
روسيې او مغولستان ته نژدې د چين د شمال ختيځ د کورنی مغولستان په خپلواکه سيمه کې يو پاک او ښکلی وړوکی ښار شته چې مانجولي نوميږي. په دغه سرحدی ښار کې د روسيی رنګونه تر سترګو کيږي . چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به تاسی له ما سره يو ځای له دغه ځانګړی ښار څخه ليدنه کتنه وکړئ !
د مانجولي ښار په هر ګوټ کې روسان ليدل کيږي او د دکانونو پر نښو باندی نه يوازی چيني بلکی روسی او مغولي نومونه هم ليکل شويدي. د دغه ښار د يو ستوريز هوټل کارکوونکې أغلې شين می په دې اړه داسې معلومات ورکړل : اوس زموږ په ښار کې ډير روسان شته ، زيات شمير روسان زموږ ښار ته راځي چې د ژوند د اړتياوړ شيان ، جامې ،څرمني بوټونه او خولۍ اخلي ځکه چې په چين کې دغسی شيان ډير ارزان او کيفيت يي هم ښه دی .
په مانجولي کې د روسيې رنګونه نه يوازی په لارو کوڅو کې ليدل کيږي ، بلکې د نيواريشکه په نامه د دغه ښار يو لوی ځانګړی ډګر د سيلانيانو د سيل يو حتمی ځای دی چې نيواريشکه د کراکتر په تيره بيا د نجلۍ يا ښځې په شکل د روسيې د يو ډول لرګينې نانځکې نوم دی او په نړۍ کې ډير شهرت لری . په دې ډګر کې چې پراخوالی يي شپيته زره مربع متره دی ، د دغه ډول نانځکې په شکل يوه لويه ودانۍ ولاړه ده چې جګوالی يي ديرش متره دی او په نړۍ کې تر ټولو لوړه نانځکه ده او د دې ودانۍ په شاوخوا کې نور دوه سوه کوچنی نانځکې او ديرش رنګينې هګۍ خورې ورې پرتې دي چې د دوستۍ ، پاملرنې او نيکو هيلو نښه ده . د ډګر په مرکز
کې يوه فواره شته چې له موسيقی سره سم د فوارې اوبه پورته کښته کيږي او د نانځکې په شکل د لويې ودانۍ په دننه کې رستورانت شته او سيلانيان له ځانګړي روسي خواړو او په زړه پوري نندارې څخه خوند اخيستی شي .
ژمي اوس تير شوی ، په ژمي کې په مانجولي کې د واورو او کنګل منظره هر کال زيات شمېر سيلانيان راجلبوي . که څه هم په ژمي کې د مانجولي ټول ځايونه په سپينو واورو او کنګلونو پټ وی او د شپې د هوا تودوخه تر صفر کښته له ديرش درجو څخه هم ټيټه وی ، خو لا هم زيات شمير کورني او بهرني سيلانيان راجلبوي ځکه چې په هر کال د ژمی په موسم کې د کنګلونو او واورو په وسيله د مجسمو نندارتونونه ترسره کيږي ، د سيلانيانو پر زړونو باندی اغيزه نه کوي او د واورو او کنګل په وسيلی بيلا بيلې سپورتي لوبی او چاری د دغه ښار د يوې ځانګړتيا په توګه زيات سيلانيان راجلبوي .
کورني سيلانيان په مانجولي کې هم ښکلی روسي شيان اخيستلای شي . په مانجولي
کې د چين او روسيی حکومتونو له خوا جوړه شوی سوداګريزه سيمه د چينی شيانو
اخيستلو لپاره يو ډير ښه ځای دی . دغه سيمه د مانجولي او روسيی په ګډه پوله کې پرته ده چې په کې هر ډول سوداګريز شيان موندل کيږي حتی په دغه ځای کې د پخوانی شوروي اتحاد توليدات هم اخيستل کيږي چې ډير ارزان دي . برسيره پردې د ښار په نورو بازارونو کې د روسيې او مغولستان شيان هم اخيستل کيږي مثلا د روسيې نقره يي سګريت دانی ، د سينګار صندوقچې ، د مغولستان لخوا جوړ شوي څرمني بوټونه او داسي نور .
نو ويلی کېږي چې مانجولي يو داسی سرحدی ښار دی چې د چين او روسيی رنګونه او ځانګړتياوې لري . د مانجولي ښاروال ښاغلي وو هاو فنګ په وياړ وويل مانجو لي ښار د چين ، روسيی او مغوليستان په ګډو پولو کې پروت دی او د دريو هيوادونو کلتورونه او دودونه په کې ليدل کيږي .د واورو او کنګل جشن يو نړيوال جشن دی چې په نورو ښارونو کې نه تر سترګو کيږي .