<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-26 18:14:27    
د چانګ شا په ښار کې د جيان او دو موزيم

cri

د چين په منځنې برخه د هو نان ولايت د چانګ شا په ښار کې يو ځانګړی موزيم شته چې په کې جيان او دو ساتل کيږي . چين ته د سفر په نننې پروګرام کې به تاسو ته په دې هکله معلومات درکړو !

جيان او دو د چين په لرغونې زمانه کې د کاغذ له اختراع مخکې د ليکنې او لوست يوه وسيله وه . جيان له لرګي او يا بانس څخه جوړيدل چې اوس يې يوازی بانسي بڼه ليدل کيږي . جيان عمومأ داسی بانسی ټوټې دي چې اوږدوالی يي شل سانتي متره او پلنوالی يو سانتي متره دی . دو يوازۍ لرګين دی چې اوږدوالی يي له بانسی جيان سره برابر او پلنوالی يي لږ څه زيات دی . پر دو باندی ليکل شوی محتويات ډير زيات وو چې پر يوې ټوټې يې په بشپړه توګه يوه پيښه ليکلی شوې ده . د مزي په وسيله د زياتو جيان او يا دو له يو ځای کولو وروسته يو کتابتون رامنځته شو .

د چانګ شا د جيان او دو موزيم پراخوالی څوارلس زره مربع مترو ته رسيږي چې په پيل کې تر ځمکی لاندی د يو تاريخی ځای د کشف له امله جوړ شوی و . په ١٩٩٦ کال کې د چانګ شا د ځو ما لو په تاريخی ځای کې چې دوه زره کاله مخکې د وو نومي يو مملکت سره يې تړاو درلود ، يو لک بانسی ټوټې وموندل شوې چې دغه شمير په شلمه پيړۍ کې د چين په نورو ځايونو کې د موندل شويو بانسي جيان له عمومي اندازې څخه اوښتی دی . د دغه موزيم مشر ښاغلي سونګ شاو هوا وويل دغه بانسي جيان تر ځمکې لاندي د يو زر او اوه سوه کلونو لپاره په اوبو کې د خيشتوالي له امله ډير نرم دي که په لاس ونيول شي ، ورباندي ليکل شوي کريکترونه به ليري شي .

ښاغلي سونګ وويل د جيان او دو کشفول د ټول هېواد د لرغون پيژندونکو د زياتې حيرانۍ او پاملرنې وړ ګرځيدلي دي . پخوا د هو نان په ولايت کې تر ځمکې لاندي کيندل شوي شيان برونزي يا خاورينې کاسې وې ، جيان او دو ډير کم دي . د کارپوهانو په نظر د دومره زياتو بانسي جيان کشف د دون هوان په ډبرينو غارونو کې د تاريخي سندونو او د هه نان ولايت په ين نومي تاريخي کنډوالو کې د لاک هغو کاسو له موندلو وروسته د چين د لرغون پيژندنې په ساحه کې يو بل ستر کشف ګڼل کيږي چې لومړي چيني خطونه پرې حکاکی شوي وو، ميرمن وو لي پينګ چې څو څو ځله له دغه موزيم څخه ليدنه کړې ده ، دې خبريال ته وويل له اټکل نه وتلې خبره دا ده چې د وو په لرغوني ملک کې دغه بانسي جيان لا تر اوسه په ښه ډول ساتل شوي او ليکل شوی خطونه هم پرې په ښه ډول ليدل کيږي .

د وو ملک په هغه تايخي دوره کې تېر شوی چې په اوږده زمانه کې يي له نورو دوو ملکونو وي او شو سره جګړې کولې ، نو زيات تاريخي سندونه او معلومات يې د جګړو په اور کي سوځيدلي او پاتې شوي سندونه ډير لږ دي . د نوموړي کشف له برکته په دې دوره کې د تاريخي سندونو کمښت پوره کيداي شي . د چين د لرغون پيژندونکو په اند د يو لک بانسي جيان د کشف له امله به په دې تاريخي موده کې د سياسی او مالي نظامونو ، ټولنيزو او اقتصادي اړيکيو په شمول د سياسي او کلتوري چارو د پرمختګ څيړنې يو نوي پړاو ته ورسيږي او د تاريخي دورو د ويشلو په ساحه کې به د ليدووړپرمختګ رامنځته شی چې په تيره يوه اوږده موده کې دغه څيړنه ځنډيدلې ده .

نندارچيانو ته د جيان او دو په هکله د معلوماتو ورکولو په موخه د دغه موزيم کارکوونکيو زيات کارونه تر سره کړي دي . ښاغلي سونګ شاو هوا وويل موږ په موزيم کې د بانسي يا لرګينې ټوټو د جوړولو بشپړې پړاوونه نندارچيانو ته ورپېژنو چې نندارچيان په دې پوه شی چې په لرغوني زمانه کې زموږ نيکه ګانو څنګه د کاغذ له اختراع مخکې بانسي کتابونه ليکل .

ګرانو اوريدونکو ، د چوانګ شا دغه ځانګړي موزيم په دوه زره او پنځم کال کې پرانستل شو او تر اوسه څو لکه نندارچيانو ترې ليدنه کړې ده . نن ورځ دغه موزيم د جيا او دو د ساتلو ، تنظيمولو ، څيړلو او ښودلو په هکله د يوزاني موزيم په توګه ډير شهرت موندلی دی . برسيره پردې دغه موزيم د خپلې سيمې تر ځمکې لاندي کيندل شوي نور زيات تاريخي شيان هم نندارچيانو ته وړاندی کوي .