<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-25 16:36:17    
د چين د شي نان قومی پوهنتون

cri

چين د پنځه پنځوس ملي لږکيو لرونکی هيواد دی او له اوږدې مودې راهيسې د ټولنيزو ، تاريخي او طبيعي شرطونو له امله د ملی لږکيو په سيمو کې ښوونيزه کچه د خپلو سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له اړتياوو سره سمون نه لری ، نو د چين حکومت له زياتو کلونو راپدې خوا د دغو واقعيتونو پر بنسټ څو ډولونه قومي ښوونځي جوړ کړي په تيره بيا د پوهنتونونو او پوهنځيو په جوړولو سره يي د ملي لږکيو لپاره زيات شمير استعداد لرونکي زده کوونکي روزلي دي .

د شي نان قومي پوهنتون ځکه په دغه نامه ياديږي چې شي نان په چيني ژبه د جنوب لويديځ مانا لری او دغه پوهنتون د هيواد د جنوب لويديځ ولايت سي چوان په مرکز چن دوو ښار کې پروت دی . د پوهنتون د رييس مرستيال ځن مين په وينا دغه پوهنتون په نولس سوه او يو پنځوسم کال کې جوړ شو او د زياتو ملي لږکيو زده کوونکي پکي زده کړه کوي . مشر ځن مين وويل زموږ په پوهنتون کې له هغې ملي لږکۍ څخه راغلی يو زده کوونکی شته چې نفوس يي يوازی څو زره تنه دي او بله تاجکی زده کوونکې هم شته چې له خپل ټاټوبي څخه پوهنتون ته د راتګ پر لاره يي يوه مياشت مزل کړی .

د مشر ځن په وينا د دغه پوهنتون له جوړيدو راهيسې ټولټال نهه زره تنه زده کوونکي فارغ شوی او د تبت او چان لږکيو لومړني ډاکتر پکي شامل وو . دغو فارغ شويو زده کوونکو د خپلې سيمې د أبادۍ او پرمختګ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړيدي .

په چين کې د ملي لږکيو ليک لوست او عادتونه سره توپير لری . پوښتنه دا ده چې د دومره زياتو ملي لږکيو زده کوونکي څنګه سره يو ځاي ژوند او زده کړه کوي ؟

ددې لپاره چې د بيلا بيلو ملي لږکيو زده کوونکي ژر تر ژره د زده کړې له فضا سره اشنا وی ، په پوهنتون کې د روحي روغتيا يو مرکز جوړ شو . د دغه مرکز مسئول ښوونکي په وينا د زده کوونکو روحي ستونزې د مرکز د ښوونکو په مرسته ژر له منځه وړل کيږي چې دوی په سمه توګه خپل ځان وپيژني او له نورو زده کوونکو سره ښه همغږی وکړي .

د دغه پوهنتون ډيرزده کوونکي د هيواد له ګوښه او بي وزليو سيمو څخه راغلي دي . نو پوهنتون د بي وزليو زده کوونکو لپاره ښوونيز پورونه او په فارغ وخت کې د کار فرصتونه برابروي چې دوي په سالم ډول خپلې زده کړې بشپړې کړي . د کمپيوتري انجنيرۍ پوهنځي زده کوونکی زموږ خبريال ته وويل زما نوم لو ون دی او د هيواد د جنوب لويديځ د ګوانګ شي د جوانګ ملي لږکۍ له سيمې څخه راغلی يم ، د کور د بي وزلۍ له امله پوهنتون په فارغ وخت کې ما ته د کار فرصت برابروی چې تر لاسه شوي عايدات زما له ژوند سره لږ څه مرسته کوي . مهمه خبره خو دا ده چې د کار له لارې می په ټولنه کې تجربې لاس ته راوړي دي .

د شي نان پوهنتون د زده کوونکو لپاره رنګارنګ فعاليتونه برابروي ، د بيلګې په توګه د اخترونو په مهال د خوشحاليو غونډې ، د خطاطۍ او وينا سيالۍ ، په تيره بيا د ځايي خوړو جشن فعاليتونه ډيره په زړه پورې دي . دغه جشن هر کال يو ځل جوړيږي او د جشن په ورځ د پوهنتون د لوبو په ډګر کې د ملي لږکيو زده کوونکي د خپل قوم ځانګړي خوندور خواړه چمتو کوي .

هه جان چې د هيواد د شمال لويديځ ولايت ګان سو څخه راغلی او د بهرنيو ژبو په

څانګه کې زده کړه کوي ، خبريال ته يي په تيرو دريو کلونو کې له خپل پوهنتون سره ژور

احساسات څرګند کړل او و يي ويل په پوهنتون کې له داخليدو وروسته دا احساس را ته پيدا شوی چې د پوهنتون کلتوري فضا ډيره ښه ده او د نورو ملي لږکيو او سيمو له زده کوونکو سره د اړکيو له ټينګولو وروسته زما د پوهنې او ليدنې ساحه پراخه شوېده . د ټولګي مشر په توګه می ډير فعاليتونه ترسره کړيدي .

د پوهنتون د رييس مرستيال ځن مين وويل د شي نان قومي پوهنتون د ملي لږکيو لپاره ډير بااستعداده کسان روزلي او په راتلونکي وخت کې به د همغږې ښوونې تګلارې ته دوام ورکړی چې په يو معاصر قومي پوهنتون بدل شی .