<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-29 17:47:02    
تر ځمکی لاندی ودانۍ

cri

په ښارونو کی د اوسېدونکو د زياتوالی او د ښاری مساحت د پراخوالی له امله په لويو ښارونو کی ترافيکی ګڼه ګوڼه او د بريښنا او اوبو د برابرولو ستونزی رامنځته شوی او د ځمکی د کارولو امکانات کميږي، د دغو مشکلاتو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره په زياتو ښارونو کی د مجبوريت له مخی دنګی ودانۍ يا تر ځمکی لاندی ودانۍ جوړی شويدی٠ که څه هم جګی جګی ودانۍ د ځمکی لږه برخه نيسی، خو له امله يی يو لړ نوی ستونزی رامنځته کيږی٠ مثﻵ د زياتو جګو ودانيو په جوړولو سره له رڼا څخه په استفادی سره پر نورو ودانيو باندی ناوړه اغيزی کوی او په ښارونو کی د لارويو او موټرونو ګڼه ګوڼه راپيدا کيږي٠ خو تر ځمکی لاندی ودانيو د جوړولو لپاره نوموړی ستونزی نه رامنځته کيږی٠ نو له لس ګونو کلونو راهيسی د نړۍ په زياتو ښارونو کی تر ځمکی لاندی ډېری ودانۍ جوړی شويدی٠ د کارپوهانو په اند که د ښار تر ځمکی لاندی يو په درېيمه برخه مساحت چی ژوروالی يی له دېرشو مترو کم دی، تر استفادی لاندی وی، د ښار ظرفيت به په سلو کی سل زيات شی٠

تر ځمکی لاندی ودانۍ د ميترو، واټونو، تالارونو، د سيند او سمندر تر تل لاندی د تونلونو او له نورو دفاعی تاسيساتو څخه عبارت دی٠ څرنګه چی تر ځمکی لاندی ودانۍ د هوا، صنعتی ککړتيا او زلزلی تر تاثيراتو لاندی نه دی او د ځمکی د سپما او د ځمکی پر سطحه باندی د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنی رول او د پټوالی او امنيت ښيګڼی لری، نو زيات هېوادونه تر ځمکی لاندی فضا د استعمالولو چارو ته اهميت ورکوی٠

وروسته تر هغه چی تر ځمکی لاندی لومړی اوسپنيزه لاره يعنی ميترو چی شپږکيلو متره اوږدوالی لری، په ١٨٦٣ کال کی په لندن کی جوړه شوه، د نړۍ په نورو زياتو ښارونو کی د ميترو په جوړولو پيل وشو٠په وروستيو کلونو کی د چين په بېجينګ ، شانګهای او ګوانګ جو ښارونو کی يو په بل پسی د ميترو لاری جوړی شوی٠ تر ځمکی لاندی د نظامی تاسيساتو جوړولو د لومړی او دوهمی نړيوالی جګړی په موده کی اوج ته رسيدلی وو٠ مثلا جرمنی ته نژدی د فرانسی په پولو کی د ماکينوت مشهوره دفاعی کرښه چی د تېری پيړۍ په دوهمه او درېيمه لسيزه کی جوړه شوی و، د نازی جرمنی له خوا په غارونو کی د الوتکو او توغنديو جوړولو فابريکی او له جګړی وروسته د امريکا او پخوانی شوروی اتحاد له خوا د ستراتيژيکو توغنديو د ويشتلو ژوری جوړی شوی څاګانی او په چين کی تر ځمکی لاندی د پوځی مهماتو فابريکی او ګودامونه او دفاعی تاسيسات د يادولو وړ دی٠ نن ورځ تر ځمکی لاندی ودانۍ ټولی د خلکو د اوسيدو، سوداګرۍ ، کلتور ، توليد او له زېرمو سره تړاو لری چی جاپان او امريکا په نړۍ کی تر ځمکی لاندی فضا کارولو په برخه کی له نورو هېوادونو څخه مخکی دی٠ د بېلګی په توګه د نيويارک د راکفيلر مرکز چی د تېری پيړۍ په اوومه لسيزه کی جوړ شوی، تر ځمکی لاندی د پليو لارو مساحت د نيويارک ښار د لسو ناحيو تر ساحی لاندی دی او ډېری مغازی او د بار وړونکو موټرونو د تمځايونه هم پکی دی٠ په جاپان کی له دېرشو څخه زيات تجارتی مرکزونه تر ځمکی لاندی جوړ شويدی٠ د توکيو د اورګاډی اډی ته نژدی په نړۍ کی د ځمکی لاندی تر ټولو لويه سوداګريزه ناحيه ده چی په لومړی پوړ کی يی دری سوه عمومی مغازی، رستورانونه او د خوراک پلورنځی دی، په دوهم پوړ کی يی يو داسی لوی ميدان دی چی پنځه سوه موټرونه پکی ځاييږی او په درېيم پوړ کی يی د اوبو او بريښنا د برابرولو او ايرکانديشن تجهيزات درول شويدی چی عمومی مساحت يی اويا زره مربع مترو ته رسيدلی او هره ورځ اته لکه تنه دغه ځای ته ځی ٠ د کانادا په وينګوا کی هم د موټرونو يو څوارلس پوړيزه ګاراژ جوړ شويدی٠