<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-27 17:26:25    
چين غواړی چې له پاکستان سره د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکيو د پر له پسی ټينګتيا لپاره کوشش وکړي

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د چين د دولت رئيس مرستيال ځنګ چينګ هونګ د اپريل په ٢٧مه نېټه په بيجينګ کې وويل چين له پاکستان سره اړيکيو ته درنه سترګه ګوری او غواړی چې له دغه هېواد سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکی همکارۍ او دوستی اړيکيو د پر له پسی ټينګتيا لپاره کوشش وکړي او د سيمه ايزې او نړيوالې سولی ، ثبات او پرمختيا لپاره فعال رول ولوبوي .

ښاغلي ځنګ چينګ هونګ د پاکستان د لويو درستيزانو د ګډی غونډی له مشر احسان الحق سره د کتنې په وخت کې وويل چين د تايوان ، تبت او د انسانی حقونو په شمول د ځينو مهمو مسئلو په هکله د پاکستان له ملاتړ څخه مننه کوي چې د چين له بنسټيزو ګټو سره اړيکی لری .

ښاغلي احسان الحق وويل له چين سره د دوستی اړيکيو ټينګتيا د پاکستان د ديپلوماتيکو اړيکيو يوه مهمه برخه ده او پاکستان غواړی چې له چين سره د ګډو ګټو پر بنسټ پر له پسی پياوړې همکارۍ وکړي او دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی او باور ټينګتيا ، د خپلمنځی اړيکيو د نورې هم ټينګتيا لپاره کوشش وکړي .