<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-23 16:35:53    
د چين د شينجيانګ سندرغاړی ليو شو هوان

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، ټول هغه دوستان چې د چين له موسيقۍ سره اشنايی او مينه لری، د چين د لويديځې سيمې د مشهور سندرغاړی او موسيقۍ جوړونکی وانګ لو بين د موسيقۍ له أثارو خبر دي٠ شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د دغه سندرغاړی د موسيقۍ يو مشهور خپروونکی دروپيژنو٠ دی ليو شو هوان نوميږی او يو سندرغاړی هم دی چې په ځانګړی توګه د وانګ لو بين سندرې وايی ٠

د روان کال د مارچ ١٤ نېټه د وانګ لو بين د مړينې يوولسم تلين و٠ په دغه ورځ د چين په پلازمېنه بيجينګ، د شينجيانګ په مرکز وروموچی او د امريکا په نيويارک کی وګړيو په بېلا بېلو شکلونو سره د دغه مشهور سندرغاړی او موسيقۍ جوړونکی يادونه وکړه٠ د چين شينجيانګ د موسيقۍ جوړولو له پلوه د ښاغلی وانګ لو بين ټاټوبی و، هغه په دغه خاوره کی د شينجيانګ زياتې خوندورې ولسی سندرې راټولې کړې ، تنظيم کړې او اصلاح کړې دي٠ دغه سندرې لا تر اوسه پوری هم د بېلا بېلو هېوادونو د سندرغاړيو لخوا په مختلفو ژبو ويل کيږی٠

هان په ١٩٦٠ کال کی ليو شو هوان د لومړی ښوونځی د يوه زده کوونکی په توګه د وانګ لو بين له زياتو سندرو سره مينه درلودله٠ د خوښۍ خبره دا ده چې هغه د کار په موده کی د وانګ لو بين ملګری او همکار و٠ هغه وويل :  ٌ ما د ځوانۍ په موده کی زياتې سندرې ويلای شولې، مثلأ ( په ليری ځای کی ) ، ( د داوانچيک پېغلې) ، ( ستا سور څادر پورته کوم ) او داسی نورې٠ په هغه وخت کی زما په أند دغه سندرې ډيرې مرموزې او خوندورې وی، خو په دې نه پوهيدم چې دغه سندرې زما تر څنګ د يو دومره عادی سپين ږېری لخوا راغونډې شوې، تنظيم شوې او اصلاح شوې دي٠ ٌ

په کارونو کی د ښاغلی ليو شو هوان او سپين ږيری وانګ لو بين ترمنځ زياته تبادله او تګ راتګ کيده ، ليو شو هوان د سندرو د شعرونو له ليکلو سره مينه درلوله او کله نا کله يې له وانګ لو بين څخه غوښتنه کوله چې د ده شعرونه په سندرو کې ووايي٠د يادونې وړ خبره دا ده چې د ليو شو هوان يوې سندرې چې د وانګ لو بين لخوا ويل شوې ، د شينجيانګ د پوځی سيمې د سندرو ويلو په يوه مسابقه کی ستره جايزه ترلاسه کړه او له امله يې دوی دواړه صميمی ملګری شول٠

وانګ لو بين په خپل ټول عمر کی د ولسی سندرو د راټولولو، تنظيمولو او اختراع کولو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه کړی وو٠ ښاغلی ليو شو هوان هم د وانګ لو بين د موسيقۍ د مروجولو لپاره زياتې هڅې کړې دي٠ هغه وويل: زه د وانګ لو بين په شان ستر سندرغاړی او موسيقۍ جوړونکی نشم کرځيدای، خو هڅه به وکړم چې په راتلونکو پنځه سوو کلونو کی د ده سندرې واوريدل شی٠ د ده يو ملګری دونګ فانګ بای وويل :  ٌ ليو شو هوان د وانګ لو بين د تبليغولو لپاره ډير زيات کوششونه کړی او د وانګ لو بين په هکله د موجودو مدرکونو، واقعی شيانو، کتابونو او سندرو د راټولولو لپاره د چين بېلا بېلو ځايونو ته تللی دی٠دی يو داسی سندرغاړی دی چې د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين د سندرو د تل پاتې والي لپاره سندرې وايی٠ ٌ

د وانګ لو بين له وفات وروسته ښاغلی ليو شو هوان د ده د بيوګرافۍ په هکله څه نا څه لس زره کتابونه ، د موسيقۍ څه نا څه زر ډوله مدرکونه ، زرګونه تاريخی أثار او بی شميره اړوندې ورځپاڼې او مجلې راغونډ ې کړې، د وانګ لو بين د معلوماتو په هکله يې لس کتابونه وليکل ، د وانګ لو بين د يادونې لپاره يې نژدی شل پوستی شيان چاپ او خپاره کړل او څه نا څه سل اړوند فعاليتونه يې سمبال او ترسره کړل چې په دې برخه کی يې نژدی يو مليون ژن مين بی يوانه لګولی دی٠ هغه وويل :  ٌ مونږ بايد د تيورۍ له پلوه د چينی مليتونو موسيقۍ ته د مشهور سندغاړی وانګ لو بين د غوره خدمتونو څيړنه وکړو، په کوشش سره له ده راپاتی شوی أثار تنظيم کړو او د موسيقۍ د اختراع په هکله د ده تجربې راغونډې کړو٠ زه پر دی پوهيږم چې که دغه کارونه و نه کړم ، د تاريخ په وړاندی به وشرميږم ٠ ٌ

اوس ښاغلی ليو شو هوان نور دری هدفونه هم لری چې د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين يادونځی أباد کړی، د وانګ لو بين په اړه د څيړنې ټولنه جوړه کړی او د وانګ لو بين په نامه يو صندوق رامنځ ته کړی٠ هغه به خپلو دغو هدفونو ته د رسيدو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه و کړی او په پرله پسی توګه به د نوموړی مشهور سندغاړی د ستايلو او تبليغولو لپاره سندرې ووايی٠

ګرانو اوريدونکيو، تاسو د چين د مشهور سندرغاړی او موسيقۍ جوړونکی وانګ لو بين د سندرو خپروونکی او د شينجيانګ د وتلی سندرغاړی ليو شو هوان په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين د شينجيانګ سندرغاړی ليو شو هوان له اوږدې مودې راهيسی د چين د کوم مشهور موسيقی پوه سندرې تبليغوی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی د دغې پوښتنې سم ځواب راوليږئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلور تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !