<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-22 19:25:12    
د لويو څارويو د نيکونو په اړه معلومات

cri

د هر ژوی د ودی او بشپړتيا بهير ډېر اوږد دی٠ د اعتماد وړ خبره دا ده چی د ځينو نننيو ژويو بدنونه د دوی د نيکونو په پرتله ډېر لوی دی په بله ژبه د ځينو ژويو نيکونه ډېر وړوکی وو٠ أس د انسان ډېر ښه دوست دی، خو لومړی أس ډېر کمزوری او وجود يی د اوسنی ګېدړی له وزن سره يو شان او يوازی د نهو کيلو ګرامو په شلو خوا کی ؤ او لکۍ يی ډېره نرمه او غاړه يی اوږده نه وه او حتی يالونه يی هم نه درلودل ٠ لومړنيو أسونو په ځنګلونو کی ژوند کاوه او د ونو پاڼی او نازک ښاخونه يی خوړل ، په ځنګلونو کی ډېرو لويو او خطرناکو ځناورو هم ژوند کاوه، څرنګه چی أسونو ددوی سره د جګړی زور او طاقت نه درلود ، نو ددوی سره د مخامخ کيدو په وخت کی يی يوازنی لاره دا وه چی په خپلو جګو پښو ژر وتښتی٠ کلونه کلونه تېر شول چی د ځغاستی له امله لومړنی أسونه په اوسنيو غښتلو أسونو بدل شول٠ فيل په ځمکه کی تر ټولو لوی ژوی دی مثلا د افريقايی فيل بدن اوه متره اوږدوالی او دری نيم متره جګوالی لری او جګه پوزه او غټی پښی هم لری٠ د فيل غاښ دری متره اوږد او وزن يی سل کيلو ګرامه دی٠ خو لومړنی فيل يوازی شپيته سانتی متره جګوالی درلود او له نننی سرکوزی سره برابر ؤ او حتی غاښ يی هم نه درلودل٠ لومړنيو فيلانو په ځنګلونو کی ژوند نه کاوه، بلکی د اوبو د أسانو په شان يی په اوبو کی ژوند کاوه٠ کرک يا کرکدن چی يو ډول ښکرو رغټ ځناور دی، پخوا له وحشی ژويو څخه ډېر ټيټ و او څلويښت مليونه کاله مخکی يی په ځمکه کی ژوند کاوه چی د اوسنی سپی او پسه غوندی وړوکی و پښی يی اوږدی وی او د چټکی ځغاستی طاقت يی درلود٠ خو نننی کرک که څه هم د ځغاستی توان لری، خو د خپلو نيکونو په پرتله يی د ځغاستی سرعت ډېر ورو دی٠ لومړنی کرک قيمتی ښکر هم نه درلود چی د کرک ښکر د زياتو ناروغيو د علاج لپاره ډېره ښه اغېزه لری٠ اوښ د صحرايی کشتی په نامه يادېږی، خو د لومړی اوښ وجود هم ډېر ټيټ و او يوازی دېرش سانتی متره جګوالی يی درلود او څلويښت مليونه کاله مخکی يی د شمالی امريکا په ځنګلونو کی ژوند کاوه٠ څرنګه چی ددغه ژوی پښی ډېری لنډی وی او د ځغاستی توان يی نه درلود ، نو په هغه وخت کی د صحرايی کښتی په نامه نه ياديده٠ پوښتنه دا ده چی ولی د زياتو لويو ځناورو نيکونه ډېر وړوکی وو؟ ځواب يی دا دی چی دا د ځناورو د تکامل او پرمختګ بهير يو ګډ قانون دی٠ په عمومی ډول ويل کيږی چی په ځمکه کی د راپيدا کيدو په وخت کی ددوی وجود وړوکی و، خو بيا د وخت په تېرېدو ورو ورو لوی شويدی ٠ ځينی ژوی د کوم علت له امله په ځمکه کی ورک شوی دی او نور ځينی يی بيا پاتی شويدی او تر اوسه پوری د حيواناتو د ودی د بدن شکل هر وخت بدليږی او حتی جعلی پښی يی پورته کيږی خو له هر ډول بدلون سره سره د أميب بدن نه بدليږی چی دغه موجود يوازی يو سلول لری٠ د موجوداتو د ودی تاريخ له نظره ژوی له ساده او ټيټی درجی نه نننی لوړ پړاو ته رسيدلی دی٠ د يو مليارد کلونو راهيسی د يو شمېر ژويو بدنونه لوی شوی دی مثلا په سمندر کی يو ډول مرکب کب ژوند کوی چی نرم تن يی اتلس متره اوږدوالی لری او په سمندر کی د نهنګ سره جنګ کولی شی٠ يو ډول دايناسور چی اوس له ځمکی پوپنا شويدی، شپږ ويشت متره اوږدوالی او پنځه اويا ټنه وزن درلود، خو په سمندر کی يو ډول نهنګ له دغه ډول ديناسور څخه هم غټ دی٠ فرانسوی بېولوژيست د لرغونو موجوداتو د بدنونو د غټوالی قانون وړاندی کړی او ويلی يی دی چی د هر موجود د ودی او تکامل په بهير کی له وړکتوب نه لويوالی ته رسيږی او د بدن د ډېر لويوالی او غټوالی حد ته له رسيدو وروسته ورو ورو پوپنا کيږی٠