دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی چنګ جی له خوا ويل شوی بهرنی سندری وړاندی کړو٠
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چنګ جی له خوا ويل شوی د لاتينی امريکا يوه سندره واورېده چی نوم يی دی ستا يعنی نېکمرغی٠ دغه سندره د ځوانانو ترمنځ توده مينه څرګندوی٠
چنګ جی د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د سندرو او نڅا عمومی ډلی يوسندرغاړی دی٠ په ١٩٦٢ کال کی چنګ جی د ولسی ازادی بخښونکی پوځ يو سرتېری شو او وروسته د سندرو ويلو په برخه کی د خپل ځانګړی توان له امله د سندرو او نڅا په عمومی ډله کی ومنل شو٠
اوس به مونږ په ګډه د چنګ جی له خوا ويل شوی د کيوبا يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی سيبونی٠ سيبونی د کيوبا يو پخوانی قوم دی چی اوس له منځه تللی دی٠ په دغه سندره کی د سيبونی د يوی نجلۍ د ستاينی له لاری دغه قوم ياديږی٠
چنګ جی په وار سره د چين په بېجينګ ، شانګهای، ګوانګ جو او هانکانګ کی خپل ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی او څو ځله يی په بېلا بېلو لويو نندارتونونو کی ګډون کړی چی د نندارچيانو تود هرکلی يی تر لاسه کړی دی٠ هغه د نړی بېلا بېلو ځايونو ته هم رسيدلی او زيات شمېر اورېدونکی يی راجلب کړی دی٠
د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د چنګ جی له خوا ويل شوی د پخوانی شوروی يوه سندره واورو چی نوم يی دی طلايی ميدان٠
ګرانو اورېدونکو، د خوندوری سندری په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!