
په چين کې پر انټرنېټ د خپرونو حق ساتنې ټولنې او د امريکا د فلمونو ټولنې په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پر انټرنېټ د فلمونو د خپرولو حق ساتنې په اړه يوه غونډه تر سره کړه.د چين د چاپ حق د دولتی ادارې او د فلمونو د خپرولو شرکتونو استازيو او د شبکې کارکوونکو په دغه غونډه کې ګډون وکړ.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې غونډې په اړه څه معلومات درکړم.
اوس د انټرنېټ له لارې د فلمونو خپرول په نړۍ کې يوه سخته مسئله ده چې د دغو فلمونو د خپرولو حق لروونکيو ته يې زيات اقتصادی زيانونه رسولي دي.د دغې غونډې په ترڅ کې د چين د چاپ حق ادارې چارواکی ښاغلی شيو چاو نوموړو استايو ته پر انټرنېټ د خپرولو حق د ساتنې لپاره د چين تدبيرونو په اړه معلومات ورکړل. ده وويل
پر انټرنېټ د چاپونې حق د ساتنې په اړه تړون په دوه زره او پنځم کال کې د معلوماتو وزارت او چاپ حق د ادارې له خوا وټاکل شو او بيا خپور شو. تېر کال پر انټرنېټ د خپرونې حق ساتنې په اړه يو تړون هم وټاکل شو او له مخې يې د شبکې د هغو کارکوونکيو اجازه ليک لغوه کړ چې پر انټرنېټ د فلمونو کاپي ګانې خپروي.
په چين کې د امريکا د فلمونو ټولنې مشر ښاغلی يو جيو وويل د شمېرنې له مخې،په دوه زره او پنځم کال کې پر انټرنېټ کې د فلمونو کاپۍ ګانو ناقانونه٨ خپرونې د دغې ټولنې غړيو شرکتونو ته د دوه مليارد او دری سوه مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت زيانونه رسولي دي. ده د فلمونو په ګډون پر انټرنېټ د خپرولو حق ساتنې لپاره د چين حکومت د هڅو لوړه ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په جدی توګه د اړوندو تدبيرونو په پلی کولو سره د فلمونو د قانونی خپرونې لپاره يو ښه چاپيريال جوړ شي.ده وويل
د حق لرونکيو په استازيتوب موږ دا نظر لرو چې ياد شوی تړون ډېر ښه دی.هيله لرو چې دغه تړون په بشپړه توګه پلی شي او د شبکې کارکوونکی په ښه ډول پر اړوندو قاعدو پوه شي.
د شبکې يو شمېر کارکوونکيو د دغې غونډې په ترڅ کې وويل دوی اوس د فلمونو له جوړونکيو سره همکاری کوي چې د فلمونو د قانونې برابرونې لپاره ځانکړې انټرنېټ پاڼې جوړې کړي. د جه باو شرکت مشر ښاغلی لو ده وويل
موږ د فلمونو او تلويزيونی ډرامو د خپرولو حق لرونکيو سره همکاری کوو چې زموږ د انټرنېټ پاڼې له لارې انټرنېټ کاروونکيو ته د ښکته کولو په ګډون يو لړ خدمتونه برابر کړو.موږ به د خپرولو حق له برابرونکيو سره رسمی تړون لاسليک کړو او د دوی د قانونيت ازموينه به وکړو.
د معلوماتو له مخې، دغو انټرنېټ پاڼو چې رسمی فلمونه يې په قانونی توګه برابر کړې، په بنسټيزه توګه يې کاروونکيو ته د ښکته کولو نا ګټي خدمتونه برابر کړي او عمده عايدات يې د فلمونو د خپرولو په ترڅ کې د لنډو اعلانونو له برخې څخه راغلی دی.خو د دغو انټرنېټ پاڼو مشرانو هم څرګنده کړې دا چې دوی د چين د انټرنېټ کاروونکو د قانونی کاپۍ په اړه ډېر معلومات نه لري، د دغو پاڼو کارونه لا هم د هغو انټرنېټ پاڼو تر بدې اغېزې لاندی ده چې د فلمونو کاپۍ ګانې برابروي. د کوا که د فلمونو شبکې د مشر مرستيال ښاغلی بيان تاو هيله څرګنده کړه چې حکومت به تر زياتې اندازې اړوند قانون بشپړ کړي او په چين کې به د رسمی فلمونو د قانونی خپرونې د ملاتړ لپاره يو ښه ټولنيز چاپيريال جوړ کړي. ده وويل
هيله لرم چې د قوانينو او تګلارو پرله پسی بشپړتيا د چاپ حق د ساتنې په اړه د وګړيو پوهاوی پياوړې کړي که موږ يو ښه ټولنيز چاپېريال ولرو، نو زموږ انټرنېټ پاڼې به د اوږدې مودې لپاره ژوندی وي.