<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-20 17:11:41    
چين زمونږ دوهم ټاټوبی دی .

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دي يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په خدمت کې يم . په تېرو څو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلی کولو سره سم ، لا زيات بهرني کار پوهان په چين کې کار کوي او اوسيږی . اوس د چين په بېلا بېلو ساحو کې د بهرني کار پوهانو شمير دوه لکه تنو ته ورسيداو دوی د چين د ابادۍ او پرمختګ لپاره خدمتونه کوي . بر سيره پردې ، د چين حکومت ورته د ژوند او کار ښه چاپيريال برابروي. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته يو شمير کارپوهان وروپيژني .

ښاغلي عباس جواد قديمی چې له عراق څخه چين ته راغلی اوس د چين په يو خبري اژانس کې کار کوي او په عمده توګه د عربی ژبې د ترجمې دنده پرغاړه لري . اته کاله کيږی چې په چين کې يی ژوند تېر کړې او له چين سره يی ډېره مينه لري . ده وويل :

زه او زما کورنی په چين کې ښه ژوند کوو. زامن مې په خوشحالۍ سره په ښوونځی کې زده کړه کوي او له همکارانو سره زما اړيکې ښې دی ،چين او بېجينګ زمادوهم ټاټوبی ګڼل کيږی .

اوس په چين کې د ښاغلي عباس غوندی څه دپاسه دوه لکه تنه بهرني کارپوهان د کرنې ، صنعت ، ماليې ، ای تی ، ښوونې ، راډيو او ټلويزيون په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې کار کوي . د دوی په اند ، چين روښانه کلتور لري او له پرمختيايی فرصتونو څخه ډک دی . ښاغلي پاول ديکسون چې د تېر کال په ژمی کې له بريتانيا

څخه چين ته راغلی وويل :

په نړيوالو چارو کې د چين رول مخ په زياتېدونکی دی . په بريتانيا کې مونږ په دې ښه پوه شوو چې چين به په يوويشتمې پيړۍ کې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره زيات ګټور فرصتونه ولري . نو هر کال ډېر بهرنيان د سوداګرۍ ، سيلانۍ او زده کړی لپاره چين ته ځي .

لکه څنګه چی ښاغلي ديکسون ويلی:په چين کې ډېر پرمختيايی فرصتونه شته . خو د بهرنيو کارپوهانو لپاره لا ښه خدمتونه د دوی د راجلبولو يو بل لامل دی . د چين د بهرنيو کارپوهانو چارو دولتی اداره هر کال د بهرنيانو د استخدام غونډه جوړوی او اړوند انټرنيټ پاڼه يی پرانيستلی ده چې نړۍ ته د چين په عمده ښارونو کې د استخدام معلومات برابروی . دغه اداره د ژوند په برخه کې بهرنيو کارپوهانو ته د اسانياتوو د برابرولو لپاره کوښښ کوي . لکه چې بهرنيو کارپوهانو ته د درملنې بيمه برابروی چې دوی پخپله روغتون ټاکلی شی . بر سيره پردې، دغه روغتونونه د بهرنيانو د درملنې لپاره ځانګړي توان لري او ډاکټران او نرسان يی په بهرنيو ژبو له دوی سره خبرې کولای شی .

د چين د استعداد لرونکو د تګ راتګ نړيواله ټولنه د يادی شوي ادارې يو ځانګړي سازمان دی . د دغې ټولنې چارواکی ښاغلي شيا بينګ وويل : دی او ملګري يی په دې احساسوی چې بهرنيان غواړي په چين کې کار وکړي . ځکه چې د دوی په اند، په چين کې ښه کار موندلی شی ، ټولنيز چاپيريال يی ښه ، خدمتي سيستم يی بشپړ او وګړي يی ډېر ميلمه پال دي . ښاغلي شيا بينګ وويل

هغه بهرنيان چې په نورو هېوادونو کې کار او ژوند کوي غواړي د ژوند د نابلد چاپيريال د موندلی لپاره لومړی چين ته لاړ شی . ځکه چې دلته ټولنه ارامه ده او د

خپلو چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه موجوده ده .

د چين حکومت د تېری پيرۍ له پنځمې ليسزې راهيسی،د هغو بهرنيو کارپوهانو په ستاينې پيل وکړ چې د چين د پرمختګ لپاره يی وتلی خدمتونه تر سره کړي دی . په تېره بيا د تېری پيړی له نهمې لسيزې راهيسی، هر کال هغو پنځوسو ډېرو غوره او نامتو بهرنيو کارپوهانو ته د چين د ولسی جمهوريت د دوستۍ جايزه ورکوي چې په چين کې د دوی له سترو خدمتونو څخه مننه وکړي .

ښاغلي عباس له خبريال سره د مرکې په پای کې وويل :

زما يو دوست د دغې جايزې اخيستونکی دی ، زه هم غواړم دغه جايزه لاس ته راوړم . ځکه چې دغه جايزه د اخيستونکو لپاره د فخر او وياړ نښه ده .

اوس چين په دې هڅه کې دی چې د بهرنيو کارپوهانو د منلو سيستم بشپړکړي او د دوی لپاره د کار او ژوند لا ښه شرايط برابر کړي .