د سين هوااژانس د خبر له مخې : د چين د جنوب لويديځ د چنګ دو په ښار کې د پاکستان عمومی قونسلګری د اپريل په نولسمه نيټه له غرمی وروسته په رسمې توګه پرانيستل شوه . د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د دغې قونسلګرۍ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ .
ښاغلي عزيز د پرانيستنې په مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې د دغې قونسلګرۍ جوړول د دواړو خواوو تر منځ د تګ راتګ لپاره يو نوی ځای برابر کړي چې د زده کړې ، کلتور ، ساينس او څارنې او الوتنو په ساحو کې د پاکستان او سی چوان ولايت تګ راتګ پياوړی شي او د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ يو نوی پړاو ته ورسيږي .
د چنګ دو په ښار کې دغه قونسلګري په چين کې د پاکستان دريمه عمومی قونسلګري ده . پاکستان پخوا يوازې د هانکانګ په ځانګړی اداری سيمی او شانګهای ښار کې قونسلګرۍ درلودې .