<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-24 17:55:14    
ډېره مهربانه ميره وو شيو مې

cri

ډېره خوشحاله يم چې څو ورځې مخکې داوريدونکی نثار احمد احمدي يو ليک زموږ څانګې ته راورسيد. . ښاغلي نثار په خپل ليک کې زمونږ پروګرام د ښه والي لپاره ګټور وړانديزونه کړل ، نو له دې امله د څانګې د ټولو کارکوونکو په استازيتوب ورته مننه کوم . زه به په راتلونکې کې د ښځې او ټولنې پروګرام د پرمختګ لپاره زيات کوښښ وکړم چې په ترڅ کې يی تاسو اوريدونکو ته لا زيات ښه معلومات وړاندی کړم. په تېرو څو مياشتو کې په چين کې د يوې مهربانې ميرې کيسه خپره شوه چې ډېر وګړي تری متاثرشول . دغه مېرمن وو شيو مې نوميږی . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د وو شيو مې په اړه معلومات وړاندی کړم .

مېرمن وو شيو مې چې عمر يی نهه ديرش کاله دی ، د مرکزي چين د هه نان په ولايت کې اوسيږي . شپږ کلونه مخکې يی له خپل ميړه څخه طلاق واخيست او ورپسې يي له بزګر دينګ شيانګ لي سره واده وکړ. د دينګ شيانګ لي پخوانی ښځه څو کاله مخکې د يوې ناروغۍ له امله له دنيا څخه سترګې پټې کړې او يوه لور يي پرې ايښې وه چې يا شينګ نوميږی . له واده وروسته وو شيو مې تر خپلی وسی پوری يا شينګ ته زياته پاملرنه کوله او ژوند به يي له خوشحالې څخه ډک بريښيده .

که څه هم په ٢٠٠٣ کال کې مېرمن وو شيو مې تازه د يوه زوي مور شوه ، خو بيا يي هم له خپلې بنزۍ ياشينګ سره مينه او پاملرنه نه ده کمه شوې .کله چې يا شين تازه په لومړی ښوونځی کې شامله شوه ، وو شيو مې هره ورځ د ښوونځي په وړاندی ددې انتظار کاوه او يو ځای به ورسره کور ته تلله . يا شين د وو شيو مې تر پاملرنې لاندی په سالم ډول وده وکړه .خو له بده مرغه په ٢٠٠٦ کال کې يا شين د وينو سرطان په ناروغۍ اخته شوه . کله چې مېرمن وو شيو مې دغه خبر واوريد ، د سختې ژړا له امله بي هوښه شوه . . ډاکټر ور ته وويل چې د يا شين ناروغۍ اوس په لومړي پړاو کې ده ، امکان شته چې له دغه ډول ناروغانو څخه په سلو کې اويا برخه روغ جوړ شی ، خو د درملنې لګښت يي ډېر زيات وی چې څه دپاسه دوه لکه يوانو ته اړتيا لری. خو د وو شيو مې او ددې خاوند لپاره دومره لوړ لګښت يو ډېر سخت بار دی ، ځکه چې دوی دواړه عادی بزګران دی . مېرمن وو د يا شين د ميرې په توګه ټينګ هوډ لري چې تر خپلې پوره وسی پوری د خپلې بنزۍ د ناروغۍ درملنه وکړي.له دې وروسته وو شيو مې له کليوالو څخه د پيسو راغونډولو غوښتنه وکړه چې په پايله کې يي يوازی ديرش زره يوانه راغونډ کړل او دغسی پيسی له دوو لکو څخه ډيرې کمې او د لومړی دوری درملنې لپاره هم کافی نه وې . ديرش زره يوانه ژر ولګول شول . په دغه وخت کې وو شيو مې او دده خاوند د بيچارګۍ په حال کې پاتي وو ، نو پريکړه يي وکړه چې د لارو پر غاړه له لارويو څخه مرسته غواړي .

د ٢٠٠٦ کال د نوامبر په څوارلسمه نېټه وو شيو مې د شيو چانګ ښار په يوه څلور لارې کې په داسی حال کې چې پر ځمکه يي د مرستي غوښتن ليک ايښی و او يوه لوحه يي د دوو ونو ترمنځ څړولې وه، ګونډه شوې او له لارويو څخه يي سوال کاوه . يوه ورځ چې هوا ډيره سړه وه ، وو شيو می په چيغو ژړل او په ګونډو يی د

مرستې غوښتنه کوله . په لومړي وخت کې لارويو فکر کاوه چې دا يوه چالبازه ده . کله چې دوی په دې پوه شول چې ميرمن وو د ناروغې نجلۍ ميره ده او نه دا چې دخپلې سکنۍ لوڼې د ناروغۍ درملنې لپاره خلکو راغونډوي نو پيسې په پر له پسې توګه پيسی ورکړې . هر کله به چې چا پيسې ورکولې، ميرمن وو به په ډير احترام ځنی مننه کوله ، ورپسې دا خبر په ټول ښار کې د مطبوعاتو له لارې خپور شو او ډير وګړي ترې متاثر شول ، له نجلۍ يا شين سره د مرستې فعاليت په هه نان ولايت کې پيل شو . د شيو چانګ ښار ګوندي مشر ليو هون تاو په ځانګړي توګه روغتون ته لاړ او د يا شين د حال پوښتنه يي وکړه. دغه راز لږه موده وروسته د ګوانګ دونګ ولايت د يوې تصدۍ څښتانانو پنځه زره يوانه او ورپسې د جه جيانګ ولايت يو مهربان کس درې زره يوانه بسپنه ورکړه. برسيره پردې د شيو چانګ ښاروالۍ پريکړه وکړه چې په ټول ښار کې د اتو ورځو لپاره د بسپنې ورکولو فعاليت ترسره کړي . نن ورځ ميرمن وو شيو می د چين د لومړی غوره ميرې په توګه بلل کېږی .که څه هم د نجلۍ يا شين د ناروغۍ درملنې لپاره ستونزې لا موجودې دي ، خو وو شيو می او ددې خاوند د خپلې لور د جوړيدو هيله ليدلې ده