<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-30 16:59:30    
د شينجيانګ ښځينه عالمه وانګ نا

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين د علمی اکاډامۍ د شينجيانګ د ستوريو د څارنې مرکز مشره وانګ نا د نجوم په نړيواله ټولنه کی د پولسټارو ( PULSAR) يعنی د نبض ستوريو د څيړنې په ساحه کی ډير شهرت لری٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی ګړۍ کی به تاسو ته دغه مشهوره عالمه دروپيژنو٠

د شينجيانګ د مرکز وروموچی ښار په جنوب د نان شان پر غره باندی چې د سمندر له سطحې څخه څه د پاسه دوه زره متره لوړوالی لری ، د ستوريو د څارنې يو مرکز جوړ شوی دی٠ له ١٩٨٧ کال څخه وانګ نا په دغه مرکز کی د نبض ستوريو په څارنه پيل وکړ٠ د نبض ستوري د بريتانيا د يوې مشهورې ښځينه منجمې لخوا په ١٩٦٧ کال کی د لومړی ځل لپاره کشف شول ٠ څرنګه چې دغه ډول ستوري په پر له پسی توګه د بريښنايي مقناطيس نبض ( PULSE ) اشاره ورکوی ، نو د پوهانو لخوا د نبض ستوری ( PUISAR )په توګه ياديږی٠ د وانګ نا په أند د نبض ستوريو د هغو بدلونو څيړنه چې د چټکې څرخيدنې په ترڅ کی رامنځ ته کيږی ، د الوتکو د خوځښت د لارښوونې په عصری تکنولوژۍ کی د دغه ډول ستوريو د کارولو لپاره د کلی اهميت لری٠ هغې وويل : د نبض ستوری په بهرنی هوا کی د وخت د اندازه کولو تر ټولو ښه لار ده چې د څرخيدو د سرعت کلنی توپير يې د يوې ثانيې له يو پر مليارډ برخې څخه هم کم دی٠ څرنګه چې د دغه ډول ستوريو د څرخيدو دقيقی فرېکوېنسی د خلکو له ژوند سره نژدی اړيکی لری، نو عمده پرمختللی هېوادونه د دغې تکنولوژۍ په څيړنه او استخراج کی ډيرې زياتې پانګې لګوی او هيله لری چې د دغه ډول ستوريو د څرخيدو ځانګړی اصول معلوم کړی، مونږ هم دې ته سترګه په لار يو چې ژر تر ژره دغه کيسۍ حل کړو٠ ٌ

وانګ نا دغه هدف ته د رسيدو لپاره په تيرو لس ګونو کلونو کی په هرو دريو يا پنځو ورځو کی په موټر کی د نان شان پر غره د ستوريو د څارنې مرکز ته تله او له نورو علمی څيړونکو سره به يې يو ځای په شپه ورځ کی په سرښندنې توګه کار کاوه چې د راډيويی ټلسکوپ په وسيله يې د نبض ستوريو څارنه کوله او له دغو ستوريو څخه راغلی مکروڅپې يې راټولولې٠ د دغه نجومی مرکز زيات علمی څيړونکي د وانګ نا لخوا روزل شوي دي٠ څيړونکی ښاغلی ليو جی يونګ وويل :  ما په پوهنتون کی د فزيک زده کړه کوله او د ښوونکې وانګ نا په لارښوونه مې د نبض ستوريو د څارنې او څيړنې په هکله ژور معلومات ترلاسه کړل٠ د ماستری علمی کچې له ترلاسه کولو وروسته په دغه مرکز کی د نبض ستوريو په څارنه او د کامپيوتری سيستم په ساتنه او ترميم لګيا يم ٠ ښوونکې وانګ نا په حوصلې سره ما ته علمی پوهنه رازده کوی٠ هغه تر وسی پوری کار کوی او حتی کله نا کله د رخصتۍ په ورځو کی هم کار کوی٠ ٌ

ميرمن وانګ نا په اوږده موده کی د څيړنې له لاری د نبض ستوريو د منظم بدلون د څارنې په برخه کی قيمتی تجربې راغونډې کړې او د اړوندو علمی څيړنو لپاره يې د مهمو ارقامو زېرمه برابره کړې ده چې د چين او نورو هېوادونو کارپوهان د هغې لوړه ارزونه کوی ٠ هغې خبريال ته وويل : د نبض ستوريو د څرخيدنې د نه بدليدونکی قانونيت له امله ډېر زيات عالمان د دغه ډول ستوريو له څيړنې سره علاقه لری، که د نبض ستوريو د خوځښت د ځانګړيو اصولو په هکله کيسۍ حل شی ، نو په نژدی راتلونکی کی به دغه ډول ستوری د مصنوعی سپوږميو په ځای د الوتکو او بيړيو د خوځښت په لارښوونه کې رول ولوبوی او د لارښوونې داسی ګرځند ستوري وګرځی چې بل کوم شی يې پر ځای دغه رول نشی لوبولای٠ نو ځکه د نبض ستوريو د خوځښت کيسۍ حلول د عالمې وانګ نا يو عمری هدف ګرځيدلی دی٠ هغې وويل :  عالمان هيله لری چې د څارنې له لاری د نبض ستوريو د خوځښت د منظم بدلون لاملونه راپيدا کړی ٠ خو دا يو ډير ستونزمن کار دی٠ زه هره ورځ د څه دپاسه لسو ساعتونو لپاره کار کوم او دغه هدف ته په هر قيمت د رسيدو لپاره تر وسی پوری کوششونه کوم ٠ هر کله چې يو برياليتوب ترلاسه کوم ، ډيره خوشحالېږم ٠ ٌ

اوس ميرمن وانګ نا د نبض ستوريو د څارنې او څيړنې په برخه کی نوی پرمختګ کړی دی چې هر کال د ستوريو په هکله د نړۍ په مخورو مجلو کی څو علمی څېړنې هم خپروی٠ حتی د نبض ستوريو د څيړنې په برخه کې د هغې برياليتوبونه په نړۍ کی د دغه ډول ستوريو د څيړنې د يو مهم نمونوی معيار په توګه ګڼل کيږی٠ اوس د شينجيانګ د وروموچی ښار د نان شان پر غر باندی د ستوريو د څارنې مرکز په چين کی د ( PULSAR ) يعنی د نبض ستوريو د څارنې يو ډير مهم مرکز دی چې له نړيوال معيار سره سمون خوری او د څارنې سيستم يې په هراړخيزه توګه د نړۍ پرمختللې کچې ته رسيدلی دی٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهورې عالمې وانګ نا په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې عالمه وانګ نا د کوم ډول ستوريو په څارنه او څيړنه بوخته ده؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی د دغې پوښتنې سم ځواب راوليږئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلور تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !