<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-25 16:44:42    
د چين کوچني انځورګران

cri

ماشومان له انځور کښلو سره مينه لری . د جنوب ختيځ چين په پراخ دښت کې يوه کوچنۍ ولسوالۍ پرته ده چې سوي نين نوميږي او ددی ولسوالۍ د منځنيو او لومړنيو له يو لک زده کوونکو څخه شل زره تنه د انځور په کښلو لګيا دي . په وروستيو شلو کلونو کې د دوی لخوا کښل شوي يو زر او درې سوه انځورونو په بيلا بيلو نړيوالو سياليو کې جايزې اخيستي او څو څو ځله د امريکا ، انګلستان ، فرانسې ، جاپان او جرمني په شمول اوياوو هيوادونو کې د نندارې لپاره ايښودل شويدي په تيره بيا څلور انځورونه يي د م م لخوا ساتل شويدي . نوموړې ولسوالۍ د ماشومی انځورګرانو له امله مشهوره شوه . دغه راز ددوی تصويرونه هم د بهرنيو چارو وزارت لخوا د ملي سوغات په توګه بلل کيږي ، د بيلګې په توګه د چين د دولت رييس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو له نورو هيوادونو څخه د کتنې په ترڅ کې د سوي نين انځورونه د سوغات په توګه د دغو هيوادون مشرانو او نامتو شخصيتونو ته ورکړيدي . نو په دې نسبت سوی نين ولسوالۍ د چين د کلتور وزارت لخوا د چين د ماشومی انځورګرانو د ټاټوبي په توګه ونومول شوه

د ماشومی انځورونو مرکز د نوموړې ولسوالۍ په مرکز کې پروت دی او بهرني ديوالونه يي د ښکليو انځورونو لخوا تزيين شوي او د نندارې په سالون کې هغه تصويرونه ځواړنده دي چې په نړيوالو سياليو کې يي جايزې اخيستي دي . يو انځور چې سوله ايزې کوترې پکې ليدل کيږي ، د يوه اته کلن هلک لخوا کښل شوی او د م م د ماشومي انځورونو په نندارتون کې يي افتخاري جايزه اخيستی ده . اصلی انځور يي اوس په نيويارک کې د م م مقر په سالون کې ځواړند دی .

سوي نين ولسوالۍ يوه کرنيزه ولسوالی ده چې نفوس يي يو مليون درې لکه تنه دي

، ولی په دغه کوچنې ولسوالۍ کې ډير کوچنی انځورګران روزل شويدي ؟ ځواب يي دا دی چې دغه ولسوالی دوه زره کاله دمخه د چين د هان قوم کلتور سرچينه وه ، له ژور کلتوري بنسټ نه پرته د نقاشۍ ښوونکو زيارونه هم د يادونې وړ دي . د بيلګې په توګه درې اويا کلن تقاعد شوی ځانګړي ښوونکي لي شون جه د ولسوالۍ په يوه تنګه کوڅه کې اوسيږي . دوه پنځوس کاله دمخه ښوونکي لي يو ځوان و او د نقاشۍ په ښوونه يي پيل وکړ . د نقاشۍ له ښوونې سره د مينې سره سم ښوونکي لي په خپله کوچنې کوټه کې هغو شاګرانو ته د نقاشۍ په هکله معلومات ورکول چې له نقاشۍ سره يي علاقه او مينه درلوده . له لو کولو وروسته په فارغ وخت کې ښوونکي لي د شاګردانو په مشرۍ له طبيعت څخه د نفاشۍ کولو لپاره د ولسوالۍ مرکز اطرافو ته لاړ چې په پايله کې يي د لومړی نسل کوچني انځورګران روزل شويدي . په نولس سوه او پنځه شپيتم کال کې د ماشومی زمان په نامه مجله کې د پر له پسې يوولسو ګڼو کې د سوي نين د ماشومي انځورونو په هکله معلومات او ددوي لخوا کښل شوي انځورونه خپاره شول او له امله يي د هيواد يو شمير مشهور نقاشان سوي نين ته لاړل . له نيکه مرغه ښوونکي لي ددوي له روزنې او تربيت څخه ګټه واخيستله .

نن ورځ د ښوونکي لي لخوا روزل شوي ماشومان لوي شويدي چې ځيني يي د لوړې زده کړې لپاره نورو هيوادونو ته تللي ، ځيني يي په مسلکي انځورګرانو بدل شوي او نور ځيني يي په خپله ټاټوبي کې د نقاشۍ ښوونې دنده په غاړه لری

د پځوسو کلونو د کوششونو له برکته کوچني انځورګران ښه وده کوي . ولسوال داسي وايي چې سوي نين د کوچنيو انځورګرانو له امله شهرت موندلی دی ، نو بايد دغه شهرت د خپلې ولسوالۍ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د خوځنده ځواک په توګه رول ولوبوي .