<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-27 18:30:49    
په بېجېنګ کې له يو افغان اوسېدونکي سره مرکه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې درنو اورېدونکيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې ومنئ! خدای وکړي د ژوند په ورځنيو چارو کې سرلوړي او بريالي وئ، په همدې هيلو سره به د ((بهرنيان په چين كې)) پروګرام دغه كړۍ پيل كړو. په چين كې خورا ګڼ شمېر بهرنيان ژوند كوي. د دوى ډېرى د سوداګرۍ په برخه كې كار كوي، ځينې يې بيا په چين كې زده كړه كوي، د چين په اړه څېړنې كوي او دغه راز نورې بېلابېلې چارې ترسره كوي. د دغو بهرنيانو تر منځ يو شمېر افغانان هم دي. رحيم الله رحيمي د افغانستان د وردګو ولايت اوسېدونكى دى، چې له يو نيم كال راهيسې په بېجېنګ كې له خپلې كورنۍ سره ژوند كوي.

نوموړي د چين نړيوالې راډيو له پښتو څانګې څخه ليدنه وكړه، موږ هم له فرصت څخه په ګټې سره نوموړى د ((بهرنيان په چين كې)) پروګرام ننۍ كړۍ ته مېلمه كړ، او په بېجېنګ كې د ژوند په اړه مو له هغه سره خبرې وكړې، چې څنګه ژوند تېروي، څه يې خوښېږي، چينايي خوراكونه خوښوي او كه څنګه او هم دا چې په چين كې يې له كومو ځايونو څخه ليدنه كړې ده؟

تاسې كولى شئ چې له نوموړي زموږ بشپړه مركه دلته واورئ.