<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-28 17:25:59    
د چين ځنځيری سوپرمارکټونه د چين کليوالو سيمو ته ننوتلی دی (-)

cri

پخوا د چين په کليوالو سيمو کې بزګران د شيانو اخيستلو په اړه له زياتو ستونزو سره مخامخ وو ځکه چې په دغو سيمو کې مغازي ډيرې لږ وې .په ٢٠٠٥ کال کې د چين د سوداګرۍ وزارت کليوالو سيمو ته د ښاری سوپرمارکټونو د ننوتنې په اړه يو پلان پيل کړ چې له امله يې له دوو کلونو کوششونو وروسته د چين په کليوالو سيمو کې همدغه سوپرمارکټونه جوړشول او اوس بزګران ترې ګټې تر لاسه کوي .

د يون فونګ کلی د چين د جنوب ختيځ د فوجيان ولايت د شيان يوو په ولسوالۍ کې پروت دی .پخوا کليوال وګړي د شيانو اخيستلو لپاره ولسوالۍ ته تلل چې د دوی له کلی څخه ٦٠ کيلو متره واټن لري ،خو اوس بزګران کولی شی چې په کليوالو سوپرمارکټونو کې د خپلې اړتيا شيان واخلي .

سوپرماکټونه د چين په ښارونو کې ډير زيات دی خو د کليوالو سيمو په سوپرماکټونو کې د شيانو اخيستنه د بزګرانو لپاره يو تازه کار دی . دغه ډول سيوپرماکټونه چې په ځنځيری توګه جوړ شوی او د پرچون شبکه يې کليوالو سيمو ته پراخه شوې ده ، د کليوالو وګړيو د شيانو اخيستنې او مالونو د ليږلو اړتياوې پوره کوي . په همدی وخت کې دغه ډول سوپرمارکټونه سربيره پردی چې بزګرانو ته ورځنی توکی برابروي او کليوالو وګړيو ته زيات ځانګړی خدمتونه کوي دوی ته تجمونه هم پلوري او دکرنی کارپوهانو ته بلنه ور کوي چې د بزګرانو ځينو پوښتنو ته ځواب ور کړي .

د معلوماتو له مخې د دغه پلان موخه بزګرانو ته د غوره محصولاتو برابرول دی .د چين د سوداګرۍ وزير بو سی لای د دغه پلان د يادونې په ترڅ کې وويل د دغه پلان له امله بزګران ريښتينی محصولات اخيستلای شی .د دغه پلان له لاری په چين کې ١٦٠ زره سيوپرماکټونه جوړ شوي او روان کال به دغه شمير دوه لکه او پنځوس زرو ته ورسيږي .د خبر له مخې تېر کال د دغه پلان له امله ٦٠ مليارډ يوانه د بزګرانو له خوا لګول شوي دي او د اټکل له مخې به روان کال دغه شمير ٨٥ مليارډ يوانو ته ورسيږي .

له اوږدی مودې راهيسی په کليوالو سيمو کې د بزګرانو عايدات لږ و چې دا په دغو سيمو کې د لګښتي سويې د لوړوالی يو بنسټيز لامل دی .د بزګرانو ژوند د ښه والی لپاره د چين حکومت د کرنې ماليات لغوه کړی او د کليوالو سيمو د لارو ،چښاک اوبو ،بريښنايی شبکې او مخابراتو په شمول يې د بنسټيزو تاسيساتو أبادی پياوړی کړې او دغه راز يې په کليوالو سيمو کې د پوهنې ،کلتور او روغتيا په شمول د ټولنيزو چارو پانګه زياته کړې ده .د دغو تدبيرونو د پلی کولو له امله دچين د بزګرانو د پېرودنې توان لوړ شوی دی .