<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-23 18:45:22    
د چين په ګوانګ جو ښار کې د صادراتی توليداتو د نندارتون نوی بدلونونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د چين په ګوانګ جو ښار کې د صادراتی توليداتو نندارتون ډير مشهور دی چې هر کال په پسرلی او منی کې په دغه ښار کې پرانيستل کيږي او تر روان کال پوری پر دغه بهير پنځوس کاله تير شوی دی. سږنی نندارتون د پخوانيو سلو نندارتونونو په پرتله دوه بدلونونه لري :لومړي دا چې د چين د صادراتی توليداتو د نندارتون نوم د چين د صادراتی او وارداتی توليداتو په نندارتون بدل شوی او دوهم دا چې د دغه نندارتون جوړونکی خوا لومړی ځل د بهرنيو تصديو لپاره ځانګړی غرفې جوړې کړې دي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته په سږنی نندارتون کې د نويو بدلونونو په باب معلومات وړاندی کړو .

د روانې دورې نندارتون د بهرنيو تصديو په ځانګړيو غرفو کې د امريکا د واشينګټن له ايالت څخه راغلی ميرمن جان ويلسن چينی محصولات اخيستونکيو ته د دوی د شرکت له خوا د توليد شويو درملونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په دغه نندارتون کې د دوی د ګډون مهم لامل ستر چينی بازار دی  دغه نندارتون د نړۍ يو لوی نندارتون دی او ډير پراخوالی لري او مونږ داسی مشتريان پکې ګورو چې ښايې ور سره همکاری وکړو .مونږ هيله لرو چې په چين کې د خپلو توليداتو د پلورلو لپاره يوه موسسه ومومو او د خپلو توليداتو د صادرولو لپاره ورسره يو ګډ شرکت جوړ کړو .

روان کال د دغه نندارتون د نوم له بدلولو وروسته د بهرنيو تصديو لپاره ځانګړی غرفې جوړې شوې .نو د ميرمن ويلسن په شان اوس زيات بهرني سوداګران په دغه

نندارتون کې ګډون کوي چې سوداګريز فرصتونه ومومي .د دغه نندارتون وياند شيو بينګ د دغو ځانګړيو غرفو د يادونې په ترڅ کې وويل په دغو ځانګړيو سيمو کې د ماشين ألاتو ،ګړندی موټرونو او پرزو په شمول زيات صنعتی او لګښتي توليدات ښودل شوي دي .په دغه نندارتون کې د شپږو ډېرو ورسته پاتو هېوادونو په شمول د ٣٦ هېوادونو او سيمو ٣١٤ تصديو ګډون کړی چې زياتره يې له هانکانګ ،تايوان ،دکوريا جمهوريت ،ماليزيا او امريکا څخه راغلی دي .

د امريکا د واشنګټن ايالت د چينی سوداګرۍ څانګې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د دغه ايالت اته تصدی ترتيب کړي دي او د دغې څانګې مشر چنګ يان دونګ وويل زمونږ زياتره تصدی د بيولوژيکی درملونو د جوړولو او نرم زېرميزو په اړه کوچنی او منځی تصدي دي .ښايې چې په راتلونکی نندارتون کې زموږ د ايالت لازياتې تصدی ګډون وکړي .

د کتوونکيو په أند په دغو نندارتون کې د بهرنيو تصديو د ځانګړيو غرفو د جوړونې له امله به لازياتې بهرنۍ تصدۍ د چينی بازار په اړه معلومات تر لاسه کړي او د چين صادرات به زيات شی چې دا به د چين په اقتصادي پرمختګ کې د مثبت توازن د کمولو لپاره ګټوره وي .په ٢٠٠٦ کال کې د چين د سوداګرۍ مثبت توازن ١٧٧ مليارډ او پنځه سوه مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی او د اروپايی او اوس امريکايی هېوادونو په تېره بيا د امريکا له خوا له لګول شويو فشارونو سره مخامخ دی .

د سوداګرۍ مثبت توازن د کمولو لپاره د چين حکومت د صادراتی جوړښت د تنظمولو او د عصری تکنالوژۍ لرونکيو تجهيزاتو په صادراتو کې د زياتوالی په شمول يې يو لړ تدبيرونه نيولي دي .

د چين د سوداګرۍ مرستيال ګاو هو چنګ وويل په دغه نندارتون کې د بهرنيو تصديو د ځانګړيو غرفو جوړونه هم د چين حکومت همدغه شان تدبير دی .

د چين حکومت دغه نندارتون له صادراتی ننداتون څخه په صادراتی او وارداتی ننداتون اړولی چې له دی څخه د سوداګرۍ د برابرۍ لپاره د چين حکومت کوششونه څرګند شوی دی . د دغو ځانګړيو غرفو د جوړولو له امله به هرومرو لازياتی بهرنی تصدی د چينی بازار په اړه ښه پوه شی او چينی لګوونکيو ته به د توليداتو د غوره کولو لازيات فرصتونه برابر شی .

د کارپوهانو په أند که څه هم د روانې دورې په نندارتون کې د بهرنيو تصديو شمېر لا تر اوسه هم زيات نه دی خو د چين د سوداګريزو تګلارو د بدلولو له امله به په راتلونکی نندارتون کې دغه شمېر زيات شی .