<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-01 17:33:58    
د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو مرکزي سټېډيم

cri

ټولو ته معلومه ده چې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې سپورتي لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اګيست په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.د بېجينګ حکومت د دغو سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره په ځانګړي توګه د مرغانو د ځالې په نامه مرکزي سټېډيم جوړوي.دغه سټېديم د بېجينګ د اولمپيک په پارک کې دی او د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د نښې په توګه ګڼل کيږي. دغه سټېډيم په پوره توګه له فولادو څخه جوړ شوی دی او پراخوالی يی دوه لکه او اته پنځوس زره مربع مترو ته رسيږی چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د پرانستنې او پای مراسم ، د اتلاتيک لوبو او د نارينه فوټبال پايلوي سيالي به پکې تر سره شي. په دغه سټېديم کې يو نوی زره دايمی څوکۍ او شل زره لنډ مهالی څوکۍ شته .د سياليو په مهال د کتونکو او لبغاړيو د اړتياوو پوره کولو لپاره په دغه ستېديم کې د رسټورانټ ، د لوبغاړيو د استراحت ځايونو او د جامو د بدلون ځايونو په ګډون يو شمير خدمتي ځايونه هم جوړيږی.

د معلوماتو له مخې،د چين حکومت به په عمده توګه د دغې ودانۍ په جوړولو کې څه دپاسه څلور سوه او پنځوس مليون امريکايی ډالرو پانګه ولګوي او دغه سټېديم به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له پای ته رسيدو وروسته د عامو سپورتي فعاليتونو په موخه خلکو ته خدمتونه برابر کړي. د دغه سټېديم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر له څليرويشتمې نېټې څخه پيل شوه او په ٢٠٠٧ کال کې به پای ته ورسيږي او په کار ولويږی .

د چين د لامبو وهلو مرکز

د چين د لامبو وهلو مرکز د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره يوه ډېره مهمه ودانۍ ده چې د يو شين مربع شکل په شان ښکاري . دغه مرکز د بېجينګ د اولمپيک په پارک کې پروت دی چې پراخوالی يی اتيا زره مربع مترو ته رسيږی. برسيره پردی په دغه جمنازيم کې شپږ زره دايمی څوکۍ او يوولس زره لنډ مهالی څوکۍ شته . د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتي لوبو په وخت کې به د لامبو وهلو او له تختي څخه د ډايف کولو يا غوټې وهلو په ګډون يو شمير سيالي پکې تر سره شي. د دغه جمنازيوم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر په څلېرويشتمه نېټه پيل شوه او د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری به بشپړه شي .

د معلوماتو له مخې : د چين د لامبو وهلو مرکز نه يوازی د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو يوه نښه ګڼل کيږي ، بلکې د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د سټېډيونو او جمنازيمونو ترمنځ يوازنۍ ودانۍ ده چې د هانګ کانګ او مکاو د وطنوالو لخوا د جوړولو پانګه اچول شوې ده . دغه جمنازيوم په نړۍ کې د لامبو وهلو ډېر لوي جمنازيوم بلل کيږی. د دې ترڅنګ به دغه جمنازيم د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له پای ته رسيدو وروسته د سپورتي فعاليتونو په موخه د يو عام جمنازيم په توګه خلکو ته خدمتونه برابر کړي.