د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز د اپريل په دوه ويشتمه نېټه څرګنده کړه د پانګونې په اړه د چين او پاکستان ګډ شرکت به چې ژر به په راتلوکی جولای کې په کار پيل وکړي،د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.
صدر اعظم عزيز د بو او په اسيايی فورم کې وويل نوموړی شرکت به په عمده توګه د اسهامو په بازارونو، صنعتی چارو او د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
صدر اعظم عزيز د روانې مياشتې په يوويشتمه نېټه د نوموړي فورم د پرانيستنې په مراسمو کې د سوداګرۍ، پانګونې، علومو او تکنولوژۍ، دفاعی چارو، امنيتی چارو او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې په ساحو کې د پاکستان او چين ترمنځ د همکارۍ او تګ راتګ ستاينه وکړه او و يی ويل چې له چين سره د ازادې سوداګرۍ تړون د لاسليکولو له امله پاکستان ډير خوشحاله دی.