<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-24 17:56:20    
د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د بېلا بېلو سياليو د ټکټونو پلورنه په نړۍ کې پيل کيږی .

cri

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټې د اپريل په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې په نړيواله کچه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د بېلا بېلو سياليو د ټکټونو د پلورنې د پيل په اړه يوه مطبوعاتی غونډه تر سره کړه او اعلان يی وکړ چې په دغو لوبو کې د بېلا بېلو سياليو د ټکټونو پلورنې کارونه په همدی ورځ پيل کيږی .

د دغې کمېټې اجرايوی مشر مرستيال او سرمنشی وانګ وي د دغو ټکټونو د پلورنې ځانګړې لارې چارې څرګندې کړې : د اپريل له پنځلسمې نېټې څخه وروسته عام خلک د څه دپاسه اوه مليون ټکټونو ترمنځ خپل ټکټونه ټاکلی شی . په دې جمله کې به په سلو کې پنځه اويا برخه په چين کې دننه وپلورل شي او په سلو کې پنځه ويشت برخه نور به له هېواد څخه بهر وپلورل شي . وانګ وي وويل : د چين دننه خلک د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې پر دولتی انټرنيټ پاڼه (http://tickets.beijing2008.cn)او د چين په بېلا بېلو ساحو کې د چين بانک په زرو ټاکل شويو څانګو کې د ټکټونو رانيولو غوښتن ليک وړاندی کولای شی . بر سيره پردې ، په نورو هېوادونو کې د چينايانو او د بهرني تابعيت لرونکو چينايانو په ګډون په نورو هېوادونو او سيمو کې خلک د خپل هېواد او سيمې د اولمپيک سپورتي لوبو د کميټې له لارې ټکټونه ټاکلی شی . اوس د بېجينګ د

اولمپيک سپورتي لوبو د تشکلاتي کميټې د خدمتي مرکز تليفون شمېره

( 952008 010) پرانيستل شوې ده.

د معلوماتو له مخې: د يادو شويو ټکټونو پلورنه په دريو دورو کې تر سره کېږی . د ٢٠٠٧ کال د اپريل له پنځلسمې نېټې نه د سپتمبر تر لومړۍ پورې لومړی دوره ده چې په دې مهال کې د روان کال د اپريل له پنځلسمې نېټې نه د جون تر دېرشمې نېټې پوری د ټکټونو د اخيستلو غوښتن ليکونو د وړاندی کولو وخت دی او خلک په دې موده کې غوښتن ليکونه برابرولای شی . د روان کال له جولای نه تر اګست پورې ، د بېجينګ اولمپيک د سپورتي لوبو تشکلاتي کميټه به د تر لاسه شويو غوښتن ليکونوشميرنه وکړي او د کمپيوټر له لارې د قرعه اچولو سره د ټکټونو ګټوونکي وټاکي .

د ټکټونو د پلورنې دوهمه دوره به د ٢٠٠٧ کال له اکتوبر نه تر دسمبر پورې دوام وکړي .په دوهمه دوره کې به ګټوونکي د غوښتن ليک د وړاندی کولو له وخت سره سم وټاکل شي .

د ٢٠٠٨ کال له اپريل نه د اولمپيک د سپورتي لوبو تر پايه پوری به د ټکټونو د پلورنې درېيمه دوره وی .په دې دوره کې د ټکټونو د پلورنې لارې چارې په بنسټيزه توګه د دوهمی دورې په شان ، خو د سپورتي لوبو د ستديومونو په نژدی سيمو کې به د ټکټونو د پلورنې د دفترونو شمېر زيات شی . د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتي کمېټې د ټکټونو چارو مرکز مسؤل ژونګ جون وويل چې د درېيمې دورې په پرتله په لومړی او دوهمه دوره کې د ټکټونو د اخيستلو فرصتونه ډېر زيات دی .

بر سيره پردې ، د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو تشکلاتي کميټه د جعلي ټکټونو پر ضد د مبازرې لپاره تياری نيسی چې په دې ترڅ کې به د يو شمير عصری ساينسي تکنالوژۍ له لاري د دغه شان ټکټونو د پلورنې مخنيوی وکړي .