<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-21 18:24:43    
کليوال داکټر ما يو پنګ

cri

چين يو داسی هېواد دی چې نفوس يې زيات دی او په سلو کې ٦٠ خلک په کليوالو سيمو کې ژوند کوي .خو په دغو سيمو کې د اقتصاد او ټولنې پرمختيايی سويه وروسته پاتی ده او طبی شرايط يې ښه نه دی ،نو سميه ايز کليوال ډاکټران د ځايی سيمو د خلکو د روغتيا ساتنې دنده پرغاړه لري او بزګرانو ته خدمتونه کوي چې په بی وزلو سيمو کې يې د بزګرانو په روغتيا ساتنه کې مهم رول لوبولی دی .په نننی پروګرام کې به تاسو ته د يو کليوال داکټر په باب معلومات وړاندی کړو .

ښاغلی ما يو پنګ د چين د شمال لويديځ د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د ګو يوان ښار د يان چی ولسوالۍ د دونګ تانګ په کلی کې ژوند کوي چې هوايې وچه ده او صحرا شوی ځمکې يې زياتې دي .ښاغلی ما يو پنګ وويل کله چې ١١ کلن وم ، زما د يو خپلوان ٧ کلن ماشوم د سږی په ناروغۍ اخته شو، خو زمونږ په کلی کې طبی شرايط ډير بد و او درملونه هم ښه نه وه چې له امله يې دغه ماشوم ، نو په پای کې يې مړ شو .که هغه وخت په کلی کې يو ښه داکټر وی ،ښايې چې دغه ماشوم به نه وی مړ شوی ،نو له هغه وخت څخه غواړم چې يو کليوال داکټر وګرځم .

که څه هم مايو پنګ دغه غوښتنه درلوده ،خو د ښوونځی له يوولسمې ټولګي څخه له فارعيدو وروسته بيرته خپل کور ته ستون شو .خو په ١٩٩٨ کال کې د ای ده صندوق د کليوالو داکټرانو د روزنې لپاره ده ته د زده کړې فرصت ور کړ چې له امله يې د دغې سيمې د ګوو يوان ښار په يو روغتيايی ښونځی کې زده کړه وکړه . په ٢٠٠٤ کال کې د دغه صندوق په مرستې سره د دونګ تانګ په کلی کې يو کوچنی

روغتون جوړ شو او له هغه وخت څخه ښاغلی ما يو پنګ په رسمی توګه د کليوال داکټر په توګه کار کوي او د دونګ تانګ کلی او د شاوخاوو کليو د طبی درملنې او ساتنې دنده يې پر غاړه اخيستې ده .خو د ځينو کليوالو وګړيو ودانۍ له دغه کوچنی روغتون څخه ليری دی چې له امله يې د ځينو زړو کسانو ،ښځو او ماشومانو طبی درملنه له زياتو ستونزو سره مخامخ ده .نو ښاغلی ما يو پنګ په ځانګړی توګه په دغه برخه کې ور ته د اسانتياوو برابرولو لپاره يو موټرسايکل واخيست .له پنځو کلونو راهيسی ښاغلی ما د دغه موټرسايکل په کارولو سره کليوالو وګړيو ته درملونه ليږلی دي.

که څه هم مايو پنګ مياشتنی معاش يوازی دری سوه يوانه دی خو له خپل کار سره ډيره مينه لري .د ده ښځی وويل اوس دی له ناروغانو سره نژدی اړيکی لري او کليوال وګړي د ده د کارونو ډره ستاينه کوي .نو د کورنيو غړی د ده د کارونو لازيات ملاتړ کوي .

د دغه کلی يوې ميرمنې جيانګ شيو فنګ د ښاغلی ما د يادونې په ترڅ کې وويل داکټر ما يو پنګ غنی طبی پوهنه او غوره تکنالوژۍ لري . د ده د مرستې له امله زيات ناروغان روغ شوي دي .نو له دی امله زيات وګړي تری ډيره مننه کوي .

اوس ښاغلی ما يو پنګ له لازياتو کليوالو وګړيو سره د دوستۍ ژورې او ټينګې اړيکي لري .