<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-30 17:03:12    
چين او روسيه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز جوړښت د غوره والی لپاره هڅه کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په وروستيو ورځو کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له روسيې څخه ليدنه وکړه چې په ترڅ کې يې د ٢٠٠٧ کال لپاره په روسيه کې د چينی کال فعاليتونه پيل شول .د پرانيستونکو مراسمو په دوهمه ورځ د چين او روسيې صنعتګرانو د څلور مليارډ او دری سوه مليون امريکايی ډالرو په ارزښت د سوداګريزې او اقتصادی همکارۍ يو تړون لاسليک کړ چې دغه ګام د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوی پرمختګ څرګندونه کوي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز جوړښت د غوره والی په اړه د کوششونو په باب معلومات وړاندی کړو .

تېر کال د چين او رورسيې سوداګريز ارزښت دری ديرش مليارډ او څلور سوه مليون امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې دغه شمېر د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې ١٤ اعشاريه ٧ زيات شوی دی .د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه ارزښت پرمختيايی انډول د تېر کال په پرتله په سلو کې ٤٠ زيات شوی دی او د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزې او اقتصادی همکارۍ چټک پرمختګ کړی دی .خو د دواړو هېوادونو مشرانو له دغه حالت څخه د خوښی څرګندولو ترڅنګ د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز جوړښت ته هم پاملرنه کړې ده .

د چين د ټولنې د اکاډمی کارپوه جيانګ ځونګ هوا وويل  د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريز جوړښت کې د روسيې د ماشين ألاتو او الکترونيکو

توکيو اندازه په پر له پسی توګه کمه شوې ده .د چين او روسيې ترمنځ د اوسنۍ سوداګريزې او اقتصادی همکارۍ د موجودو مسئلو په مقابل کې چين غواړي چې له روسيې سره د خپل منځي سوداګريز جوړښت د ښه والی او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي .

د يوې شمېرنې له مخې د ماشين ألاتو او الکترونيکو توکيو اندازه تېر کال د چين له خوا د وارد شويو توليداتو د عمومی اندازې په سلو کې پنځوس برخه نيولې ده خو د روسيې د وارداتو اندازې پکې لږ برخه نيولی ده .د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال يوو ګوانګ جو وويل په ٢٠٠٦ کال کې د ماشين ألاتو او الکترونيکو توکيو اندازه د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د عمومی اندازې په سلو کې له شلو څخه کمه وه چې له مخې يې دواړو خواوو په دغه برخه کې د سوداګرۍ زيات امکانات خپل کړي دي .نوموړی زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز جوړښت ښه والی په تېره بيا چين ته د روسيې له خوا د لازياتو ماشين ألاتو او الکترونيکو توکيو صادرول د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه نظريه ده او چين به د دی لپاره لازم شرطونه برابر کړي  په وروستيو وختونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې همکارۍ چټک پرمختګ کړی دی خو مونږ هم د دغه بهير نوی حالت ته پاملرنه کړې ده نو ځکه د سوداګريز جوړښت د تنظيمولو لپاره هڅه کوو .

د دغې مسئلې د حل لپاره چين او روسيې يو لړ تدبيرونه نيولی دي .په مسکو کې د چين د دولتی نندارتون پرانيستل هم له همدغو تدبيرونو څخه وو .د روسيې ولسمشر پوتين د دغه نندارتون د پرانيستلو په اړه خوښی څرګنده کړه د دغه نندارتون د پرانيستلو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د کيفيت او سويې لوړوالی دی .د اړوندو فعاليتونو د ترسره کولو له لاری د چين او روسيې ټولنيزو فعاليتونو ته يو ډول رنګ ورزيات شوی او هم له دی امله زمونږ خلک يو د بل په اړه ښه پوهېدی شي.

د کارپوهانو په أند د چين او روسيې ترمنځ د سوداګريز جوړښت تنظيمول يوه اوږده دنده ده .د اقتصاد د بازاری کيدو په حالت کې د دی لپاره يوازی د دواړو هېوادونو عمومی کنترول کافی نه دی . ښاغلی جيانګ وويل د دغې مسئلې د حل په هکله سربيره پردی چې د چين حکومت له روسيې څخه د ماشين ألاتو او الکترونکيو توکيو د واردولو د صادراتو هڅونه کوي .روسيه بايد د خپلو توليداتو د سيالۍ توان لوړ کړي .