<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-18 20:16:23    
د افغانستان د عامې روغتيا له وزير سره مركه (دوهمه برخه)

cri

درنو اورېدونكيو تاسې زموږ ږغ د چين له نړيوالې راډيو اورئ. له پښتو خپرونې سره د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي د ځانګړې مركې په لومړۍ برخه كې مو واورېدل چې نوموړى د چين د روغتيا د وزير په بلنه د اپرېل په شپاړسمه نېټه له چين څخه د يوې رسمي ليدنې په ترڅ كې بېجېنګ ته راورسېد. ده د خپلو خبرو په ترڅ كې د چين او افغانستان تر منځ همكاري اړينه او ارزښتنا كه وبلله او ويې ويل چې له افغانستان سره د روغتيا په ساحه همكاري د چين په ګټه هم ده. ښاغلي فاطمي وويل:

ډاكټر فاطمي: ((زما راتګ دلته د دې لپاره دى چې زه له خپل چيني سيال د عامې روغتيا له وزير سره، د سوداګرۍ له مرستيال وزير سره او له نور چارواكيو سره په دې اړه خبرې وكړو چې د چين د خلكو جمهوريت الحمد لله له اقتصادي پلوه په يو ښه موقف كې دى او كولى شي له افغانستان سره د روغتيا په ساحه كې ډېره همكاري وكړي، ځكه چې له افغانستان سره همكاري نه يوازې د افغانستان د خلكو په ګټه ده بلكه د چين د خلكو د جمهوريت، د چين د خلكو او د چين د حكومت په ګټه هم ده، په دې معنى چې صحت او روغتيا چې موږ يې شتمني بولو، سوله راولي، ثبات راولي، آرامي رامنځته كوي، زموږ بشري ځواك كه سالم وي، د هغه د كار نتيجه او محصول به هم ښه وي، طبعا ګورئ چې روغتيا د خداى يو نعمت دى او كولى شو چې د يو سالم بشري ځواك په وړاندې كولو سره راتلونكي افغانستان ته د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ضمانت وكړو، اوس د بيا روغونې بهير پيل شوى دى، خو د دغه بهير دوام اړين دى، او دوام يې دې ته اړتيا لري چې موږ بايد راتلونكي افغانستان ته د ځوانانو يو ښه، سالم، صحتمند او پياوړى نسل وړاندې كړو، او دوى به ان شاء الله وكولى شي چې هغه افغانستان موږ ته جوړ كړي چې زموږ يې ارمان دى، يو پرمختللى، هوسا، پر ځان او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان چې چا ته اړ نه وي، خو اوس موږ د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړ يوو، چې د چين د خلكو جمهوريت هم په كې دى)).

په وروستيو كلونو كې په نړۍ كې بېلابېلې ساري ناروغۍ خپرې شوې دي، چې هر لور يې د چارواكيو او وګړيو اندېښنې زياتې كړې دي، د افغانستان د روغتيا وزير په دې برخه كې له خپل هېواد سره د چين همكارۍ ارزښت ته اشاره وكړه او هغه يې د دواړو خواوو په ګټه وبلله، ده وويل:

((زه فكر كوم چې د چين د خلكو جمهوريت له موږ سره كولى شي د نارغيو په مقابل كې د چټك غبرګون ښودلو په برخه كې مرسته وكړي، په دې معنى چې بيړني چمتوالي او غبرګون په برخه كې لكه د ساري ناروغيو په مقابل كې چې هر څومره چټك عمل وشي مخنيوى يې ژر كېږي او ناروغۍ نه خپرېږي، او چين د افغانستان ګاونډى دى، او هېڅ ناروغي پولې په رسميت نه پېژني، كه د چرګانو والګى په چين كې خپور شي، افغانستان ترې متاثرېږي، او كه په افغانستان كې خپور شي چين ترې متاثرېږي او نورې زياتې ساري ناروغۍ دي چې يو پر بل اغېزه كوي، په دې ساحه كې موږ د يو بل همكارۍ ته اړتيا لرو، او موږ دوى ته په دې اړه يوه غټه پروژه راوړې ده، تر دې عنوان لاندې چې ناروغۍ پولې په رسميت نه پېژني پر موږ لازمه ده چې يو له بل سره همكاري وكړو)).

