د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو د اپريل په اته ويشتمه نېټه د دغه هېواد د صوبه سرحد ولايت د چارسدې په سيمه کې په يوه غونډه کې ګډون کاوه چې په ترڅ کې يوه ځان مرګی چاودنه وشوه . نوموړی په دغه پېښه کې ټپي شوی او نژدی شپيته تنه نور هم وژل شوی او ټپيان شوي دي .
د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې :د چاودنې په وخت کې ښاغلي شيرپاو غونډې ته خپله وينا پای ته رسولی وه ، يو ځان مرګی بريد کوونکي هڅه کوله چې شيرپا ته نژدی شي ، خو امنيت ساتونکو د ده مخنيوی وکړ او ورپسی يې خپل بم وچاوه .