<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-21 19:49:30    
پښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغه کړۍ ته مو هرکلی کوم ! لومړی به تاسو ته يو خبر ورکړم چې اوس د چين د نړيوالې راډيو په پښتو ويب پاڼه کې د موسيقی يو ځانګړی پروګرام چمتو شوی دی او نوم يی د موسيقی ډګر دی . په دغه پروګرام کې به تاسو د چين او افغانستان کې ملی او مرواجې سندرې اوريدلی شی . نو تاسو ته د ښو خدمتونو د برابرولو لپاره مونږ دی ته اړتيا لرو چې تاسو خپلې د خوښۍ وړ سندرې نومونه سبکونه او سرچينې مونږ ته راووايی . مونږ به ګام په ګام دغه پروګرام شتمن کړو .

څوورځې دمخه د کابل پوهنتون يو محصل ښاغلی نقيب الله مونږ ته يو ډير ښکلی ليک راليږدولی دی او په کی يی وويل :

له هرڅه نه مخکې مو لومړی په سلامونو او نيکو هيلو لمانځم ، په همدې هيله د پښتو څانګې کارکوونکيو ته د زړه له کومې خپل سلامونه ډالۍ کوم . خپرونې مو خوږې ، ښکلی او ترډيره د ستاينې وړ او په زړه پوری دي . مونږ هيله لرو چې د همداسو لاښکلو اوښو خپرونو په وړاندې کولو سره د افغان او چين ولسونو ترمنځ د ښو او پخو دوستيو مزي لاپسی ټينګ او غښتلې شی . چې دا د دواړو ولسونو يو بل ته په ورپېژندو کې يوه ښه او کارنده وسيله بلل کيدای شی . افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له چين سره ښې اړيکې او راشه درشه پاللې ده او تل ښه ګاونډيان او نژدې دوستان پاتې شوي دي چې دا ډول ښې او په زړه پورې خاطرې د دواړو هيوادونو د ولسونو په زړونو کې به تر ډيره ژوندۍ پاتې وي .

د دې ترڅنګ د پښتو څانګې د ويب پاڼې يادونه ستاينه هم اړينه بريښي چې له

معلوماتو څخه ډکه د ښو او بشپړو معلوماتو لرونکې ده چې هرڅوک کولی شي دګڼ شمير معلوماتو ترڅنګ د چين اړه هم ډير څه او په زړه پوری معلوماتو ته لاس رسۍ پيدا کړي . او هم د پښتو خپرونې د پښتو هېندارې اخبار چې په ډير ښکلي ډيزاين او ښکلی صحافت رنګين خپريږی ترډيره ديادونې او ستاينې وړ دی چې دا ټول د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې له لوري ترسره کيږیچې دا پخپله د وياړنې خبره ده او د دې ګواهي ورکوي چې د پښتو څانګې کارونه څومره چټک او مخ پر وده روان دي .

موږ د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې څخه هيله لرو چې ترڅو په افغانستان يعنې په کابل او ورسره په نورو لويو ښارونو کې په ايف ايم خپلې خپرونې پيل کړي ، نو دا به د اوريدونکيو په ډيروالي کې لا اغيزمن وي .

په کابل کې د پوست بکس د شميرې پرانيستل هم ډير اړين بريښی ، چې دا د ليکونو په ليږلو کې د اسانتيا ښه نښه بلل کېدای شی .

په کابل کې د چين نړيوالې راډيو دپښتو څانګې د استازي درلودل که امکان لري چې دا هم د راډيو په شهرت ښه اغيز ښيندلای شی .

ګرانو اوريدونکو ! زه له زما همکارانو سره د ښاغلی نقيب الله د دغه په زړه پوری ليک له امله مننه کوم . د ايف ايم خپرونې د پرانيستلو او په کابل کې د پوست بکس د جوړولو په اړه وړانديز چې د ښاغلی نقيب الله په ليک کې ياد شوي ، زمونږ په وړاندی هم مهمې موخې دي . زمونږ نورو زياتو اوريدونکيو هم دغه شان غوښتنې کړي دي . په حقيقت کې مونږ تل د دغو موخو د ترسره کولو لپاره کوشش کوو . زمونږ راډيو د چين له اړوندو ادارو او د افغانستان له ځينو څانګو سره تماس نيولی او اړوند کارونه اوس روان دي . مونږ هيله لرو دغه ګډه هيله ژرترژره ترسره شی .