<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-20 18:17:06    
نابغه موسيقي پوه موزارت

cri

ولفګانګ اماديوس موزارت د نړۍ د موسيقي په تاريخ کې يو ستر موسيقي پوه او د پخوانيو او اوسنيو موسيقي پوهانو څخه يو نابغه و او د موسيقي مجسم هم و ،

موزارت د ١٧٥٦کال د جنوري په ٢٧ نيټه د اظريش د ويانا ښار په سارڅبورګ کې وزيږيد ، کله چې هغه درې کلن و د پيانو په وسيله يې ساده موسيقي وغړولې شوه او د شپږ کلنۍ نه وروسته يې د خپل پلار سره چې يو موسيقي پوه هم و د اظريش او اروپا په بيلابيلو ځايونو کې نمايشونه ښودل ، د موزارت پلار د موسيقي په برخه کې پر موزارت باندې ستره اغيزه وکړه ، موزارت د کوچنيتوب په وخت کې د يادولو حيرانونکي قوت درلود ، يوه ورځ موزارت د ايتاليې د روم د پاپ په کليسا کې يوه نغمه واوريدله ، خپل کور ته د بيرته تللو نه وروسته هغه په ياد کې د نوموړي نغمې نوټ ليکلی و ، کله چې هغه په کليسا کې دوهم ځل نوموړي نغمه واوريدله ويې ليدل چې په ياد ليکل شوي موزيکي نوت کې يوازې دوه لږ غلطي موجودې وې خلک په دې عقيده نه درلوده ، موزارت په کليسا کې د خلکو په مخ کې په پوره او سمه توګه نوموړي نغمه د پيانو په واسطه وغږوله ٠

موزارت د کوچنيتوب په موده کې په مهارت سره د پيانو او ويلولن په شمول د موسيقي زيات الات استعمالول ، هره هغه نغمه چي به موزارت يو ځل اوريدله ، هغه به يې په سمه توګه غږوله ٠

موزارت د دوولس کلنۍ په موده کې د اوپرا خپل لومړي اثر خلق کړ ، په ١٧٧٠ کال کې چې موزارت څوارلس کلن شو، د ده لخوا ليکل شوي نوي اوپرا د ايتاليې د ميلان ښار په تياتر کې وښودله شوه ٠ تر ١٧٧١ کاله پوري موزارت شل سمفوني

موسيقي او ٦ اوپراګانې وليکلې ، د روم پاپ د موزارت د موسيقي استعداد ته په ډيره درنه سترګه وکتل

د لوييدو نه وروسته موزارت د بيوزليتوب او غريبۍ په حال کې ډوب شو، خو هغه هيڅکله په ژوند کې خپل غمونه او کړاونه په موسيقي کې داخل نه کړل ، برعکس بهرنيو سختو شرائطو او ستونزو د موزارت د ژوندکولو جرأت زيات کړ ، په ١٧٨١ کال کې موزارت د لوي موسيقي پوه د لور سره واده وکړ، د واده کولو نه وروسته په لسو کالو کې موزارت او دده ميرمن په ډيرې خوښۍ او نيکمرغۍ سره ژوند وکړ٠ په دې موده کې که څه هم د دوي ژوند ډير سخت و، مګر موزارت زيات مهم او مشهور اثار هم په دې حال کې وليکل ، مثﻻ(( د فيګارلو د واده مراسم )) ، (( تانګهوانګ )) او (( معجزه شپيلۍ )) په شمول اوپراګانې او زياتې سمفوني ،٠ د (( تانګهوانګ )) په نامه اوپرا د خلکو لخوا د ډيرې مکملې اوپرا په توګه وګڼله شوه

موزارت به تل ويل چې (( موسيقي زما د زړه اواز دی او زما د احساساتو انعکاس هم دی ، د ژوند غمونه او کړانونه زما سر نشي ټيټولای ، زما خوشحالي په موسيقي کې احساسولاي شي ، زه غواړم چې ټوله نړۍ هم د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډکه وي ))

د موزارت ژوند له زياتو تضادونو څخه ډک و ، له يوې خوا هغه د موسيقي په برخه کې ستر او د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړل او له بلې خوا نااميدي او بيوزليتوب هم تل ورسره ملګري وو ، د ١٧٩١ کال د دسمبر په پنځمه نيټه ولفګانګ اماديو موزارت د ناروغۍ په اثر د ٣٥ کالو په عمر له خپلې خوښې موسيقي او د خپلوانو او دوستانو څخه خداي په اماني وکړه ، دده د مړينې له امله خلکو يو نابغه او ستر موسيقي پوه او په دنيا کې يو ممتاز موسيقي ليکونکي هم له ﻻسه ورکړ ٠

د ولفګانګ اماديوس موزارت د مړينې نه وروسته د ده جنازه د سان مارکس په مقبره کې ښخه شوه ٠ د اطريش په سارڅبورګ کې د موزارت پخواني کور تر اوسه پوري په مکمله توګه ساتل شوی دی ، د موزارت د يادګيرنې دپاره په ١٨٩٦کال کې د موزارت د ټاټوبې د سارڅبورګ په باغ کې د مرمر په واسطه د موزارت يوه مجسمه جوړه شوه او په سارڅبورګ کې د موسيقي پوهنځي هم د موزارت په نامه ونومول شو٠ اوس هغه سياحان چې د سفر دپاره ويانا ته ځي هم د لوي او مشهور موسيقي پوه ولفګانګ اماديوس موزارت د ټاټوبي ځای سارڅبورګ ته ځي او د موزارت د احترام د مراتب د څرګندولو دپاره د موزارت د مجسمې سيل هم کوي ٠