ښاغلي فاطمي د روغتيا په برخه كې د دماغي ناروغيو درملنه هم د دوه اړخيزې همكارۍ مهمه برخه وبلله، چې د ده په وينا سالم دماغ اوروغتيا له اقتصاد سره مستقيم تړاو لري، نوموړي په دې اړه زياته كړه:

((بله ساحه چې د متقابلې همكارۍ لپاره ډېره مهمه ده، د دماغي نارغيو درملنه ده، له بده مرغه د دريو لسيزو جګړو په نتيجه كې د افغانستان ډېر خلك له دماغي نارغيو څخه رنځ وړي، په يو شكل نه يو شكل دماغي نارغۍ لري، خو په افغانستان كې تر اوسه پورې موږ داسې روغتيايي تاسيسات نه لرو چې د روحي او دماغي نارغيو درملنه وكړي، نو د يو سل او پنځوس بستريز روغتون يوه پروژه مو راوړې ده، كه په جوړولو يې پيل وشي، د افغانستان د خلكو ستونزې به تر زياتې اندازې حل كړي، او د دغې ستونزې په حلولو سره به اخ وډب او كورنيو شخړو او همدارنګه د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د دماغي نارغيو د درملنې دغه مركز ډېر مهم رول ولري.

په كابل كې يو سلو پنځوس بستريز روغتون ته اړتيا لرو خو په ولايتونو كې مو زيات كارونه پيل كړي، په حوزو او لويو ښارونو كې به له څلوېښتو څخه تر پنځوس بسترو روغتونونه وي، په ولايتونو كې به له شلو څخه تر دېرش بسترو روغتونونه وي او په ولسواليو كې به تر لس بسترو پورې د دماغي نارغيو رغوتونونه وي، د چين د خلكو جمهوريت اوس عصري تكنولوژي په لاس كې لري او موږ تشخيصي مركزونو ته اړتيا لرو، ځكه چې پر ځان متكي شو، او زموږ افغانان نور بهر ته د درملنې لپاره لاړ نه شي، نو كه موږ له چين نه عصري تكنولوژي واخلو، او دوى راسره د اتو تشخيصي مركزونو په جوړولو كې مرسته وكړي ان شاء الله تعالى افغانستان به پر خپلو پښو ودرېږي، بله ساحه چې موږ په كې له دوى د مرستې غوښتنه كوو، هغه نژدې د لسو وړو او غټو نورو روغتونو جوړول دي، زموږ د شمېرنې له مخې پنځه نيم مليونه افغانان تر اوسه بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري، په دې برخه كې بايد د چين د خلكو له جمهوريت څخه مرسته وغواړو، ځكه كه د افغانستان د خلكو صحت ښه كړو، د افغانستان د خلكو د روغتيا لپاره ټول شرايط برابر كړو، د افغانستان د خلكو ژوند به ښه شي، نو كله چې د افغانستان د خلكو ژوند ښه شو، ثبات به راشي، امنيت به راشي، سوله به راشي، موږ به يو موټى افغانستان ولرو، نو باور لرم چې اغېزې به يې نه يوازې د افغانستان لپاره ګټورې وي، پلكې د ټولې سيمې لپاره به گتورې وي او د چين د خلكو جمهوريت ترې ګټې اخلي په دې معنى چې يو دبل ثبات او ارامي سره تړلي دي. نو دغه ټول دليلونه دلته زما د راتګ لامل شوي دي، او زه غواړم په بېلا بېلو برخو، كه وقايوي طب دى او كه د درملنې طب دى، په دغو ټول ساحو كې زه فكر كوم د چين د خلكو جمهوريت ښه تكنولوژى لري، ښه بشري ځواك لري، كه له موږ سره مرسته وكړي، زه باور لرم چې دا به د دواړو هېوادونو په ګټه تمام شي)).

درنو اورېدونكيو تاسې د چين له نړيوالې راډيو سره د افغانستان د عامې روغتيا د وزير سيد محمد امين فاطمي د ځانګړې مركې دويمه او وروستۍ برخه واورېده، د ساينس او روغتيا پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد نېكمرغه او خوشاله اوسئ!