<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-27 16:36:56    
د چين هنری ډلې په ريودوجنېرو کې نندارې وکړې

cri

د چين هنری ډله د اپرېل په ١٥ نېټه د برازيل ښکلی ساحلي ښار ريودوجنېرو ته ورسېده او هلته يې چينی اوسېدونکو ته يوه په زړه پوری ننداره وکړه او له وطن څخه يې پامونه او سلامونه ورسول.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې نندارې په اړه څه معلومات درکړم.

د همدی ورځ په ماښام د ريودوجنېرو په پوهنتون کې د نندارې خونې تش څوکی نه درلودلې.هغه چينی اوسېدونکی چې له خپل وطن څخه د اوږدې مودې لپاره جلا شوی، په خپلو اشنايی هندرمندانو کې انتظار وو. په برازيل کې د چينی کلتور ټولنې مشر ښاغلی ين شياو مين د نندارې له تر سره کېدو مخکې وويل

ډېرو کورنيو او نړيوالو مشهورو هنرمندانو دلته راغلی چې موږ ته يې نه يوازی ښه نندارې،بلکې د حکومت او وګړو پامونه او سلامونه راوستل. په همدی مهال د دوستۍ او کلتور د پيغام وړونکو په توګه،دوی د چين او برازيل ترمنځ دوستۍ د پياوړتيا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

ګرانو اورېدونکو،همدااوس مو د يانګځه سيند د ستاينې په نامه يوه سندره واورېده چې د چين د مشهور سندر غاړی چېنګ ځي له خوا ويل شوی ده.دغې سندرې په نورو هېوادونو کې چينی اوسېدونکو ته د خپل وطن د ښکليو طبيعی منظرو يو انځور وړاندی کړ.د ښځينه سندره غاړې وانګ شيو فن له خوا ويل شوی سندرې چې

نوم يې د اتلو ستاينه، نندارچيانو ته د جنګی مودې يادونه رامنځ ته کړه.بر سېره پردی،هنرمندانو سحر پروګرام او د ار هو په وسيله غږول شوې هغه موسيقي نندارچيانو ته وړاندی کړې چې دوه تارونه لری .

د مشهور سندر غاړی څای ګوه چينګ سندره ويل د دغې نندارې په ترڅ کې يوه توده څپه لوړه کړه.

په نونس سوه او څلور نوی يم کال کې څای ګوه چينګ په بلنې سره په ريودوجنېرو کې د چينی اوسېدونکو لپاره يوه ننداره وکړه.ده وويل

په نړۍ کې مې بېلا بېلو هېوادونو ته سفر کړی دی.خو زه له برازيل سره ډېره مينه لرم.ځکه په دغه هېواد کې چينی اوسېدونکی ډېري ګرمي دی.زما په سترګو ريودوجنېرو يو داسی ښار دی چې له ريښتينی احساس څخه ډک دی.

د نندارې په پای کې مشهورې سندره غاړې دونګ ون هوا د سندره ويلو له لارې د دن شياو پينګ په مشرۍ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه يوه کيسه اورېدونکو ته وړاندی کړه چې نوم يې په پسرلنی کې يوه کيسه دی.د دغې سندرې په پای ته رسېدو سره د دغې نندارې چاپېريال تر ټولو پورته شوی دی.

چينی اوسېدونکی ښاغلی چن چې په ريودوجنېرو کې د لسو کلونو لپاره ژوند کړی،خبريال ته وويل

زه ډېر خوشاله او وياړم چې زموږ پياوړی وطن هنری ډلې برازيل ته

راولېږلې. زما په کور کې ټولې غړيو راغلی دي.

په ريښتينی توګه د ښاغلی چن په شان په دغه ښار کې ټول چينی اوسېدونکی د خپل وطن د نورې پياوړتيا هيله لري. هيله ده چې له چين څخه ډېر هنرمندان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې چينی اوسېدونکو ته وطنی سلامونه ورسوي.