چين په نړۍ کی يو داسی هېواد دی چې ډېر اقليمی ناورينونه پکې رامنځته کيږی. هر کال څه نا څه څلور سوه مليونه وګړي د توپانونو، سختو بارانونو او سيلاونو په شمول د اقليمی ناورينونو لخوا ځپل کيږی او اقتصادی زيانونه يې دوه سوه مليارد يوانو ته رسيږی.
د چين د هوا پېژندنې ادارې مرستيال جن ګو ګوانګ خبريال ته وويل چين تل د څارنې د يو بشپړ سيستم جوړولو او د طبيعی ناورينونو د زيانونو د کمولو لپاره کوششونه کوی . اوس چين په بنسټيزه توګه د اقليم پېژندنې لوړه سويه لرونکی سيستم جوړ کړی چې د طبيعی ناورينونو پر ضد يې خپل توان او سويه لوړه کړی او تر خپلې وسی پوری يې د وګړيو د سر او مال امنيت ساتلی دی.
ښاغلي جن وويل چين په نړۍ کی له هغو دريو هېوادونو څخه دی چې د قطبی مدار مترولوژيکه سپوږمکۍ او د مځکی مرکزيت مترولوژيکه سپوږمکۍ لری . تر اوسه پوری چين په ټول هېواد کې د هوا د څارنې لپاره د دوپلر رادار يو سل او دوه ويشت شبکې جوړ کړی دي. پر دې سربيره مو تېر کال پر ځمکی باندی د هوا پېژندنې سيستم ښه کړی چې د هوا پېژندنې دوه زره او دری سوه ځمکني مرکزونه له مصنوعی څارنې څخه اوتوماتيک کنترول ته ګرځېدلی دي.
د معلوماتو له مخې، د دغې عصري تکنولوژۍ له لارې، د چين د هوا د اټکل سموالی د پر له پسی لوړتيا په حال کی دی. د بېلګې په توګه د توپان د لارو په اړه د چين د وړاندوينې سموالۍ نژدی د پرمختلليو هېوادونو سويې ته
رسيدلی دی. تېر کال په چين کې شپږ سخت توپانونه پېښ شول او د هوا پېژندنې ادارې د هر توپان لپاره وختی او سمه وړاندوينه کړی چې زيانونه يې ډېر کم شوی دی.
خو ښاغلي جن وويل په وروستيو کلونو کی په نړۍ کې د ځمکی تودوخې په زياتېدو سره په بېلا بېلو هېوادونو کې طبيعی زيانونه د څرګند زياتوالی په حال کې دي. تېر کال د چين جنوب ختيځی سيمې د سخت توپان لخوا وځپل شوې چې په تېرو سلو کلونو کی نه و ليدل شوی. په جنوب لوېديځه سيمه کې د سه چوان ولايت له لسګونو کلونو راهيسی تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخامخ و او په شمالی سيمو کې سخت تريو بارانونه وشول. د اټکل له مخې به په راتلونکو پنځوسو او اتيا کلونو کې په چين کې د تودوخې منځنی درجه دوه او يا دری زياته شي چې له امله يې طبيعی ناورينونه لا ډېر او پياوړی شي.
د دغه تمايل په اړه ښاغلي جن وويل اوس چين د طبيعی ناورينونو د څارنې او وړاندوينې سيستم د نورې بشپړتيا لپاره کوشش کوی. پر دې سربيره، چين د شنو کورونو غازونو د خپرېدو اندازې د کموالی لپاره تدبيرونه نيسی. اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې د باد او لمر په شمول له پاکې انرژۍ څخه د استفادې توان پرمختګ کوی.
د ښاغلي جن په وينا، د اقليمی بدلون په اړه به دولت په نژدې وخت کې يو وړانديز وکړي چې د چين لخوا د م م د اقليمی بدلون چوکاټ د تړون او د کيوتو پروتوکول د پلی کولو لپاره به لارښوونه وکړي. په همدې وخت کې چين په دغه برخه کې فعاله نړيواله همکاری کوی. تر اوسه پوری يې د جاپان، بريتانيا، هالند او د م م د پرمختګ د پلان ادارې په شمول له اړوندو هېوادونو او سازمانونو سره د پاک پرمختګ په اړه په دری سوه پلانونو کې همکاري کړی ده.