځه جيانګ ولايت د ده چينګ په ولسوالۍ کې پېغله وو لي پينګ هم د دغې ډلې يوه غړې ده . دې په خپل ښوونځي کې ملګرو او نورو زده کوونکو ته د جنس او زيږونې د روغتيا په هکله سمه پوهنه خپره کړې چې له مخې يې ځوانانو په خپل منځ کې د تبادلې او تګ راتګ له لاری د دغې مسئلی په هکله معلومات تر لاسه کړي دي .

د دغې ډلې د غړيو د کوششونو له لاری د چين د ځوانانو شبکه پر له پسې بشپړ شوې او د چين په دېرشو ولسواليو کې يې اړوندې څانګې جوړې کړي او لا زياتو ځوانانو ته يې د جنس او زيږونې د روغتيا په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره فرصتونه برابر کړي دي . د دې تر څنګ دغې ډلی له اړوندو حکومتی څانګو او ټولنيزو ډلو سره ښه همکارۍ کړې او د ټولنې ملاتړ يې تر لاسه کړی ﻻی . لږه موده مخکې له چين سره د م م د نفوسو صندوق په مرستندويه پلانونو کې د چين د ځوانانو له شبکې څخه د ملاتړ محتويات شامل دی . په چين کې د م م د نفوسو صندوق د دفتر د استازي مرستيالې ميرمن مريم خان وويل ځوانان ډېر ځيرک او تاوده احساسات لری چې د جنس او زيږونې د روغتيا په برخه کې د پوهې تر لاسه کولو توان لری .

برسيره پر دې د چين د کورنۍ لارښوونې ټولنې چې په چين کې د کورنۍ لارښوونې او د زيږونې د روغتيا په هکله تر ټولو لويه ملکی ډله ده ، تل د چين د ځوانانو شبکې

د کارونو لارښوونه او پلوی کړې ده . د دغې ټولنې سرمنشي ميرمن لي يان چيو وويل يوازی په دې شرط چې د جنس او زيږونې روغتيا په فعاليتونو کې ځوانان کډون وکړي ، د ځونانو اړتياوې پوره کيدی شي .