تور رنګه لرګي په چين کې يو ډول ډير ارزښناک لرګي ګڼل کيږي چي ونه يي څه د پاسه څو زره کلن حتي لس زره کلن تاريخ لري ٠ له لرغوني زماني راهيسي دغه ونه د يوې ارزښتناکې ملغلرې په توګه ګڼل کيږي ٠ ځکه بيا نه ژوندي کيږي ٠ د چين په جنوب لويديځ د سه چوان ولايت د چن دو پراخه دښته په نړۍ کې د نوموړو لرکيو د توليد له عمده ځايونو څخه ده ٠ ښاغلي لو هونګ جي چې له تايوان څخه د هيواد سترې برخې ته يو راغلي سوداګر دي ، اوس په چن دو ښار کې ژوند کوي او د څه د پاسه ديرش مليونو يوانو په لګښت سره يي په دغه ښار کې د تورو لرګيو د هنري توليداتو موزيم جوړ کړي چې په نړۍ کې د دغو لرګيو يوازني شخصي موزيم هم ګڼل کيږي ٠ هغه وويل چې په تايوان کې د دغسي موزيم جوړولو له پاره بايد د څو نسلونو کوششونه ترسره کړي ٠ خو سه څوان ولايت زما له پاره طبيعي شرايط برابر کړي او د خپل وطن د سترې برخې د ځايي حکومت په ملاتړ دغه کلتوري چارې مې رامنخته کړي دي ٠ ښاغلي لو هونګ جي په ١٩٩٠ کال کې له تايوان څخه د هيواد د سترې برخې چن دو ښار ته ورسيد او وروسته يي د دغه ښار له يوې پيغلې سره واده وکړ او له همدي وخت څخه يي د تور رنګه لرګيو سره هم مينه وموندله ٠
د اړوندو لرغون پيژندونکيو د څيړنې له مخې د چين د چن دو ښار په شاخوا سيمو کې د دغو لرګيو رامنځته کيدل لږ تر لږه درې زره کلن تاريخ لري ٠ د څو زره
کلونو په جغرافيايي بدلونونو سره دغه ډول ونې په ژوره توګه تر مځکې لاندې ښخه شوې او لرګي يي ورو ورو په تور رنګ بدل شويدي ، له دي امله چې دغه لرګي د ډير کلکوالي ځانګړتيا لري ، نو که څه هم د څو زره کلونو له پاره د اوبوپه تل کې ښخ شوي ، بيا هم نه زيامن کيږي او نه هم له منځه ځي، خو بيا نه شي ژوندي کيداي ٠ نو ښاغلي لو هونګ جي ټينګ عزم او هوډ وکړ چې دغه ډول لرګي راغونډ کړي ٠ بايد وويل شي چې د دغه ډول لرګيو راغونډول يو ډير ستونزمن کار دي ٠ ښاغلي لو د دغو لرګيو د موندلو له پاره د سه چوان ولايت د مين ، جين شا او دا دو په شمول د ډيرو مهمو سندونو اوږدو سيمو ته لاړ دده د کوششونو له لارې تر ١٩٩٦ کاله پوري دده له خوا د دغه ډول راغونډو شويو لرکيو اندازه څه د پاسه دوه زره مکعب مترو ته رسيدلې ده ٠ له دي وروسته ښاغلي لو بيا وغوښتل چې د دغه ډول لرګيو يو موزيم جوړ کړي ٠ هغه وويل چې تور لرګي يو عصر څرګندوي او طبيعي دي او نه شي بيا ژوندي کيداي ٠ نو بايد دغه شي نسل په نسل په ميراث وساتل شي ٠ دده دغې غوښتنې د چن دو ښاروالي زيات ملاتړ تر لاسه کړ او لږه موده وروسته د تورو لرګيو هنري موزيرم ژر جوړ شو ٠ په دغه موزيم کې د تورو لرګيو راغونډ شوي هنوي توليدات څه د پاسه زرو څخه هم زيات دي چې د طبيعي منظرو ، ځناورو او انسان په ګډون ډول ډول مجسمې پکې شاملي دي ٠
د دغه موزيم د هنري چارو سلاکار ښاغلي لين سين خبريال ته وويل چې دغه موزيم د تورو لرګيو دغه ډول ارزښتناک طبيعي ميراث د څيړنې او ساتنې له پاره ډير زيات ارزښت لري ٠ هغه وويل چې ښاغلي لو هونګ جي د تايوانيانو د يو استازي په توګه
د خپل وطن سترې برخې ته راغلي او دکلتوري چارو د پرمختيا له پاره يي پانګې لګولي دي ٠ د هغه له دغه عمل څخه څرګنديږي چې د تايوان وطنوال له خپل وطن سره ژوره مينه لري او د خپل ملت کلتور ساتنې ته هم ډيره پاملرنه کوي ٠ له ډيرو کلونو راهيسي هرکله چې د تورو لرګيو په هکله کوم خبره دده تر غوږ ونو شوي ، ده هرومرو د دغو لرګيو د تر لاسه کولو له پاره کوشش کړيدي ٠ هغه هيله لري چې لا زيات تور لرګي راغونډ او وساتي چې په نړۍ کې د تورو لرګيو يو ډير لوي موزيم جوړ شي ٠